فیسبوک د کرونا په اړه د ټرمپ ویډیو ډیلیټ کړه

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د مجازي نړۍ تر ټولو لوی پادشاه فیسبوک د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه دروغجنه ویډیو  پاکه کړله، چې پکې ټرمپ دعوا کړي وه، چې د ماشومانو دفاعي سیستم د کرونا پر وړاندي پیاوړی دی.
فیس بوک ادارې ویلي دي، چې دا لمړی ځل دی چې موږ د یو ولسمشر خپور شوی پوسټ پاکوو.
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خپله اوونیزه وینا کې له کړو خبرو دفاع کړې ده، او ویلي یې دي، هدف یې دا وو چې ماشومان د لویانو په پرتله ژر د ښه صحت خاوندان کیږي .
هغه زیاته کړي ټول وګړي که په هر عمر کې وي ورته اړینه ده، چې احتیاطي تدابیر ونیسي.
د ټویټر لویې شبکې هم د ټرمپ ورته خبرې  پاکي کړي دي.
د یادونې وړ ده، چې څه موده مخکي ټویټر شبکې د ټرمپ پر زوی “جونیر ټرمپ” باندې هم د ١٢ ساعتونو د پاره بندیز لګولی وو.
“جونیر ټرمپ”په یو ټویټ کې “کلوریکین” ګولۍ چې اصل کې د ملریا د ناروغي پر ضد کاریږي د کرونا ناروغي لپاره علاج بللی وو.
د ده همدې ټویټ د ټویټر اداره په قهر کړه او د ده خبرې یې د ټویټر د قوانینو وبللې او د ناسمو معلوماتو خپرولو په تور یې د ده  ټویټر اکاونټ دولس ساعت بند کړ.
د امریکا ولسمشر اکثره وخت له رسنیو سره په جنجال کې وي. هغه هم پر رسنیو نیوکې کوي او ډیر کله توند شیان هم خپروي.