بخښل داسې زده کړئ

رنګین تجريدي ډیزاین

ژباړه: عمران لمر
ممکن په ځينو وختونو کې د نورو له خوا زيان ووينئ او يا د نورو له خوا ځورول شوي يئ؛ ممکن د نه جبران کېدونکو زيانونو سره مخ شوي يئ چې هيڅکله يې نه شئ هېرولی؛ په همدې خاطر ممکن چې تل د غوصې او کرکې له وجې تر فشار لاندې يئ.
دا پېښې تقريباً له مونږ ټولو سره شوي دي؛ شايد له موره د تربيې د طريقې له وجې خفه يئ او يا دا چې د ژوند ملګرې مو په ګډ ژوند کې د يوې ماتې له امله پړه وګڼئ.
دا ټول په تاسې کې د کرکې، غوصې او انتقام فکر پياوړی کوي؛له بله اړخه بيا بخښنه تاسې سولې، هيلې او عزت ته رسوي.
د نورو بخښل اسانه کار نه دی؛ مګر هغه لومړۍ درجه مهرباني ده چې تاسې يې له خپل ځان سره کوئ.
ځينې وختونه يواځينی کار چې کولای شئ؛ دا دی چې هغوی وبخښو او خپله ځان د انتقام اخېستنې له غوصې خالي کړو.
بخښنه څه ته وايي؟
په ټوله کې بخښل تاسې ته اجازه درکوي چې غوصه، کرکه او انتقام يوې غاړې ته کړئ او پر ځای يې په ژوند کې مثبت احساسات قوي کړئ. تاسې ممکن ځينې داسې زيانونه ليدلي وي چې هيڅکله نه هېرېږي؛ مګر بخښل کولای شي تاسې د هغو زيانونو په اړه د همېشني فکر کولو څخه وژغوري او له تاسې سره مرسته کوي چې تل د خپل ژوند په مثبتو ټکو تمرکز وکړئ.
بخښل حتی تاسې ته د دې فرصت درکوي چې مقابل لوری درک کړئ او ورسره همدردي وکړئ.
بخښل په دې مانا نه دي چې يو چاته د دې حق ورکوئ چې تاسې ته ضرر ورسوي، يا نورو ته د هغه د ضرر رسولو له تېروتنې انکار کوئ او يا هغه له تېروتنو پاکوئ؛ بخښل له تېروتنې سره د يو کس قبلول او د هغه سره د سولې کولو په مانا ده.
بخښل کومې ګټې لري؟
تاسې له کينې او کرکې خلاصېږئ او د دې پر ځای ځان ته خوښي او سوله ډالۍ کوئ. بخښل ستاسې د رواني روغتيا، خوښۍ او آرام سبب کېږي. په بخښلو سره تاسې ډېرې سالمې اړيکې جوړولی شئ او له کمې غوصې او کم فشار سره خپله رواني روغتيا تضمينوئ.
بخښل ستاسې د وينې فشار کموي، ستاسې د وجود دفاعي سيسټم قوي کوي او په تاسې کې د ژور خفګان نښې کموي. بخښل تر دې چې ستاسې په ځان باور هم لوړوي.
کينه ولې زړه ته اچوو؟
کله چې په يو ګران کس ستاسې باور زيانمن شي او يا د هغه له وجې خفه او غوصه شوي يئ؛ نو له کرکې، غوصې او د انتقام له حسه ډکېږئ او د هغه په هکله زړه ته کينه اچوئ؛ مګر همدا کافي ده چې دا منفي احساست چوپ کړئ او د دې پر ځای بخښنه او سوله رامنځته کړئ.
د کينې آغېزې څه دي؟
کينه ستاسې زړه لکه د تيږې بې رحمه کوي؛ ممکن د خپلې نا آرامۍ له ژوندۍ خاطرې وځورېږئ او د ژور خفګان او زړه نا زړه توب په ستونزو اخته شئ. له دې پرته کينه تاسې له دويم ځلي باور کولو او له نورو سره د اړيکو له جوړولو راګرځوي.
په ځان کې څه ډول د بخښلو وړتيا پيدا کړو؟
بخښل يو تغير دی؛ تاسې بايد د دې د پيل لپاره د هغه ارزښت او اهميت وپېژنئ او پوه شئ چې بخښل ستاسې په ژوند څومره تاثير لري.
بخښل ستاسې روغتيا او هوساينه زياتوي او تاسې د منفي احساساتو له شره خلاصوي. بخښل همدارنګه د ځان پېژندنې او يا د نويو تجربو د ترلاسه کولو لپاره يوه ګټوره تجربه کېدای شي؛ تر څو زده کړئ چې څه ډول خلک وبخښئ او د دا ډول حالاتو سره څه ډول چلند وکړئ.
نه شم کولای وبخښم!
بخښل اسانه کار نه دی او په تېره هغه چا ته چې زيان يې ليدلی وي او تر اوسه له هغې ستونزې سره لاس او ګرېوان وي او يا دا چې د خپلې نا آرامۍ په هکله د خبرو کولو لپاره چمتو نه وي او يا ادعا کوي چې ورته مهمه نه ده.
راځئ چې ځان د مقابل لوري په ځای فرض کړو؛ آیا که تاسې د هغه په ځای وئ، نو همدا تېروتنه مو نه کوله؟ آیا تاسې هغه درک کولای شئ چې ولې يې دا کار کړی دی؟ که د هغه د شرايطو د درک وړتيا لرئ؛ نو بخښل به يې درته آسانه وي. همدارنګه کولای شئ د يو مشاور او يا يو بې طرفه ملګري سره خبرې وکړئ او له هغه وغواړئ چې تاسې ته لارښوونه وکړي او له دې وضعيته په خلاصون کې له تاسې سره مرسته وکړي.
آيا جوړه کول په بخښلو کې مرسته کولای شي؟
ممکن سوله او روغه جوړه کول ستاسې له ذهنه د کينې او غوصې انځور لږ لږ پاک کړي او له تاسې سره د هغه په بخښلو کې مرسته وکړي. کله کله ځينې خلک د اړيکې دوام ته زړه نه ښه کوي؛ مګر باور وکړئ چې دا روغه جوړه کول خپله له تاسې سره هم مرسته کولای شي.
نه بخښل تاسې محدودوي.
کله چې تاسې په زړه کې د يو چا په هکله کينه لرئ؛ ممکن د هغه د لږ نږدې کېدو سره تاسې په غوصه، کرکه، خفګان، فشار او بد حالت کې ښکېل شئ.
بخښل له تاسې سره مرسته کوي چې د کم فشار او زړه نازړه توب لپاره يو دليل شي؛ له دې پرته ممکن تاسې پرېکړه وکړئ چې هغه ځايونو ته لاړ نه شئ؛ چېرته چې هغه وي او دا په دې مانا چې ستاسې اړيکې محدودې شي.
بخښل کولای شي د مقابل لوري ژوند تغير کړي.
که زه هغه وبخښم؛ نو ممکن هغه دا وړتيا ولري چې ځان تغير کړي او پرېکړه وکړي چې نور دا ډول تېروتنې تکرار نه کړي. يعنې زه هغه ته دويم ځلي يو ډول فرصت ورکوم؛ په داسې حال کې چې که هغه اوس هم د هغه د تېروتنې په سر ونه بخښم او تل ورته ورياده کړم چې د هغه له لاسه نا آرامه يم؛ نو هيڅکله به هغه د ځان تغيرولو هيله ترلاسه نه کړي.
که زه داسې څوک يم چې بخښلو ته اړتيا لرم؟
په پیل کې د خپلې تېروتنې او په نورو د هغې د تاثير په هکله صادقانه فکر وکړئ، ځان د هغه په ځای فرض کړئ او هغه ضرر چې له تاسې يې ليدلی؛ د ځان په هکله وګڼئ.
هر کله مو چې هغه درک کړای شو؛ نو کولای شئ چې د بخښنې غوښتو لپاره آماده شئ.
له دې پرته لازمه نه ده چې ځانته يې له حده زياته سخته کړئ؛ تاسې انسان يئ او تېروتنه کول ستاسې د ژوند يوه برخه ده.
وروسته بايد له هغه چا بخښنه وغواړئ چې ورته مو ضرر رسولی؛ په خپلې تېروتنې اعتراف وکړئ او په رښتينې توګه د خپلې پښېمانۍ په اړه ورته ووايئ.
هڅه وکړئ چې پرته له هيڅ عذر، بهانې او يا د خپل کار د توجيح کولو؛ هغه قانع کړئ چې تاسې وبخښي. مه هېروئ چې بخښل د هغه دنده نه ده او ځينې وختونه لازمه وي؛ تر څو وکولای شي تاسې وبخښي.