د افغان فوټبال غوره لیګ لومړی پړاو پاي ته ورسېد

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ اتم پړاو سیالۍ یوه میاشت مخکي د کابل په عمومي فدراسیون لوبغالي کي د اتو لوبډلو ترمنځ پيل سوي وې، چي په دوشنبه ئې لومړی پړاو(ګروپي سیالۍ) پاي ته ورسېدې او څلورو لوبډلو دوهم پړاو یا نیمه پایلوبي ته لاره پيداکړه.
د دې سیالیو په لومړي ګروپ کي طوفان هریرود، میوند اتلان، سېمرغ البرز او موجهای آمو شتون درلود، خو په دوهم ګروپ کي بیا شاهین آسمايي، سپين غر بازان، د آباسین څپې او عقابان هندوکش ټیمونو برخه درلوده.
د لومړي ګروپ څخه طوفان هریرود او سېمرغ البرز او د دوهم ګروپ څخه بیا شاهین آسمايي او د سپين غربازانو نیمه پایلوبي ته لاره پیداکړه.
FB_IMG_1568079308020.jpg
د دې سیالیو لومړۍ نیمه پایلوبه راتلونکې جمعې ورځ د طوفان هریرود او سپین غربازانو ترمنځ او دوهمه نیمه پایلوبه بیا راتلونکې جمعې ورځ د شاهین آسمايي او سېمرغ البرز ترمنځ ترسره کیږي.
دا دواړي لوبي مازدیګر ۶ بجې پېلیږي.
FB_IMG_1568079287271.jpg
د یادو دوو لوبو ګټونکي ټيمونه بیا په راتلونکې اونۍ کي د جمعې په ورځ پایلوبه ترسره کوي.
دا د دې سیالیو اتم پړاو دئ، چي تر دې مخکي ۴ ځلي شاهین آسمايي، دوه ځلي طوفان هریرود او یو ځلي بیا د سپين غر بازانو اتلولي خپله کړې.