
ژباړه او زیاتونه: بشر دروېش
په وروستیو کې د لویو او ګڼ مېشتو کورنیو پر ستونزو او زیانونو زیات بحثونه کیږي.
په دې کې شک نشته، چې لویې کورنۍ لوی سرخوږي هم لري، یانې غړي یې د یو بل مزاحم کیږي او ګډ وخت تېرول پرې غمیږي.
خو له دې سره داسې کورنۍ ښیګڼې هم لري.
دلته به یې ګټې او ښیګڼې درته بیان کړو. څو که د لویو او ګڼ مېشتو کورنیو غړي یاست، په ګټو مو هم خبراوسئ او ډېر مو له خپلو کورنیو زړونه ماړه نه شي:
د مسولیتونو وېش
په لویو کورنیو کې مسولیتونه وېشل شوي وي. دا کورنۍ د کوچنیو کورنیو برعکس تاسې نه مکلفوي، چې هرڅه پرخپله غاړه واخلئ او سرګردانه شئ.
په لویو کورنیو کې هرڅوک یو مسولیت اخلي او په دې ډول د غړو ګڼوالی کارونه او مسولیتونه اسانوي.
ډېر دوستان به لرئ
په کوچنیو کورنیو کې به تاسې د یوازیتوب احساس لرئ. خو لویې کورنۍ د ډېرو دوستانو چانس درکوي.
په لویو کورنیو کې ډېر خپل ـ خپلوان ستاسې دوستان کیدای شي.
ډېر ملاتړ به مو کیږي
په کوچنیو کورنیو کې به ستاسې ملاتړ کوونکي هم محدود وي، خو په لویو کورنیو کې کیسه برعکس ده.
ستاسې ګڼ خپلوان ستاسې ګڼ ملاتړي دي. هریو ستاسې ډېر لاسنیوی کولای شي او ستونزې مو درحلوي.
کارونه به چټک وي
په کوچنیو کورنیو کې کارونه د افرادو د کمښت او د مسولیتونو د زیاتوالي له مخې په ښه او چټک ډول مخته نه وړل کیږي، خو په لویو کورنیو کې کیدای شي کارونه په ښه او چټکه توګه ترسره شي.
رخصتۍ خوندورې وي
د کوچنیو کورنیو غړو ته د رخصتیو سرته رسول ستونزمن وي. دوی په اسانه رخصتۍ نه شي لنډولای، پکې تنګیږي او د یوازیتوب احساس کوي.
خو په لویو کورنیو کې داسې نه ده، تاسې په خوشالۍ او شور و زوږ خپلې رخصتۍ تمامولای شئ.
مړی ژوندی به مو په ښه ډول وي
مړی ژوندی په انساني ټولنه کې یوه حتمي مسئله ده. کوچنۍ کورنۍ دا خوښۍ او غمونه په اسانه نه شي کولای، خو په لویو کورنیو کې ګڼ کسان خوشالۍ ګڼوي او غمونه کموي.
زړښت به مو یوازې نه وي
په کوچنیو کورنیو کې د کورنۍ محدود غړي خپلو مشرانو او عمر خوړلو ته سمه رسیدګي نه شي کولای، خو په لویو کورنیو کې دا کار اسانه او ممکن دی.
که ستاسې کورنۍ لویه وي او هر غړی یې یو لازم وخت د کورنۍ مشرانو سره خبرو او د هغوی خدمت ته ځانګړی کړی، دوی د هغو کورنیو د مشرانو په پرتله ښه پالل کیږي او آرامه وي، چې د غړو شمېر یې كم او محدود وي.