دغه پنځه لوبډلې به نړیوال جام کې له افغانستانه په ویره کې وي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د کرېک ټرېکر وېب پاڼې لیکلي، چې نړیوال جام کې به دغه پنځه لوبډلې له افغان کرکټ ټیم څخه په وېره کې وي.
دا خو ټولو ته جوته ده، چې افغان لوبډلې له ۲۰۰۹ کال راهیسې تر ۲۰۱۵ کال پورې منځنی پرمختګ وکړ؛ خو له ۲۰۱۵ څخه بیا تر اوسه پورې یې پرمختګ طلایي پوړیو کې دی.
په وروستیو کلونو کې د ځوان افغان لوبغاړو راتګ او په اوپننګ کې د شهزاد محمدي حوصله هغه څه دي، چې د افغان لوبډلې انتقادي برخه یعنې توپ وهنه یې هم راښه کړې ده.
BAN vAFG دغه پنځه لوبډلې به نړیوال جام کې له افغانستانه په ویره کې وي
مخکې به د افغان لوبډلې په توپ وهنه ډېرې نیوکې کېدلې، خو د می په ۱۰ مه نېټه د جمعې په ورځ د شهزاد محمدي ۵۵ منډو، د رحمت شاه زرمتي ۱۱۳ منډو او د حشمت الله شهیدي ۵۹ ناسوځېدلو منډو څرګنده کړه، چې افغان لوبډله اوس په توپ وهنه کې هم ښه شوې ده.
که حضرت ځاځی اوپننګ کې لږ تم شي او لس اورونه په یو ورځنیو لوبو کې په وېکټ ودرېږي، افغانستان بیا درې سوه پلس یا جمع ټارګېټونه چېس کولای شي.
افغان لوبډله او نړیوال ستوري لوبغاړي یې
د کرېک ټرېکر وېب پاڼې لیکلي دي، چې افغان لوبډله اوس نړیوال کرکټ ستوري لري او دا هغه څه دي، چې دغه پنځه لوبډلې به وننګوي او ماتې به یې کړي.
دوی د کرکټ ستورو په برخه کې د محمدنبي، راشدخان، محمدشهزاد او اصغر افغان نومونه رااخېستي دي.
خو له دې وېب پاڼې بیا د زرمتي، شهیدي او حضرت الله ځاځي نومونه هېر دي.
پنځه لوبډلې او له افغان ټیم یې وېره
لومړی: بنګله دېش او افغانستان له ۲۰۱۴ کال راهیسې یو بل سره مخ شوي دي او دواړو ته د یو بل وړتیا ښه معلومه ده، ۲۰۱۴ کال اسیا جام کې افغانستان، بنګله دېش ته ماته ورکړه، ۲۰۱۵ نړیوال جام کې بنګله دېش له افغانستان خپل د ۲۰۱۴ کال غچ واخېست او افغانستان یې مات کړ.
د ۲۰۱۸ کال اسیا جام ګروپي سیالیوکې افغان لوبډلې بنګله دېش نهیلی کړ؛ خو سوپر شپږ پړاو کې بېرته بنګله دېش افغان ټیم په کم توپیر مات کړ.
اوس وېب پاڼه وایي بنګله دېش په نړیوال جام کې له افغان لوبډلې پوره وېره لري.
ویسټ انډیز
Windies players دغه پنځه لوبډلې به نړیوال جام کې له افغانستانه په ویره کې وي
ویسټ انډیز له افغانستان سره د ۲۰۱۸ کال په سر کې سیریز مساوي کړ، کوالیفای پړاو کې بیا افغان لوبډلې ویسټ انډیز ته ماته ورکړه.
د لوبلړۍ په یوه لوبه کې راشدخان د ویسټ انډیز ۷ وېکټې وغورځولې او ویسټ انډیز یې په ګونډو کړ.
اوس د نایب په لوبډلمشرۍ کې ویسټ انډیز له افغانستان پوره وېره لري.
بنګله دېش دغه پنځه لوبډلې به نړیوال جام کې له افغانستانه په ویره کې وي
افغان لوبډله کولای شي، چې په ویسټ انډیز او بنګله دېش یو ځل بیا سترګه سره کړي.
سریلانکا
Sri Lanka 1 دغه پنځه لوبډلې به نړیوال جام کې له افغانستانه په ویره کې وي
سریلانکا او افغانستان په تېر کې لوبې کړي، ۲۰۱۴ کال اسیا جام کې سریلانکا، افغانستان مات کړ؛ هغه مهال افغان لوبډله کمزورې او سریلانکا د نړیوال جام ګټلو دعوې کولې.
په ۲۰۱۵ کال نړیوال جام کې افغان لوبډلې له سریلانکا خورا دلچسپه لوبه وکړه، د جایاوردني سلیزې او په وروستیو کې د تېسارا پرېرا هېټېنګ افغان لوبډله په کم توپیر ماته کړه.
خو ۲۰۱۸ کال اسیا جام کې افغان لوبډلې خپله لومړۍ ګروپي لوبه له سریلانکا وګټله.
اوس سریلانکا له افغان لوبډلې څخه په وېره کې ده.
پاکستان او له افغان لوبډلې یې وېره
پاکستان دغه پنځه لوبډلې به نړیوال جام کې له افغانستانه په ویره کې وي
پاکستان که څه هم ښه لوبډله ده، خو د افغان لوبډلې پر وړاندې یې ډېری لوبې په داسې حالت کې دي، چې د زړونو درزا ته رسېدلي او حتی لوبډلمشر سرفراز خان یې په سرو سترګو ژړولی دی.
اسیا جام سیالیو کې مو د پاکستان لوبه ولیده، لوبډله یې له افغان لوبډلې څخه ولړزېده، یواځې د شعیب ملک تجربه او لومړیو کې د امام الحق ډاډه لوبه وه، چې افغانستان یې یوې نږدې ماتې سره مخ کړ.
اوس وېب پاڼې لیکلي چې پاکستان ته به افغان لوبډله پوره ستونزې جوړوي او ښایي پاکستانۍ لوبډله پرمختګ ته پرېنږدي.
نیوزیلېنډ هم له افغانستان وېره لري
نیوزیلېنډ دغه پنځه لوبډلې به نړیوال جام کې له افغانستانه په ویره کې وي
کېن ویلیمسن له وړاندې پر افغان لوبډله تبصره کړې وه او افغان لوبډله یې یوه جامده لوبډله بللې وه.
نیوزیلېنډۍ لوبډلې هم له افغان لوبډلې وېره ښکاره کړې او کولای شي چې نیوزیلېنډ ته ستونزې جوړې کړي.