د فیسبوک کمپنۍ لومړني ۱۰ کارکوونکي؛ اوس چېرته دي، څه کوي؟

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ژباړه: صادق طارق
ټولنیزې رسنۍ او له هغې ډلې فیسبوک اوس د انسانانو د ژوند یوه نه بېلیدونکې برخه ده.
د دغې شبکې زور اوس دومره دی، چې د امریکا په شان هېوادونو د ولسمشریزو ټاکنو په ګټلو کې رول لري.
په افغانستان کې خو یې زور بیخي جوت دی؛ تر دې چې ځینې خلک اوسني حکومت ته د فیسبوکي حکومت نوم ورکوي.
خو فیسبوک له پيله داسې نه و؛ په ۲۰۱۴ کې د محصلینو یوه پوهنتوني پروژه وه.
په دغه کال مایک زاکربرگ او څو محصلینو ملګرو یې دغه شبکه د هاروارډ پوهنتون د محصلینو ترمنځ د یوې ارتباطي شبکې په توګه پيل کړه.
وروسته په ډېرې چټکۍ سره عمومي او نړیواله شوه.
فیسبوک د ۲۰۱۹ تر لومړیو درې میاشتو ۲.۳۸ میلیارده کاروونکي لرل.
دې کمپنۍ په لومړي وخت کې ۱۰ کارکوونکي لرل، اوس یې د کارکوونکو شمېر زیات او له حده وتی.
خو هغه لومړني کارکوونکي څوک وو، اوس چېرې دي او څه کوي؟
په دې مطلب کې به دوی وپېژنئ او له حاله به یې خبرشئ.
مارک زاکربرگ
زاکربرګ نو اوس ټوله نړۍ پېژني؛ هغه اوس د ټولنیزو رسنیو په پاچا مشهور دی، نړیوال میلیاردر دی او لږ خلک به وي، چې د ده له دغه مقام سره یې رخه رانه شي.
د ده په اړه ټول قانع دي، چې یو کم ساری ټیکنالوژیک مغز دی او نړۍ یې په اسانۍ سره نښلولې ده.
د ده په اړه د مثبتو قضاوتونو ترڅنګ دا تور ورباندې پورې دی، چې د امریکا د ۲۰۱۶ په ټاکنو کې یې خپله شبکه د ډونالډ ټرمپ په ګټه وکاروgه او د هغه په بریالیتوب کې یې ونډه واخیسته.
په دې تړاو نوموړی د امریکا سنا ته هم د ځواب ویلو لپاره احضار شوی و.
ادواردو ساورین
دا سړی د زوکربرګ ترڅنګ د فیسبوک دویم مهم کس او موسس و.
کیدای شي د ټولنیزو شبکو په اړه جوړ شوي مشهور فلم کې مو هم د هغه په اړه لیدلي او اوریدلي وي.
ویل شوي، چې د فیسبوک شبکې لومړنۍ مالي پانګونه هم ده وکړه، خو وروسته ده او زاکربرګ په مالي مسایلو سره وران او ساورین ورڅخه جلا شو.
په ۲۰۱۵ کې نوموړي وویل: له زاکربرګ سره زړه کې هیڅ کینه نه لرم.
ترهغه وروسته ده په دې اړه نه کومه مثبته او نه منفي خبره کړې ده.
ده د فیسبوک په لومړنۍ پروژه کې ۱۵زره ډالره پانګونه کړې وه، چې وروسته دا پیسې په میلیاردونو بدلې شوې.
ساورین برازیلی دی او د فیسبوک د پيل پر وخت په امریکا کې و.
دی د امریکا د سختو مالي قوانینو له کبله سینګاپور ته په تګ مجبور او هلته یې د بېمې او سوداګریزو چارو یو اسیایي ګروپ جوړ کړ.
داستین موسکوویتز
داستین د زاکربرګ له ترټولو نیږدې ملګرو څخه دی. دوی تقریباً سره همزولي دي، ځکه زاکربرګ یوازې ۸ ورځې له داستین څخه مشر دی.
دوی دواړه د زده کړو پر وخت اتاقیان وو، چې همدا نیږدې والی یې په یوه پروژه کې د شاملیدو سبب شو.
داستین له سوداګرۍ سره دومره لېواله و، چې د فیسبوک کمپنۍ له پیل څخه لږ وخت وروسته یې د پوهنتون زده کړې د کمپنۍ د یوه لوی مدیریت لپاره پریښودې.
دی نیږدې ۴ کاله د فیسبوک اجرایوي مدیر و، تردې چې په ۲۰۰۸ کې یې له فیسبوک څخه د لار بېلولو فکر وکړ.
فیسبوک سره تر مخه ښې وروسته نوموړي د اسانا په نوم یو نړیوال شرکت جوړ کړ، چې سوداګرۍ یې ورسره ښه وده وکړه.
دی د سوداګرۍ ترڅنګ په خیریه چارو هم بوخت دی. مېرمنه یې هم د خیریه کارونو په برخه کې پوره مرسته ورسره کوي.
داستین له فیسبوک کمپنۍ څخه تر جلا کیدو وروسته تراوسه د دغې کمپنۍ په اړه کومه خاصه خبره نه ده کړې.
اندرو مک‌کالم
اندرو مک‌کالم هغه څوک دی، چې د فیسبوک د لوګو له جوړولو یې دغې کمپنۍ ته کار پيل کړ.
ده نه منله، چې غوره لوګو او طرحه به جوړه کړای شي، خو د زاکربرګ زیات ټینګار په نه زړه ورته مجبوره کړ.
البته هغه لوګو اوس پر فیسبوک نشته، که تاسې له پخوا نه فیسبوک کاروونکي یاست، هغه لوګو به مو لیدلې وي او درته په یاد به وي.
مک کالم هم د نورو ملګرو په شان یې د فیسبوک کمپنۍ په کامیابولو کې مهم رول درلود، خو وروسته د کار زیاتوالي اړ ویست، چې دا کمپنۍ پریږدي او خپلو درسونو ته دوام ورکړي.
ده د زده کړو له پای ته رسولو وروسته خپله یوه انلاین پروژه پيل او په کامیابۍ سره پکې بوخت شو.
کریس هیوز
د فیسبوک دا لومړنی کارکوونکی سیاست ته لاړ او ښه پکې وځلیده. دی که څه هم کم عمره او د شمالي کارولینا استوګن و، خو سیاست ورته ښه تمام شو.
کریس په ۲۰۰۸ کې د اوباما د ټاکنیز کمپاین په  تبلیغاتو کې بوخت او د ټولنیزو رسنیو له لارې اوباما ته زیاتې رایې وګټلې.
تر هغه وروسته اوباما ته نیږدې کس و او اوسه پورې د سیاست برخې سره سروکار لري.
شان پارکر
شان له فیسبوک کمپنۍ څخه مخکې هم د ډیجیټل نړۍ مشهور سړی و.
ده د نسپتر په نوم مشهوره او پرمخاطبه وېب پاڼه لرله.
شان څه موده د فیسبوک اجرایه مدیر هم و، خو له دې کبله چې کوکاین ورسره ونیول شو او بندي شو، له دغې کمپنۍ سره یې اړیکې ختمې شوې.
په ۲۰۱۰ کې یې بیا انلاین کارونه پيل او ښه پانګونه یې پکې وکړه.
په ۲۰۱۹ کې د ده شتمني تر ۲.۷ میلیارده ډالرو ورسیده.
شان په خیریه کارونو کې هم فعال دی، یو بنسټ یې ورته جوړ کړی او سرطان ځپلو سره مرستې کوي.
دی له فیسبوک سره عقده مند دی او تل وایي، چې فیسبوک ماشومانو ته نه جبرانیدونکي زیانونه لري.
جیمز پییِرا
د جیمز شخصیت ډېر مرموز او نا پېژندل شوی دی. د هغه په اړه په انټرنیټ کې ډېر څه نه پيدا کیږي.
هغه یو وخت د فیسبوک کمپنۍ په لومړنیو کارکوونکو کې اووم کارکوونکی و.
ده له ۲۰۰۴ څخه  تر ۲۰۰۷ پورې له دغې کمپنۍ سره کار وکړ، خو وروسته ورک شو او درک یې نه معلومیږي.
بیزنس اینسایدر څه موده مخکې ادعا وکړه، چې جیمز د یوه شرکت له فراري موسس سره همکاري کوله.
د جیمز معلومات نشته، چې چېرې دی، څه کوي او ژوند یط په څه وضعیت کې دی؟
تانر هالیچیوغلو
تانر د فیسبوک هغه لومړنی انجینر دی، چې د اطلاعاتي زېرمو برخه یې فعاله کړې ده.
هغه په ۲۰۰۹ کې له فیسبوک څخه دومره عاید ترلاسه کړی و، چې ځانته یې جلا کاروبار پرې پيل کړی شو.
هغه په سنډیګو کې ژوند کوي او له خیر رسونکو کسانو څخه دی.
ده د سنډیګو پوهنتون ته تر ۷۴ میلیونه ډالرو زیاته مرسته ورکړې او له دې کبله زیات محبوبیت لري.
اِزرا کالاهان
ازرا هغه څوک و، چې د زاکربرګ تر نظر وروسته یې د فیسبوک د کارکوونکو په ګومارنه کې نظر خورا مهم و.
دی له ۲۰۰۴ څخه تر ۲۰۱۰ پورې د فیسبوک کمپنۍ د داخلي اړیکو مدیر و.
هغه د دغه مدیریت ترڅنګ د محصولاتو مدیریت هم کاوه.
په فیسبوک کې د ښو عوایدو له ترلاسه کولو وروسته لاس انجلس ته لاړ او هلته یې په لمریزو سواحلو کې د هوټل لرلو صنعت ته مخه کړه.
مت کوهلر
مت د فیسبوک ترڅنګ په نورو ځلیدلو کمپنیو کې هم ښه کاري سابقه لري.
ویل شوي، چې فیسبوک له پخوا نه د ده د را خپلولو هڅه کوله، تر دې چې په ۲۰۰۸ کې یې ورسره کار ومانه.
دی له فیسبوک سره تر مخه ښې وروسته هم په ډیجیټل نړۍ کې فعال او مهم پاتې شو.
په ګڼو کمپنیو او برخو کې یې پانګونه وکړه او ښې ګټې په لاس ورغلې.
د هغه په اړه ویل شوي، چې هیڅ پانګونه یې بې ځایه نه ځي او داسې دی لکه علم غیب چې لري.