لیکنه: محمدصابر حمیدي
د ۲۰۲۰م د فوټسال نړیوال جام سیالۍ، چې ټاکل شوې وه د لیتواني هېواد په کوربتوب ترسره شي، خو د کرونا ویروس له امله یو کال وځنډېده.
د فوټسال نړیوال جام سیالۍ د ۲۰۲۰م د سپټمبر میاشتې له ۱۲مې بیا د اکتوبر تر ۳ مې یې دوام کاوه، خو د فیفا یا فوټبال نړیوال فدراسیون له پرېکړې سره سم دا سیالۍ یو کال وځنډېدې.
د فیفا له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي:
“تر ۱۷ کلنو د کم عمره ښځینه لوبغاړو ترمنځ د فوټسال نړیوال جام سیالۍ، د ۲۰ کلنو د کم عمره ښځینه لوبغاړو ترمنځ د فوټسال نړیوال جام سیالۍ او د ښځینهوو ترمنځ د فوټسال نړیوال جام لوبې راتلونکي ۲۰۲۱م کال ته وځنډېدې.”
دا درې واړه نړیوال جامونه په روان ۲۰۲۰م کې ترسره کېده، چې د کرونا ویروس له امله د فوټبال نړیوالي شورا له لوري راتلونکي ۲۰۲۱م ته وځنډېده.
د کرونا له امله د فوټسال ترڅنګ د نړۍ ټولې ورزشي لوبې یا هم ځنډېدلي او یا هم لغوه شوې، خو اوس تازه د فوټبال یو شمېر لیګونه پېلیږي.
د معلوماتو له مخې د تېرې شنبې پر ورځ د جرمني هېواد لیګ پيل شو، خو د رواني مې میاشتې په پای او د جون په پيل کې د اسپانیا، ایټالیا او انګلستان لیګونه پيل شي.