- ژباړه: نسیمه محمدي
په قطعي ډول په ټولو انسانانو کې وېرې شته. وېره یا فوبیا مختلف ډولونه لري لکه د ناروغۍ څخه وېره، د ځناورو څخه وېره، د وینا کولو وېره او یا له اوبو څخه وېره. ځینې وختونه دا وېره دومره ډېره او غالبه شي، چې شخص د سرچینې سره د مخ کېدو پر وخت د کنترول وس نه لري. د اوبو څخه د وېرې درملنې لپاره لومړی باید د وېرې اصلي لامل او ريښه پيدا او بیا درملنه پیل شي. له اوبو څخه وېرېدل یا آکوا فوبیا د اوبو څخه د ناطبیعي وېرې په معنا ده؛ چې فرد حتا په اوبو د اوسېدو تصور نشي کولای او هم دوی ته د شدید اضطراب لامل ګرځي. وړاندې په مطلب کې د اوبو څخه د وېرې نښو، لاملونو او حللارو په اړه وایو.
داوبو د وېرې لمنځه وړلو لارې چارې
د ډېرو ساده کړنو سره کولای شئ پر دې وېرې بریالي شئ. چې دا شپږ ټکي یې یادوو.
۱ — درملنیزه مخامخ کېدنه
د بریالیو خلکو همېشنۍ وینا ده، چې “د هغه څه په لور لاړ شه چې ترې وېرېږې.” له وېرې څخه تېښته او لرېوالی حللاره نه ده؛ د محافظتي ټکو په نظر کې نیولو سره په هغه موقعیت کې چې ترې وېره وي د شخص ځای نیول، په ذهن کې د اوبو څخه ډارونکی انځور لمنځه ځي.
۲ — د اوبو په وړاندې مثبت فکر او حس درلودل
وېره زموږ د فکر او خیال له امله ده؛ منفي افکار د دې لامل شوې تر څو له کوچني څیز لویه بلا جوړه کړو، نو د مثبت فکر سره د منفي افکارو د مقابلې لپاره وجنګېږئ.
۳ — شناختي درملنه
د درملنې له غوره لارو څخه، شناختي درملنه ده. معمولاًً د ترخو تجربو پېښېدل د اوبو څخه د وېرې لامل دی. باید د اخته کس فکر او ذهنیت ته بدلون ورکړل شي. په شناختي درملنه کې هڅه کېږي، د منفي افکارو پر ځای د مقبتو افکارو ځای نیولو سره، دا وېره محوه شي.
۴ — دارويي درملنه
که وېره زیاته او شدیده وي د متخصص روغتیاپال له لوري درمل تجویز کېږي. په ورته وخت کې یا د وېرې د علائمو تر کمښت وروسته، د ژور خپګان او اضطراب ضد درمل ورکول کېږي.
۵ — په منظم ډول د حساسیت کمول
یوه بله کړنلاره د دې ډول کسانو لپاره د حساسیت کمول دي، چې دا چاره درې پړاوه لري:
- د هغو شرایطو لېست کول چې په فرد کې د اضطراب لامل شوي.
- وروسته د ریلکېشن او آرامتیا بښنې لپاره د یوګا او مدېتېشن په څېر تمرینونو تر سره کول.
- په پای کې فرد ځان په یو استرس زېږونکي حالت کې تصور کوي او په بشپړه توګه خپله آرامتیا ساتلی شي.
۶ — د کومکي وسایلو کارول
د توپ، ټيوپ یا د لامبو لپاره د تختې څخه د ګټې اخېستلو سپارښتنه کېږي، نو هڅه وکړئ په اوبو کې د تفرېح وسایل ولرئ چې په اوبو کې د ځان بوختولو لپاره، له ذهن څخه منفي افکار لرې او د منفي شرایطو په اړه د فکر کولو وخت ونه لرئ.
د اوبو څخه د وېرېدو عمومي اړخونه
د سیند اوبه کتل او غږ اورېدل یې خوښي بښونکي دي، د هغو لپاره چې له اوبو وېره لري حتی د دې حالت حس او تصور کول هم ځورونکي ده. کله، کله د باران څاڅکو ته درېدل هم د دوی لپاره ښه حس نه ورکوي. د اوبو فوبیا داسې ده، چې فرد د وېرې او اضطراب سربېره، فزیکي عوامل لکه دزړه ضربان زیاتېدل، خوله یا د سا ایستلو ستونزې او… هم لري.
په عمومي ډول د اوبو څخه وېره درې اړخېزه ده:
احساسي اړخ: د نه کنټرول کېدونکي وېرې او اضطراب او احساساتو درلودل.
شناختي اړخ: د اوبو په اړه د اخته کس د فکر او خیال ډول، لکه د ډوبېدو وېره، خفک کېدو او….
د بدني علائمو اړخ: په تنفس کې ستونزه، د لاسونو او پښو رېږدېدل، د زړه درزا، او…. د اوبو څخه د بدني یا جسماني وېرو نښې دي.
مګر دا وېره او استرس بېلابېل لاملونه لري، چې په لاندې ډول دي:
- د اوبېز چاپېریال څخه د زیان لیدو منفي تجربه او پېښه.
- په اوبو کې د خفک یا ډوبېدو پېښه یا په شاوخوا چاپېریال کې د اوبو اړوند پېښه.
- د اعتماد په نفس نه درلودل، د جسمي تعادل نه درلودل، اسټرس او اروايي ستونزې لرل.