پر استوګنځیو د غیرې رسمي او پلاني سیمو بدلول؛ ۵ پلانونه یې منظور شول

رنګین تجريدي ډیزاین

راپور: بشر درویش
د افغانستان د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر د بهسازۍ پنځه پلانونه منظور کړل.
یاد وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ سرپرست وزیر محمود کرزی په ملي شورا کې د خلکو د استازو، ښاروالانو او د ښارجوړولو د رئیسانو په حضور کې د فاریاب، سرپل، پروان او سمنګان ولایتونو لپاره د بهسازۍ پنځه پلانونه منظور کړل.

په دې موخه جوړه شوې غونډه کې محمود کرزي د یادو پلانونو منظوري او تطبیق یې غیر رسمي سیمو ته د ښو ښاري خدمتونو د وړاندې کولو لپاره اړین وباله او له ټولو اړونده ادارو څخه یې وغوښتل چې په پوره همغږۍ او ژمنتیا سره یاد پلانونه تطبیق کړي.

دا پلانونه څه او د څه لپاره دي؟

په دې پنځه پلانونو کې د فاریاب ولایت په اندخوی ولسوالۍ په لومړی ناحیه کې د تواچي کلان سیمې د بهسازۍ پلان، د سرپل ښار د لومړی او دویمې ناحیې د بهسازۍ پلان، د پروان ولایت د چاریکار ښار د نو اباد خواجه ها او د نو اباد خواجه ها او نو اباد خواجه سیاران توپدرې سیمې د بهسازۍ پلانونه او همدارنګه د سمنګان ولایت د ابیک ښار د قوش اسیاب بالا او قوش اسیاب پائین د بهسازۍ پلان شامل دي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په خبرپاڼه کې ویلي چې دا وزارت د سکتوري ادارو سره په همغږۍ د بهسازی د پلانونو او احیاء مجدد پروګرامونو په تطبیق سره هڅه کوي ترڅو غیر رسمي او غیر پلاني سیمې په ښو استوګنیزو سیمو بدلې کړي ترڅو له دې لارې د غیر رسمي او رسمي سیمو ترمنځ توپیر له منځه لاړ شي او ټولو هېوادوالو ته یو شان ښاري خدمتونو وړاندې شي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.