ژباړه: عمران لمر
لومړی مو په ذهن کې يو ځوروونکی فکر شروع کېږي چې بيا مو په سر کې نور فکرونه رامنځته کېږي او پرته له دې چې پوه شئ؛ په ذهن کې مو له دې فکرونو يو طوفان رامنځته کېږي او د دې سبب ګرځي چې غير منطقي فکرونه پيل کړئ او خپله فکري او جسمي انرژي مو ضايع کړئ.
هيڅوک د دا ډول احساساتو او په ژوند د هغه د منفي تاثيراتو غوښتونکي نه دي؛ مګر ځينې لارې او عادتونه شته چې د دې اندېښنو په راکمولو کې درسره مرسته کولای شي:
۱- ډېر هغه څه چې تاسې ورته اندېښنه کوئ؛ هيڅکله نه رامنځته کېږي.
د چرچل دې خبرې ته پام وکړئ: کله چې دې ټولو اندېښنو ته نظر کوم؛ نو د هغه سپين ږيري سړي کيسه ځانته رايادوم چې د مرګ په بستره يي ويل چې په ژوند کې يې ډېر زيات داسې مشکلات درلودل چې يوه لويه برخه يې هيڅکله رامنځته نه شول.
دا زموږ د ټولو د ژوند کيسه ده.
هر وخت چې پوه شوئ اندېښنې لږې لږې د ښکاره کېدو په حال کې دي؛ نو له ځانه دا پوښتنه وکړئ:
له کومو شيانو چې وېرېدم په ژوند کې به مې پېښ شي؛ څومره يې رښتيا پېښ شول؟
که تاسې هم د اکثريت خلکو غوندې يئ؛ نو ځواب به مو دا وي: ډېر لږ. او دا کمې بدې پېښې هم ستاسې د تمې په اندازه دردوونکې نه وې.
اندېښنې هغه بلاګانې دي چې تاسې يې په خپل ذهن کې جوړوئ. له ځانه مسلسل همدا پوښتل او ځان ته دا وريادول چې دا اندېښنې څومره کوچنۍ دي؛ مخکې له دې چې دا اندېښنې د منفي فکرونو په يو طوفان بدلې شي؛ آرامه اوسېدل ډېر آسانه کوي.
۲- په مبهمو ډارونو کې له ورکېدو ځان وژغورئ.
کله چې ډارونه ستاسې په ذهن کې له ابهام سره مله شي؛ ډېر په آرامه به خپلو افراطي اندېښنو او فاجعه زېږوونکو کيسو کې چې خپله يې د ځان لپاره جوړوئ؛ ورک شئ.
د دې فکرونو د روښانه کولو لپاره له ځانه وپوښتئ چې:
په رښتينې او منطقي ډول، تر ټولو بد څه چې ممکن رامنځته شي؛ څه دي؟
کله مو چې دې پوښتنې ته ځواب ورکړو؛ يو څه وخت د دې څېړنې او فکر کولو ته ځانګړی کړئ چې که دا پېښه رامنځته شي؛ تاسې څه کولای شئ؟
تجربو ښودلې ده چې تر ټولو بد څه چې ممکن رامنځته شي؛ څومره چې فکر کوئ، ډاروونکې نه دي.
د دې فکرونو د روښانه کولو لپاره څو دقيقې وخت ورکول له تاسې سره مرسته کوي چې خپل وخت او انرژي له بې ځايه استعمال څخه وژغورئ.
۳- په دې اړه فکر مه کوئ چې د نورو په فکر کې څه تېرېږي.
دا چې هڅه وکړئ د نورو فکرونه ولولئ؛ نو عموماً په ناسم پوهاوي اخته کېږئ او په ذهن کې مو يو ناسم داستان جوړېږي؛ نو په دې اساس داسې لاره وټاکئ چې اندېښنو او ناسم پوهاويو سره کمه تړلې وي.
خبرې وکړئ او د هغه څه په اړه چې غواړئ پرې پوه شئ؛ پوښتنه وکړئ.
په دې کار سره به په خپلو اړيکو کې ډېره آزادي رامنځته کړئ او د شخړو او منفي فکرونو په مخنيوي سره به خوشحاله اړيکې ولرئ.
۴- په هغه ځای کې چې نه شئ کولای سم فکر وکړئ؛ فکر کول پرېږدئ.
ډېری وختونه چې وږي يئ او يا غواړئ چې ويده شئ؛ نو ذهن مو ډېر ضرر قبلوونکی وي.
په همدې دليل مو په ذهن کې اندېښنې په ښه اسانۍ راښکاره کېږي.
ډېری وختونه به د همدې احساساتو په خاطر ډېر دردوونکي ساعتونه تېر کړئ. همدا بس ده چې ډېر ژر دا فکرونه وپېژنئ او خپل ځان ته ووايئ:
وروسته چې ذهن مې آرام او په ځای و؛ په دې اړوند به فکر وکړم.
البته دا يو څه تمرين ته اړتيا لري؛ مګر ډاډه اوسئ چې ارزښت يې لري او په ژوند کې به مو يو لوی بدلون رامنځته کړي.
۵- په ياد مو وي چې خلک لکه څومره چې تاسې تصور کوئ؛ تاسو ته او ستاسې په اړه فکر نه کوي.
هغوی خپله خپلو نږدې خلکو ته په فکر کولو بوخت دي او دې ته فکر کوي چې نور د دوی په اړه څه فکر کوي؛ نو په کار نه ده چې په دې هکله فکر کولو او اندېښنو کې ډوب شئ چې نور ستاسې په اړه څه فکر کوي.
مه پرېږدئ چې دا فکرونه تاسې له خپل ژونده شاته پاتې کړي.
۶- ورزش وکړئ.
د ورزش په څېر بل هيڅ څه ستاسې دروني فشارونه نه شي خالي کولای؛ ورزش د دې سبب کېږي چې د قاطعيت او زيات تمرکز احساس ولرئ.
د دې سره چې ورزش ستاسې د جسم په پياوړي کولو کې مرسته کوي؛ مګر د سرته رسولو لپاره يې ستاسې اصلي انګېزه بايد ستاسې فکر او ذهن ته لوړې ګټې وي.
۷- په خپلو اندېښنو مو رڼا واچوئ.
د خپلو لويو اندېښنو په هکله له خپلو نږدې کسانو سره خبرې کول درته هغه کار ډېر اسانه او عادي کوي.
د اندېښنو ايسته غورځول ستاسې په وضعيت کې لوی بدلون رامنځته کوي او وروسته له لږې مودې به دې ته فکر کوئ چې هغه څه و چې دومره يې اندښمن کړي وئ.
ځینې وختونه همدا بس ده چې هغه کس تاسې ته غوږ ونيسي او ځينې وختونه ډېره ښه ده چې له مقابل لوري مرسته وغواړئ؛ تر څو يوه ښه عملي او ګټوره حل لاره درته پيدا کړي.
که په هغه وخت کې داسې څوک نه لرئ چې د خپلو هغو اندېښنو په هکله چې ستاسې ذهن يې نيولی؛ خبرې وکړئ؛ نو هغه د ليکلو په واسطه بهر ته وغورځوئ.
همدا بس ده چې له ذهنه يې وباسئ؛ تر څو آرام شئ.
۸- ډېر وخت په حال کې تېر کړئ.
کله چې په تېر کې ژوند کولو لپاره ډېر وخت په خپل ذهن کې تېروئ؛ نو د راتلونکي په هکله به له ګڼو اندېښنو سره لاس او ګرېوان يئ او کله چې هم ډېر وخت د راتلونکي په اړه فکرونو کې ډوب يئ؛ نو په ذهن کې به مو بدې پېښې تېرېږي.
نو په دې اساس هڅه وکړئ چې خپل ډېر وخت او تمرکز مو په حال ولګوئ.
۹- په هغه کوچني ګام تمرکز وکړئ چې د مخکې تګ لپاره يې پورته کولای شئ.
د اندېښنو د بهر غورځولو لپاره او د ذهن د خالي کولو لپاره ډېره ښه ده چې په چټکۍ سره عمل پيل کړئ او د مسايلو او ستونزو د حل لپاره چې ستاسې د اندېښنو سبب شوي دي؛ ګام پورته کړئ.
له ځانه پوښتنه وکړئ:
د خپل وضعيت د ښه کولو لپاره هغه ګام کوم دی چې همدا اوس يې پورته کولای شم؟
وروسته په همدې کار تمرکز وکړئ او بيا کولای شئ چې په بل کوچني ګام فکر وکړئ او بيا عمل پيل کړئ.