د امريکا د ښکلا ملِکه ولي په دوه کاله بند محکومه سوه؟

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

خبريال: مدثر دعوت
د امريکا د ښکلا د ملکې لقب لرونکې رامسي بيرس چې د ښوونکي په حيث يې هم دنده ترسره کوله په دوه کاله بند محکومه سوه.
د ميټرو د خبر له مخي رامسي يو ۱۵ کلن تنکي ځوان ته خپل لوڅ عکسونه لېږلي وه،د ماشوم پلار او مور چې کله د هغه په موبايل کې دا ډول عکسونه ويني نو پوليسو ته عريضه کوي.
images 2020 07 20t0216565933317696172957247. د امريکا د ښکلا ملِکه ولي په دوه کاله بند محکومه سوه؟
خو بيرس وايي ما دا عکسونه خپل خاوند ته لېږله،هلک ډېر شله وو او غوښتنه يې وکړه چې لا ډېر انځورونه ورته ولېږم.
دې په محمکه کې د خپلو کړونو په اړه بخښنه غوښتې.
images 2020 07 20t0218214779816947416199232. د امريکا د ښکلا ملِکه ولي په دوه کاله بند محکومه سوه؟
دا د امريکا په جنوبي ورجنيا کې د منځنۍ ښوونځۍ استاده وه ،دېته وروسته تر هغې ممکنه جزا واورول سوه چې قاضي وويل هغې د اعتماد او باور څخه سرغړونه کړې،ځکه دا يو ښوونکې ده.
images 2020 07 20t0218034272920259795234470. د امريکا د ښکلا ملِکه ولي په دوه کاله بند محکومه سوه؟
رامسي د ۲۰۱۸ز د اګسټ څخه تر نومبر پوري دې ماشوم ته انځورونه لېږلي وه،دا د قانون تر هغې مادې لاندي راغله چې جنسي اړيکو ته د کم عمره ماشومانو د تشويقولو اړوند سزا پکښې وړاندي سوې ده.
images 2020 07 20t021710730599871923189099. د امريکا د ښکلا ملِکه ولي په دوه کاله بند محکومه سوه؟
۲۸ کلنه رامسي د امريکا د کينټکي ايالت اوسېدونکې ده، په ۲۰۱۴ز کې د ميس کينټکي او په ۲۰۱۵ز کې يې د ميس امريکا لقبونه ګټلي دي.