ژباړه: بشر دروېش
لیکوالي د ډېرو کورنیو په دې نه خوښیږي او خپل اولادونه ترې لیرې ساتي، چې په وینا یې د رزق کومه وسیله نه ده.
هغوی چې په مسلکي لحاظ دغې برخې ته راغلي یانې زده کړې یې کړي، تصادفاً تر ډېره حده د نامسلکي او شوقي لیکوالو هومره نه دي ځلیدلي.
په دې لیکنه کې د نړۍ د هغو مشهورو لیکوالو د کار او کسب معلومات درکوو، چې ډېر شوق ترې مشهور لیکوال جوړ کړي:
جان استاینبک
دا مشهور لیکوال په ۱۹۰۲ کې زیږیدلی او تر ۱۹۶۸ پورې ژوندی و. هغه امریکایي و او په یوه درملتون کې یې کارکاوه.
پر درملتون سربېره ده په باغونو کې د مېوه ټولونې دنده هم ترسره کړې. اشتاین بک په ۱۹۶۲ کې د نوبل نړیواله ادبي جایزه وګټله.
«موږ او انسانان» د ده د ترټولو مشهور اثر نوم دی.
جرج اورول
دا بریتانوی لیکوال په ۱۹۰۳ کې زیږیدلی او تر ۱۹۵۰ پورې یې ژوند کړی.
دی د پولیسو مامور و. اورول په شلمه میلادي لسیزه کې د برتانوي سلطنت لپاره په هند کې د پولیسو ماموریت کاوه.
میخائیل بولگاکوف
میاخیل بولګاکوف په ۱۹۸۱ کې زیږیدلی او تر ۱۹۴۰ پورې یې ژوند کړی.
هغه روسی و او په طنزلیکنه کې یې خاص نوم درلود. نوموړي طبب لوستی او په ۱۹۱۹ کې د روسیې له پوځ سره هم د ډاکټر په توګه کار کړی و.
آنتوان دو سنت اگزوپری
دا فرانسوی لیکوال په ۱۹۰۰ کې زیږیدلی او تر۱۹۴۴ پورې یې ژوند کړی و.
دا مشهور لیکوال پیلوټ و او له هوایي ځواک سره یې دنده ترسره کوله.
ویلیام فاکنر
دغه امریکایي لیکوال په ۱۸۹۷ کې زیږیدلی او تر ۱۹۶۲ پورې یې عمر کړی.
فاکنر په ۱۹۵۰ کې د نوبل نړیواله جایزه او څو کاله وروسته یې د پولتیرز جایزه ترلاسه کړه.
د ده اصلي مسلک د ساختمان انجینري وه.
رابرت فراست
دا امریکایي لیکوال په ۱۸۷۴ کې زیږیدلی او تر ۱۹۶۳ یې عمر کړی.
دا مشهور لیکوال ورځپاڼه پلورونکی و، خو څو افتخاري دوکتوراوې یې هم ترلاسه کړې وې.
آلبر کامو
کامو فرانسوی لیکوال و. دی په ۱۹۱۳کې زیږیدلی او تر ۱۹۶۰ یې ژوند کړی.
نوموړي په کال ۱۹۵۷ نوبل ادبي جایزه وګټله.
دغه لیکوال اصلاً د فوټبال ګولپیکر یا ګول ساتونکی و.
فرانتس کافکا
کافکا د اتریش زوکړی و. هغه له ۱۸۸۳ څخه تر ۱۹۴۲پورې ژوند کړی.
دغه لیکوال د بیمې په یوه شرکت کې کارکاوه.
آگاتا کریستي
دا برتانوی لیکوال په ۱۸۹۰ کې زیږیدلی او تر ۱۹۷۶پورې ژوند کړی.
د ده جنایي کیسې خورا مشهورې او د پام وړ دي. دغه لیکوال په یوه روغتون کې دنده ترسره کوله.
جک لندن
دا مشهور امریکایي لیکوال په ۱۸۷۶ کې زیږیدلی او تر ۱۹۱۶ پورې ژوند کړی.
دغه لیکوال په ځوانۍ کې غلاوې کولې، چې له دې كبله محکوم شوی هم و.