
د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۱۵مي اونۍ په لوبو کي پرون شنبه ریال ماډریډ فوټبال لوبډله د آلاوز فوټبال لوبډلي سره د آلاوز په کوربتوب ولوبېده، چي ریال ماډریډ ۲ ګولونه پر ۱ آلاوز ټيم مات کړ.
په یاده لوبه کي د ریال ماډریډ لپاره لومړی ګول دفاعي لوبغاړي سرجیو راموس د لوبي په ۵۱مه دقیقه کي د سر په واسطه وواهه او دوهم ګول بیا کارواخال د لوبي په ۶۸مه دقیقه کي ولګوی.
د آلاوز لپاره بیا یوازینی ګول د لوبي په ۶۴تمه دقیقه کي لیپریز د پينالټۍ په واسطه وواهه.
په دې سره ریال ماډریډ د موقد وخت لپاره د یادو سیالیو د نمري جدول لومړي ځای ته ولاړ.
د دې لیګ په نورو لوبو کي پرون ریال سوسیداد ۴ ګولونه پر ۱ ایبار ته، ربال بیټیس ۲ ګولونه پر ۱ مایورکا ته او والینسیا بیا ۲ ګولونه پر ۱ ویاریال ته ماته ورکړه.
د یادو سیالیو په بله مهمه لوبه کي نن یکشنبه ماخستن ۱۲:۳۰ بجې بارسلونا د اتلاتیک ماډریډ فوټبال ټيم سره لوبیږي.
دا لوبه د اتلاتیک ماډریډ په کوربتوب په واندا میترو پولیتانو فوټبال لوبغالي کي ترسره کیږي.