افغان کرکټ بورډ وايي؛ د ملي لوبغاړو د ویزو ستونزه حل شوه

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک
لیکنه: محمدصابر حمیدي

 

افغان کرکټ بورډ وايي، د هغو پنځه لوبغاړو د ویزو ستونزه حل شوه چې ټاکل شوې وه، د زمبابوې پر وړاندې د ابوظبي سن شاین شل اوریزه لوبلړۍ کې د ملي لوبډلې برخه وي.

 

بورډ په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلې، د پنځو لوبغاړو ویزې تېره شپه ناوخته ترلاسه شوې، چې د دوی له منځه حمید حسن، ګلبدین نایب، مجیب الرحمن او وقار سلام خیل به نن او عظمت الله عمرزی به سبا د زمبابوې پر وړاندې د ابوظبي سن شاین شل اوریزه لوبلړۍ کې د ملي لوبډلې سره د یو ځای کېدو په موخه متحده عربي اماراتو ته روان شي.

 

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي څانګې مخکې ویلې وه چې، ګلبدین نایب، مجیب الرحمن، حمید حسن، وقار سلام خیل او عظمت الله عمرزی هم د ملي لوبډلې سره په دې سفر کې شامل ول، خو د ویزو ستونزو له امله په کابل کې پاتې دي او که چېرته له لوبو وړاندې د دوی ویزې ترلاسه شوې د لوبډلې سره د یو ځای کېدو په اړه به یې کرکټ بورډ خپله راتلونکې پرېکړه اعلان کړي.

 

د زیمبابې پر وړاندې د افغانستان اعلان شوې ۱۵ کسیزه لوبډله

 

اصغرافغان، راشد خان، محمد نبي، رحمن الله ګربز(وېکټ ساتونکی)، افسرځاځی، عثمان غني، ابراهیم ځدراڼ، حشمت الله شهیدي، نجیب الله ځدارڼ، کریم جنت، شرف الدین اشرف، امیرحمزه هوتک، فضل الحق فاروقي، نوین الحق او فرید ملک هغه پنځلس لوبغاړي دي چې د زمبابوې پر وړاندې د راتلونکو شل اوریزو لوبو په نوملړ کې شامل دي.

 

د افغانستان او زیمبابې شل اوریزه لوبې

 

ټاکل شوې افغان کرکټ ملې لوبډله د زیمبابې پر وړاندې په خپل کوربتوب د متحده عربي اماراتو په شیخ زاید کرکټ لوبغالي کې درې شل اوریزه لوبې ترسره کړې.

 

لومړۍ شل اوریزه لوبه د مارچ میاشتې په ۱۷مه نېټه ترسره کیږي.

دویمه شل اوریزه لوبه د مارچ میاشتې په ۱۹مه نېټه ترسره کیږي.

درېیمه شل اوریزه لوبه د مارچ میاشتې په ۲۰مه نېټه ترسره کیږي.