
د خادم حسین بهنام په ډایریکټرۍ د “دا افغانستان دی” په نامه فلم د مراکېش په نړیواله ننداره کې جايزه وګټله.
دې لنډ فلم ته د ښې ډایريکټرۍ جايزه د «Festival International Du Cinema Des Jeunes De Mekenes» له لورې ورکړل سوه.
دې فلم تر دې وړاندې د الجزایر په نړيوالې نندارې کې د سرو زرو تندیس او لومړی مقام ګټلی وو او تر هغه وروسته یې بيا په هند کې د کاشي په نامه نړيوال فیستوال کې هم لومړی مقام وګټی.
“دا افغانستان دی” په نامه فلم کې د پنځو ماشومانو ژوند څېړل سوی،چې په یوه ځنګلي سيمه کې لوبې کوي خو په حرکاتو کې یې د جګړې تاثرات ښکاري.
د یادولو وړ ده چې د خادم حسین تر لارښووني لاندې ځینې نور فلمونه هم جوړ سويدي چې په نړیواله کچه یې معتبري جایزې ګټلي دي.