څنګه کولای شو چې تمرکز ولرو؟

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

ژباړه او راټولونه: احمد فرهاد توتاخیل

  1. د کار او ناستې پاستې ځای مو پاک او منظم وساتئ.
  2. ذهن ته مو هره ورځ ۵ دقیقې د ستونزمنو شیانو په یادولو تمرین ورکړئ.
  3. داسې کښینئ چې ملا مو نیغه واوسي.
  4. خپل موخې پر یوه کاغذ ولیکئ او د دیوال پرمخ یې وټومبئ.
  5. خپل ورځني کارونه مو د یوه دقیق مهال ویش پر اساس برابر کړئ.
  6. شین چای وڅښئ، ګلکوز لرونکي خواړه او کبان وخورئ.
  7. مایعات وڅښئ، ترڅو وجود مو له بې وخته لوږې وژغورل شي.
  8. د کار پر وخت نورو ته ورزده کړئ، چې تاسې د کار د ترسره کولو پر حالت کې یاستئ.
  9. هغو کسانو ته وخت ځانګړی کړئ، چې غواړي له تاسې سره خبرې اترې وکړي.
  10. د هغو کسانو ترڅنګ کښینئ چې د تمرکز کولو په حالت کې وي.
  11. داسې جامې واغوندئ چې پکې راحته واوسئ.
  12. په هر یوه ساعت کې ۱۰ دقیقې تفریح وکړئ (که ناست یاستئ، پاسیږئ؛ که ولاړ یاستئ، کښینئ؛ که کتاب مطالعه کوئ، نو مخ یې بند کړئ؛ که کمپیوټر ته ناست یاستئ، نو مخ ترې واړوئ).
  13. هره ورځ ۲۰ دقیقې چُرت ووهئ.
  14. د خپل د کار پایله یوه شیبه خپلو سترګو ته ودروئ.
  15. فکر و کړئ، ذهن مو خالي کړئ او هغه مسایل چې ستاسې د ناراحتۍ لامل ګرځي، ویې لیکئ او له ذهن څخه یې لرې کړئ.
  16. که کوم څه ستاسې فکري تمرکز له منځه یووړ، نو سم دلاسه یې ولیکئ او خپل کار ته دوام ورکړئ.
  17. د پوره نیمې ورځې لپاره له انترنیټ سره مخه ښه وکړئ.
  18. د مطالعې او کار پر وخت خپل ټیلفون خاموش کړئ، ترڅو تمرکز مو پر ځای پاتې شي.
  19. په یوه ځل زیات خوراک مه کوئ. هڅه وکړئ چې په ورځ کې لږ خو شپږ یا هم اووه ځلې خوراک وکړئ، ترڅو د خوب احساس و نه کړئ.