د یوه ویرونکي فلم کتلو پرمهال سپين ږیري سړي ساه ورکړه

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

هسې خو به مو ډېر اورېدلي وي چې د کمزورو زړونو خاوندان دې ډارونکي فلمونه نه ګوري، او دا څه نوې خبره نه ده او کمزورو زړونو لرونکو ته نوې توصیه نه ده خو اوس تازه په تائلینډ کې یوه داسې پېښه شوې چې زیاتره خلک یې ډار کړي دي.
تېرو ورځو کې ریلیز شوی د هالیوډ سینما فلم (اینابیل کمز هوم) پر سینما باندې روښانه شو او دا چې نوموړی فلم په سینما کې زیات ډاروونکی بريښي د همدې لامله یو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی.
دغه ۷۷ کلن کس د انګلستان دی، خو اوس د څه کارونو له وجې تائلینډ ته تللی و.
حیرانونکي خبره دا ده چې کله دغه کس مړ کیږي نو شاوخوا هیڅوک یې هم پر مرګ نه پوهیږي. خو کله چې فلم خلاصیږي او د سینما ګروپونه روښانه کیږي نو په دغه وخت کې د مړ شوي کس سره یوه ناسته مېرمن پوهیږي چې سړی مړ شوی.
دغه پېښه د تائلینډ په سیاحتي ځای پتایا کې پېښه شوې ده.
د دغه کس له مړیني او د مېرمنې له چیغو وروسته د سینما په حال کې وېره او ډار خپور شو چې وروسته د سینما عملي په سملاسي ډول عاجلو روغتیا خدماتو غوښتنه کړې.
زیاتره خلکو ته معلومه نه ده چې د اینابیل په  نوم نانځکو ته ورته څېرو لرونکي شیان په حقیقت کې شته او که نه؟ خو شکل یې د واقعي نانځکو ته ورته نه دی او فلم لپاره یې د لېدونکو په خاطر ډېر ډارونکی جوړ کړی.
په رښتني ژوند کې د دغه نانځکو تصویرونه دومره ډارونکي نه معلومیږي خو په فلم کې لیدونکي زیاتره خلکو لپاره ډېر ډارونکي او خطرناک معلومیږي.
د وارن کورنۍ په میوزیم کې دغه ډول نانځکي شته، لورین وارن چې روان کال مړ شو په یوه مرکه کې ویلي وه، څنګه چې دغه نانځکي ډارونکې نه ښکاري خو په خبره یې شیطان یې ډېر خطرناک جوړوي.
د یادولو ده چې انابیل فلم سیریز لومړی فلم (اینابیل) ۲۰۱۴ کال کې ریلیز شوی، په ۲۰۱۷ کال کې بل فلم اینابیل: کریشئین هم نندارې ته وړاندې شو او څو ورځې وړاندې يې ۲۰۱۹ کې اینابیل کمز هوم هم خپور شو.