لیکنه: بهار سمسور
تر نړیوال جام مخکې په انګلستان کې نړیوالې سپورت رسنۍ مایک او کیمره په لاس د لس واړه لوبډلو د هر لوبغاړي تر استوګنځای ځان رسوي؛ او غواړي چې ترې نوې خبرې خپلو مینوالو،کتونکو اوریدونکو، لوستونکو ته ورسوي.
انډیا ټایمز ورځپاڼې د پاکستاني پښتون پیلیز (اوپنر)چپ لاسي توپ وهونکي فخرزمان د تېر ۲۰۱۸ کال د نوموړي د ځلیدو خوږې خاطرې وریادې کړي دي او فخرزمان هم د انډیا ټایمز سره په خبرو کې دا هر څه ښکاره کړي دي؛ چې څنګه یو نو بال نوموړی په نړیواله کچه مشهور او وځلوه.
تېر ۲۰۱۸ کال چمپینز ټراپي ټورنمېنټ کې پاکستانۍ کریکټ لوبډلې چې یو څه ځوانه لوبډله هم وه،په بې ساري توګه خپل سیالان یو په بل پسې مات کړل او د خپل سرسخته سیال هند خلاف پای لوبه کې ولوبیدل.
په پای لوبه کې پاکستان د فخرزمان د سلیزې ۱۱۴ منډو پر مټ هند ته د ۳۳۸ منډو غټ هدف په سکوربورډ ولیکه چې د دې په ځواب کې هند په بشپړ ډول بې وسه و او د ۱۸۰ منډو په توپیر یې په پای لوبه کې ماتې ومنله.
د دغې لوبې غوره لوبغاړی فخرزمان و چې د سلیزې پر مټ یې هندوستان ته خپلې لوبډلې دا لوړ ۳۳۸ هدف ورکړی و.
فخرزمان انډیا ټایمز ته په خپله مرکه کې وایي؛د لوبې په ۴ اور کې جسټ پرهېټ بومرا زما خلاف ویکټ کیپر ته کېچ وباسه دا داسې وخت و،چې زه په دریو منډو ولاړ وم.
دا وخت لوبڅار د نو بال اشاره وکړه او بومرا رښتیا هم پښه اړولې وه، ما په همدې شپه خوب لیده چې زه سوځیدلی وم خو نو بال وي.
همداسې وشول خوب مې رښتیا شو او له دغه چانس وروسته ما لوبه پیل کړه؛ چې په ۱۰۶ توپونو مې ۱۱۲ منډې جوړې کړې چې ۱۴ څلوریزې او درې شپږیزې مې تر لاسه کړې.
له دغې لوبې مخکې ماته مور پلار ویلي و چې ته به په دغه مهمه لوبه کې ښه لوبې کوې.
دغه مهمه فاینل لوبه موږ وګټله او په دغه شپه زه ستوری شوم.
نړیوال ستوری او زما د شهرت لومړی ګام په بري سره یاد شو.
دا وخت فخر د خبرو پر وخت لږ خاموش(سایلېنټ) پاتې کیږی او بیا انډیا ټایمز ته وایي، زه خوشبخته وم،بیخي ډېر؛ دغې سلیزې ماته نړیوال شهرت راپه برخه کړ.
او زه به په نړیوال جام کې لا هم مخکې ځم.
۲۹ کلن پښتون فخرزمان د پاکستان لپاره ۳۶ یوه ورځینیو لوبو کې له ۵۱،۳۱ اوریج سره تېر کال تر ۱۶۰۰ پورته منډې تر لاسه کړې دي؛دی لومړنی پاکستانی لوبغاړی دی چې په یوه پاڼۍ (اننګز)کې غبرګې سلیزې وي؛چې نوموړي دا کار د زیمباوبې خلاف تر سره کړی دی.
فخرزمان په نړیوال جام کې له امام الحق سره (اوپنېنګ ) پیلیزې لوبې ته راځي چې په چپ لاس باندې توپ وهنه کوي؛دا چې په پیل کړي سفر کې فخرزمان ښه په ټچ کې نه دی او د افغانستان خلاف په تمریني لوبه کې هم ژر وسوځیده،شاید ده او روزونکي ته یې د اندیښنې وړ وي،خو که دا بریدګر لوبغاړی بېرته خپل فام ته راځي او د پاکستان لپاره د لوبې ښه پیل کوي؛نو بیا پاکستان خپلو سیالانو ته سرخوږی هم جوړولی شي،ځکه ښه پیل ښه پای هم لري.
پاکستان ته د زیاتره کریکټ څارونکو او مبصرینو سترګې هم ور اوړي او په خپلو تبصرو کې د پاکستانۍ لوبډلې د قوي نقطو ښودنه کوي او تمه ښایی چې په ۲۰۱۹ کال نړیوال پنځوس اوریز جام کې به پاکستان ښې لوبې تر سره کړي.