
د راپورونو له مخې د دایکندي فوټبال فدراسیون ددې ولایت د فوټبال په روان لیګ کې د لوبې غوره لوبغاړي ته یوازې او یوازې ۱۰۰ افغانۍ ورکوي.
د دایکندي فوټبال فدراسیون له لوري دا کړنه، پر ټولنیزو رسنیو لیکوالانو، خبریالانو او د ټولنیزو رسنیو ګڼو کارکونو غندلې او ویلې یې دي، چې دا د یوه لوبغاړي ټیټ معرفي کول دي.
ددې کار څخه د دایکندي فوټبال فدراسیون اصلي موخه
دایکندي د هیواد یو له هغه ولایتونو دی، چې فقر او بیکاري تر نورو ولایتونو پکې زیاته ته او ددې کار څخه د دایکندي فوټبال فدراسیون موخه داده، ترڅو د خلګو پام دې ته راواړوي، چي د دایکندي فوټبال فدراسیون ته بیرته رسمیت ورکړي او ورسره د نورو برخو ترڅنګ د بودیجې په برخه کې همکارۍ وکړي.
او ددې ترڅنګ یې ورڅخه دا هم موخه ده، ترڅو د سیمهییزو ادارو ترڅنګ مرکزي ادارې هم ورزش ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د افغانستان فوټبال فدارسیون په دې تړاو څه وايي؟
د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند فیروز مشعوف له رسنیو سره په خبرو کې وویل، له څه مودې راهیسي د دایکندي فوټبال فدارسیون ټول فعالیتونو د فوټبال فدراسیون له لوري د بېلابیلو دلیلونو له امله ځنډېدلې، خو د یاد ولایت فدراسیون په ازاد ډول لوبې مخته وړي او جایزې ورکوي، چي دا لوبې د افغانستان فوټبال فدراسیون سره هیڅ رسمیت نه لري.
فیروز مشعوف ویلې، ډېر ژر به د دوی ټولو قانوني ستونزو ته رسېدهګي وکړي او هڅه به وکړي، چي د دایکندي فوټبال فدراسیون ته بیرته رسمیت ورکړي.
هغه ویلې، افغان فوټبال فدارسیون د ولایتونو ترمنځ د بودیجې په ورکړه کي، هیڅ ډول تبعیض نه پالي.