فراه‌ کې د هندواڼو حاصلات ۶۸۹ زره ټنو ته رسیږي؛ حکومت وايي، دا ځل به ترې خوسا نه شي

رنګین تجريدي ډیزاین

راپور: بشر درویش
د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وړاندوینه کړې، چې ددې ولایت د هندواڼو د حاصلاتو سږنۍ کچه ۶۸۹ زره او ۴۰۰ مټریک ټنو ته رسیږي.
ددې ریاست د چارواکو په خبره سږکال د فراه ولایت په ۱۹ زره او ۱۵۰ هکټاره ځمکه کې هندواڼې کرل شوي دي. د فراه ولایت پشت‌رود، خاک‌سفید، بالابلوک، بکوا، شیب‌کوه او پشت‌کوه ولسوالۍ او دغه راز ددې ولایت د مرکز اړونده کلي هغه سیمې دي، چې تر نورو سیمو دېر هندواڼې په کې کرل شوي دي.
د کرنې وزارت يوه خبرپاڼه کې ويلي؛ تېر کال په فراه ولایت کې ۱۸ زره او ۴۷ هکټاره هدواڼې کرل شوې وې، چې له دغو کروندو څخه ۶۵۰ زره او ۲۶۸ مټریک ټنه هندواڼې تولید شوې وه.
د فراه ولایت د کرنې رییس عبدالمنان متین وایي:

«ددې محصول د کروندو زیاتوالي او د څارنې پایلې ښیي، چې یاد محصول د تېر کال په پرتله ۰.۶ سلنه زیاتوالی لري.»

د فراه ولایت د کرنې رییس وایي، چې د هندواڼو د محصولاتو د خوساکېدو د مخنیوي او پر وخت پلور لپاره یې سږ کال ځانګړې تابیاوې نیول شوي دي.

د نه خوسا کیدو لپاره تدابیر

هغه وویل:

«د هندواڼو د کرکېلي ټولنه جوړول، د ارزونې کمېټه تعینول او د فصل د راټولولو په وخت کې پر وارداتي هندواڼو د مالیاتي تعرفو لوړول هغه تابیاوې دي، چې په روان کال کې د هندواڼو د خوساکېدو د مخنیوي په پار نیول شوي دي.»

باید وویل شي، چې تېر کال د فراه ولایت د هندواڼو یوه برخه د یوشمېر ستونزو له ډلې د بیې ټیټوالي له امله خوسا شوي ول.
خلکو او کروندګر تیر کال له سختو تاوانونو سره تر مخ کیدو وروسته پر حکومت تودې نیوکې وکړې چې لپاره یې بازار نه دی وربرابر کړی او له امله يې ددوی په سختیو د هندواڼو ترلاسه کړی حاصل خوسا او له بدو تاوانونو سره مخامخ شوي دي.
دا اندیښنه تر اوسه له خلکو سره شته، خو دا چې حکومت یې دا ځل د بيا نه تکرار ژمنه کړې, نو معلوم به شي چې په رښتيا هم د هندواڼو کروندګرو حاصلات تر کومه حده د کروندګرو هېلې پوره کولی شي.