لیکنه: محمدصابر حمیدي
په انګلستان کې د فوټبال سیالیو لیدلو ته نندارچیان نور کولای شی، چې لوبغالي ته ورشي او د فوټبال سیالۍ له نژدې وګوري.
دوو انګلستانۍ لوبډلو چلسي او برایټون یو د بل په وړاندې فالمر لوبغالي کې دوستانه سیالي لرله، چې یاده لوبه چلسي ۱ ګول پر ۰ وګټله او بریا یې خپله کړه.
یادي لوبې ته محدود شمېر مینوال راغلي وه او د فاصلې په مراعتولو سره یې د چلسي او برایټون لوبه له نژدې وکتله.
دا مینوال وروسته له هغه لوبغالي ته ورځي، چې له تېرو څو میاشتو راهیسي د نورو هیوادونو ترڅنګ په انګلستان کې هم د فوټبال سیالۍ د بندو دروازو تر شا (د مینوالو پرته) ترسره کېدلې.
له کله چې کرونا ویروس په ټوله نړۍ کې خپور شو، لومړی د فوټبال سیالۍ ودرېدې، چې وروسته بیرته په لوبغالي کې د مینوالو پرته پيل شوې او اوس بیا داسي اټکل کیږي، چې د فوټبال نوي پيلېدونکي پړاونه به د مینوالو په شتون کې پيل شي.