فرامرز تمنا؛ هغه ولسمشریز نوماند چې طلاق شوې مېرمنه یې ورته سرخوږی دی

رنګین تجريدي ډیزاین

ډاکټر فرامرز تمنا د ولسمشرغني ترڅنګ یوازینی هغه ولسمشریز نوماند دی، چې د نوم لیکنې په ورځ یې خپله مېرمنه ( ارزو نورستانۍ) له ځان سره د ټاکنو خپلواک کمیسون ته بیولې وه.
تمنا، چې په سیاست کې دوکتورا لري او له دې کار سره یې د خپلې شدیدې روشنفکرۍ نماېش وړاندې کړ؛ له دغه کار سره هغو خلکو وستایه، چې په شخصي ژوند یې ډېر نه وو خبر.
خو هغو کسانو، چې تمنا یې له پخوا پېژنده، پر ډاکټر تمنا یې له دې کبله توندې نیوکې وکړې، چې د ډاکټر حمیرا قادري (طلاقې کړې مېرمنې) ځای یې ولې ( ارزو نورستانۍ) ته ورکړ؟

فرامرز تمنا او د هغه اوسنۍ یعنې دویمه میرمن، ارزو نورستانۍ

د تمنا ژوند لیک
فرامرز تمنا څه باندې ۴۰ کاله مخکې په هرات کې زیږیدلی.
هغه په هندوستان او تهران کې د نړیوالو اړیکو او نړیوالو مطالعاتو دوه دوکتوراوې اخیستي.
تمنا ولسمشرۍ ته تر نوماندۍ مخکې د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو ریس او ترهغې وړاندې د یاد وزارت د ویاند مرستیال و.
د دې ترڅنګ هغه له ۱۰ کلونو راهیسې د مختلفو پوهنتونونو استاد پاتې شوی.
ډاکټرتمنا همدا شان د افغانستان په نوم د یوه پوهنتون ریس دی.
هغه خپل ټاکنیز ټیم ته د (تدبیر او پراختیا) نوم ورکړی او د پوهنتون دوه استادان یې ورته مرستیالان ټاکلي.
ټاکنیزې ژمنې
ډاکټر تمنا وایي لوی هدف یې په افغانستان کې د بهرنیانو د لاسپوڅو حکومتونو پای ته رسول دي.
هغه له تېرو سلو کلونو راهیسې ټول حکومتونه د اوسني په ګډون د پردیو ګټو خوندي کوونکي ګڼي.
د ده په وینا که یې واک ترلاسه کړ، پر افغانستان به د دوه تابعیته خلکو حکمراني پای ته ورسوي.
تمنا وایي اکاډمیک سړی دی او کولای شي په علمي او منطقي طرحو افغانستان له بحرانه وباسي.
ښاغلي تمنا ولسمشرۍ ته د نوم ثبتولو پرمهال خپله میرمن هم له ځانه سره کیښنولۍ وه

له حمیرا سره ګډ ژوند
فرامرز تمنا د فارسي ادبیاتو له یوې مطرحې څېرې ډاکټر حمیرا قادري سره واده کړی و.
حمیرا قادري په تهران کې دوکتورا اخیستې، د لنډو کیسو او کره کتنې په برخه کې مخکښه ښځه ده او یو شمېر اثار پکې لري.
هغه د کابل پوهنتون ترڅنګ له هېواده بهر په یو شمېر اکاډمیکو پوهنتونونو کې استاده پاتې شوې ده.
د ډاکټرانو دغې جوړې د ګډ ژوند ثمره( اولاد) هم درلود، خو زیات جزیات یې نشته.
دوی په ۲۰۱۴ کې له یو بله جلا او ګډ ژوند یې پای ته ورسوه.
د تمنا مخکینۍ میرمن، حمیره قادري

له ارزو سره ګډ ژوند
پر ډاکټر تمنا تور دی، چې د افغانستان پوهنتون د ریاست پر وخت پرخپلې محصلې ( ارزو نورستانۍ) مېن شوی.
ویل شوي، چې د تمنا مېرمنه همدا وخت په دې اړیکې خبریږي، اعتراض کوي او بالاخره خبره د دوی د ګډ ژوند پای ته رسیدو ته رسیږي.
ارزو نورستانۍ، چې اوس د فرامرز تمنا دویمه مېرمنه ده، یو اولاد لري.
هغه د دې ترڅنګ، چې د تمنا تر ریاست لاندې په افغانستان پوهنتون کې استاده ده، په بهرنیو چارو وزارت کې د دیپلوماتې په توګه کار کوي.
ارزو د ولسي جرګې د مخکینۍ غړې او د بشري حقونو کمیسون د کمیشنرې هوا علم نورستانۍ لور ده.
ټولنیزې رسنۍ او ناندرۍ
فرامرز تمنا به چې پخوا په ټولنیزو رسنیو کې ځینې موضوعات شریکول؛ مخالفینو به یې د خپلې طلاقې کړې مېرمنې د حقونو په نقض تورنوه.
هغه اوس خپله دویمه مېرمنه په رسنیزو مرکو کې خپل څنګ ته کینوي، خو بیا هم د خلکو له نیوکو نه خلاصیږي.
پر ده د نیوکو د شدت یو دلیل دا ګڼل کیږي، چې مخکینۍ ميرمنه یې ( حمیرا قادري) د یوې مطرحې لیکوالې په توګه ګڼ پلویان او مخاطبین لري او هغوی د حمیرا د غچ اخیستو لپاره فرامرز نقدوي.
حمیرا بیرته کابل ته راغلې
د ټاکنیزو منډو ترړو په را نیږدې کیدو سره ډاکټر حمیرا قادري له څو کلنۍ جلاوطنۍ وروسته بیرته کابل ته راغلې.
حمیرا څو ورځې مخکې د (راه مدنیت) په نوم د یوې ورځپاڼې د کتونکې ډلې د مشرې په توګه کار پیل کړ.
هغه، چې یوه مطرحه شاعره هم ده، له فرامرز څخه تر بېلیدو وروسته په یوه توند شعر کې ټول نارینه “سپي” ګڼلي او ویلي وو: دوی د ښځې وجود خوري، نور ورڅخه لیرې تښتي!
فرامرز تمنا د شخصي ژوند د ناندریو او کیسو په اړه یې څه نه دي ویلي.