ولې باید غچ هېر او بښنه وکړو؟

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

ژباړه: نسیمه محمدي
کله چې څوک ستاسې په حق کې بدي کوي، لومړی څه مو چې ذهن کې ګرځي، غچ اخېستل دي. زمونږ انګېرنه دا ده چې د ورته زیان سره به، ښه احساس ولرو. سره له دې چې په دې سره به زمونږ ناروغي د لنډ مهال لپاره ښه والی ومومي، خو په اوږد مهاله کې به داسې نه وي. غچ اخېستل، هغه کړنې چې تاسې ته ضرر رسوي له منځه نه وړي، یواځې د رنځ او خفګان د څرخ د تداوم لامل ګرځي.
زمونږ ټولو د ژوند په یوه زماني مقطع کې زړه غواړي غچ واخلو؛ کله چې مونږ ته زیان رسېږي په بشپړه توګه دا غبرګون طبیعي دی. ټول غواړو کس د خپلې کړنې په سزا ورسېږي. که څه هم دا کړنه منطقي تر سترګو کېږي مګر بیا هم نباید داسې څه له ځانه ښکاره کړئ. په غچ اخېستلو د تمرکز پر ځای، غوره ده د دې موضوع سره سوله وکړئ.ښه چاره د غچ اخېستنې څخه لاس اخېستل او منل دي. بد احساسات د متضاد فکر سره د هغه ځای ناستي کړئ. دا یواځنۍ لار ده؛ باید ځان ترې لوړ تېر کړئ او پرېږدئ هماغلته پاتې شي.غچ اخېستل د هغه کس په څېر دي، چې شخص په زور سره ډبره د غوندۍ پر سر مخ پورته کشوي، مګر همدا ډبره په ډېره بېرحمۍ او زور سره په خپله همدې شخص غورځېږي.
مشهور متل دی، چې وایي( وړاندې له دې چې د غچ اخېستلو په هوډ ځئ، لومړی دوه قبرونه وکينئ). کله چې د غچ په لټه کې اوسئ، خپل ځان ته به هم زیان ورسوئ. حتی که کولای شئ په ضمانت سره هغه کس په سزا ورسوئ، بیا به هم ښه احساس ونلرئ. که چېرې ځان په غچ اېستلو بوخت کړئ یواځې د مقابل کس په وړاندې ستاسې د غوسې ډېرېدو سبب ګرځي. مونږ ټولو ته دا پېښ شوي د چا څخه د ژوند په یوه دوره کې زیان ووینو یا له مونږ څخه سوء استفاده وشي، دا د انسانانو د نړۍ یو واقعیت دی.
ښه ژوند کول د غچ اخېستلو ښه بڼه ده. که هغه شخص ته څرګنده کړئ ناوړه عمل یې ستاسې په ژوند کې بدلون نه دی رامنځته کړی، نور هم ځورېږي. ولې باید چا ته دا اجازه ورکړئ ستاسې په مغزکې ژوند وکړي؟ هېڅ دلیل نشته چې خپل ګرانبیه وخت او انرژي د چا لپاره، چې هېڅ ارزښت نلري مصرف کړئ. که په غچ اخېستلو تمرکز وکړئ، ټپونه به مو تازه ساتلي وي، ټپونه چې که پرته له دې وای ډېر ژر به رغېدل.
تر ټولو غوره غچ تېرېدل او هېرول دي نباید نورو ته دا موقع په لاس ورکړئ ستاسې له کړېدو او ځورېدو خوند واخلي.
یواځنی کس چې د کنترول وس یې لرو مونږ په خپله یو. باید ومنئ چې د نورو په کنترول برلاسي نه یئ. د غچ اخېستنې سره په حقیقت کې  د ژوند په اوږدو کې د ژوند د بربادۍ لپاره پلان جوړونه کوئ، ځکه په دې ټوله موده کې بد مرغي ستاسې یواځنۍ ملګرې ده. باید وړاندې لاړ شئ او په ماضي له تمرکز لاس واخلئ. هېڅ غچ له بښنې بشپړ نه دی. غچ رشتیا هم په هره بڼه چې وي زهرجن دی.
هېڅکله ځان د مقابل کس سره مه پرتله کوئ، ځکه هغه وخت به تاسې هم د هغه په څېر بد شئ. کله چې د غچ اخېستلو په لټه کې اوسئ، په بشپړه توګه خپل ځان له منځه وړئ.
ځینې خلک دا کړنه دومره لویوي، چې نور به خپل ځان کنترول نکړای شي. غوره کړنه له داسې موقعیت لرې کېدل دي.
کنفوسوس: «خوښ اوسېدل او ښه ژوند کول د غچ اخېستلو ښه لار ده. کینه کښ خلک، خوښ او خوشاله خلک نشي کېدای. وړاندې له دې چې د غچ اخېستلو په لور ګام واخلې، لومړی دوه قبرونه وکینئ».
که ښه فکر وکړو اصلا ولې باید د غچ اخېستلو په فکر کې اوسو؟ تاسې دا وړتیا لرئ هرهغه څه مو چې ځوروي ترې تېر شئ او د دغه ډول کسانو سره د اړیکې لپاره هېڅ اړتیا نلرئ. نو ځانونه ترې لرې کړئ او هېڅکله مه پرېږدئ ستاسې ځورېدل وویني.
زمونږ کړنې زمونږ له تصور او خیال ډېری پیاوړې دي. په هر لاس سره چې یې ورکړې په هماغه لاس به یې اخلئ. زمونږ کړنې هغه وخت عملي کېږي، چې مونږ ځانونه د بدو کړنو له څرخ څخه وباسو. په دې ډول شرایطو کې صبر ډېر مهم او اخلاقي فضیلت دی. نو کښېنئ او پرېږدئ زمونږ کړنې خپل کارونه په خپله وکړي. په زړه پورې خولا دا ده چې کله زمونږ کارونه د هغه کس په دام کې نښلولو لپاره راځي، تاسې به د دې پېښو په جریان کې هېڅ ګډون ونلرئ او د عذاب وجدان اړتیا به هم پیدا نکړئ.
سر چینه:  مردمان