فاطمه ثنا: د شاهرخ خان واده زما لپاره قانون ماتونه وه!

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

خبريال: مدثر دعوت
د باليووډ ځوانه ښځينه اداکاره وايي کله چې د شاهرخ خان د واده په اړه خبره سومه ډېر مې ژړله.
فاطمه ثنا شېخ چې د شاهرخ خان سره يې په ډېر ماشومتوب کې د “ون ټوکا فور ” په نامه فلم کې رول ادا کړی دی وايي زه د فلم د شوټينګ پر مهال پر خان مينه وم خو چې کله يې د واده په اړه خبره سوم ډېر مې وژړله.
images 2020 07 19t192942340215223065052414. فاطمه ثنا: د شاهرخ خان واده زما لپاره قانون ماتونه وه!
فاطمې د فلمفير سره په مرکه کې ويلي: ” هغه پدې اړه هيڅ فکر نکوی چې يوه ۵ کلنه انجلۍ ورباندي مئينه ده ،دا وايي هغه د هرچا توجه دځان خواته جلبوي او د ځوانۍ يوه مجموعه ده، ما فکر کوی هغه به زما سره مينه لري او زه به ورسره واده وکړم”.
images 2020 07 19t1934079058562557821762349. فاطمه ثنا: د شاهرخ خان واده زما لپاره قانون ماتونه وه!
همدارنګه فاطمه وايي زه چې د شاهرخ سره د فلم دشوټينګ پرمهال خبره سوم چې ده واده کړی،هغه داسي ښکارېدی لکه يو ډېر عالي ژوند چې لري،خو ما فکر وکړ چې زما د ميني قانون يې مات کړی، ډېر مې زړه تنګ وو او ښه ډېر مې وژړل،دومره چې تاسو يې فکر نسئ کولای.
دا وايي د قرنطين پر مهال مې د شاهرخ خان ډېر فلمونه وکتله او اکثره مرکې مې تعقيب کړلې چې ډېر څه مې ترې زده کړله.
دې تر دې وړاندې چې په ځوانۍ کې يې په ډاګانګل فلم کې د عامرخان سره تاثري رول ولوبوی،په ماشومتوب کې يې په چاچي ۴۲۰، او بړي دلوالې فلمونو کې هم کار کړی.
images 2020 07 19t1931046003712435674564015. فاطمه ثنا: د شاهرخ خان واده زما لپاره قانون ماتونه وه!
فاطمه اوس انتظار ده چې د لډو،سورج پې منګل بهاري او بهوت پوليس فلمونه يې رېلېز سي.