کووېډ ۱۹ قربانیانو لپاره فیسبوک د غم شریکۍ ښودلو په پاره “کيئر ” ایموجي وړاندې کړ.
د ټولنېزو اړېکو ښایسته ترین فلیټ فارم فیسبوک له طرفه د نړیوالي وبا کورونا وایرس په جریان کې د احساس همدردۍ یا غم شریکۍ ښودلو لپاره نوی “کئیر ” ایموجي وړاندې کړ.
د فیسبوک له طرفه نوې وړاندې شوې ایموجي د کورونا وایرس په موده کې هرې لیکنې، انځور او ویډیو ته د همدردۍ ښودلو په نیت ورکول کېږي، یعني ددې ایموجي مانا د همدردي احساس یا غم شریکي ښودل دي.
دا نوی کئیر ایموجي یوۀ له مسکا ډکه څېره دۀ، چې یو زړه یې پۀ لاسو کې تر خپلې سینې پورې جوښت نیولی دی.
له دې سره یو ځای د فیسبوک له طرفه یو پیغام هم خپور شوی، چې پکې یې لیکلي دي:
«د بېل اوسیدو باوجود هم، مونږ سره یو ځای یوو.»
د یادونې وړ ده، چې فیس بوک د نړیوالي وبا کووېډ۱۹ په هکله د جعلي معلوماتو او دروغجن افواهاتو په مخ نیوې کې هم جدي دی.