د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۱۲مي اونۍ په لوبو کي د نړۍ دوې قوي لوبډلي بارسلونا او ریال ماډریډ دواړه په یاد لیګ کي لوبي لري.
بارسلونا د لوانتې په وړاندي او ریال ماډریډ بیا د ریال بیټیس فوټبال ټیم په وړاندي میدان ته کښته کیږي.
د بارسلونا او لوانتې لوبډلو ترمنځ ننۍ لوبه ماښام د کابل په وخت اوه نیمي بجې پېلیږي.
دا لوبه د لوانتې لوبډلي په کوربتوب کوتات ډي والینسیا په نوم یوه لوبغالي کي ترسره کیږي، چي په زرګونه مینوال ځایوي.
د ریال ماډریډ او ریال بیټس ټیمونو ترمنځ ننۍ لوبه بیا ماخستن دولس نیمي بجې د ریال ماډریډ په کورني لوبغالي سانتیاګو برنباوو کي ترسره کیږي، چي یاد لوبغالی هم په زرګونه مینوال ځایوي.
د اسپانیا هیواد د یاد لیګ په نورو لوبو کي نن ماپښين څلور نیمي بجې اسپانیول د والینسیا په وړاندي او ماخستن لس بجې بیا سویا د اتلاتیک ماډریډ فوټبال ټيم په وړاندي لوبیږي.
د یاد لیګ په تیرو ترسره سوو ۱۱ اونیو کي اوس تر ټولو بارسلونا لوبډله مخکي ده.
بارسلونا د ۲۲ نمرو په درلودلو سره لومړی ځای، ریال ماډریډ د ۲۱ نمرو په درلودلو سره دوهم ځای او ګراناډا بیا د ۲۰ نمرو په درلودلو سره درېیم ځای لري.