لیکنه: محمدصابر حمیدي
د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې ځوان لوبغاړی فضلحق فاروقي پرون چهارشنبه هند هیواد ته سفر وکړ، تر څو د هندوستان آی پي ایل سیالیو په راتلونکې پړاو کې د کینګز الیون پنجاب لوبډلې سره یوځای شي.
افغان کرکټ بورډ ویلي، چې ښاغلی فاروقي به د چینای سوپر کینګز لوبډلې سره د نیټ یا د جال توپ اچونکي (net bowler) په توګه یوځای شي.
Young Fast bowler @fazalhaqfarooq6 left to India where he is roped in as a net bowler by @ChennaiIPL for the upcoming season of @IPL ! pic.twitter.com/xwaVB71pfS
— Afghanistan Cricket Board (@ACBofficials) March 24, 2021
نوموړی تېر کال هم د هند په یاد غوره لیګ کې د کینګز الیون پنجاب لوبډلې سره د نیټ په برخه کي د توپ اچونکې دنده پر مخ وړله.
فضل حق فاروقي
فضل حق فاروقي د لومړي ځل لپاره په ملې لوبډلې که د روانې مارچ میاشتې په ۲۰مه نېټه ولوبېد، چې افغانستان د زیمبابې پر وړاندې د سریز درېیمه شل اوریزه لوبه ترسره کړه.
په هغه لوبه کې فضل حق فاروقي څلور اورونه وکړه، ۲۷ منډې یې ورکړې او د زیمبابې یوه ویکټه یې واخیستله.
د هند آی پي ایل څوارلسم پړاو
ټاکل شوې د هند آی پي ایل سیالیو څوارلسم پړاو د راتلونکې اپرېل میاشتنې په ۹مه نېټه پيل شي او د مې میاشتې تر ۳۰مې نېټې پوري به دوام وکړې.
ددې لیګ په لومړۍ لوبه کې ممبي انډینز او رویال چلینجرز بنګلور لوبډلې له یو بل سره مخ کیږي.