د سترګو په اړه څو مهم ټکي

سپینه تجريدي ډیزاین

سترګي په بدن کې یو له اساسي، دقیقه او تر ټولو مهمه څیز په بدن کې دی. په ورځ کې د سترګو څخه په هر ډول کار کې ورڅخه ګټه اخلو، که د سترګو څخه په غلط ډول او په هر ځای کې له حده ډېره ګټه واخلو نو په سترګو باندې منفي تاثیرات پرېښودای شي نو په همدې دلیل باید خپل د سترګو د دید په ډېرېدو او پیاوري کېدو په فکر کې اوسو تر څو خپل د سترګو دید له لاسه ورنکړو، که د سترګو دید مو ډېر هم وي باید لاندې تګ لاري ترسره کړو ترڅو تل مو سترګي روغي پاته شي.
ځیني تګ لاري دي چې سترګي مو پیاوري کوي.
۱)سترګي مو تغذیه کړئ: لکه څنګه چې د بدن نور غړي مو د کار د دوام لپاره هر څه ته ضرورت لري سترګي هم ورته اړتیا لري، لکه معدني مواد. او د سترګو د دید پیاوري کېدو لپاره هم تغذیه ته اړتیا ده او دا تغذیه د سابو او میوو په وسیله کېدای شي.
A,B,C ویټامینونه دا هر یو د سترګو ښه والي لپاره مهم رول لري چې ددوی ترڅنګ اوسپنه او روی هم دي چې د سترګو دید پیاوړی کوي، او دا معدني مواد په توت فرنګي، سابه،ماهیان او غوښو کې شتون لري.
انتي اکسیدان، بتاکارتون او لوتنین چې دا زموږ سترګي د لمر په وړاندي ساتنه یې کوي او دا انتي اکسیدان په سابه او آلو کې پیدا کیږي.
۲)سترګو ته مو ورزش ورکړئ: سترګي هم ورزش ته اړتیا لري او دا کار کله چې بیدېږئ، او کله چې د خوب نه پاڅېږی،او کله چې سترګي مو د سټړیا احساس کوي نو هغه وخت دا کار ترسره کړئ.
لومړی لس واري د دایرې په بڼه سترګي مو وڅرخوی او دا کار بیا د عکس په وړاندې تکرار کړی، بل لومړی خپل د لاس ورغوی ښه وموښئ چې د ګرمي کچه لوړه شي بیا یې د پټو سترګو په سر د لسو ثانیو لپاره وساتئ او دا کار پنځه واري تکرار کړئ،بټه ګوټه باندې تندۍ او د سترګولاندې وموښئ.
۳)سترګو ته مو آرامتیا وروبخښئ:چې دا کار یواځي د خوب په وسیله کولای شئ.
کله چې یو کار هم کوی بیا د درې یا پنځو دقیقو لپاره وتړئ، کله چې کمپیوټر او یا ټلویزیون ته ګورئ نو د آرامتیا لپاره د پنځو تر لسو دقیقو پوري یواري وټړئ.
۴)خپل سترګي تر پاملرني لاندې ونیسئ: که لږ هم فکر مو شي چې تر پخوا د سترګو لیدل مو توپیر کړی یا ضعیفه شوي نو ژړ د سترګو ډاکټر ته ورشئ، پرته له دلیله هم هر وخت سترګه مو تست کړئ.
۵)د عینکو یا لینز څخه ګټه واخلئ:او کله چې مطالعه کوی باید سم ځای کې وکړئ ترڅو لمر مو سترګو ته نه وي.
خپل سترګو ته مو په دې طریقو سره پام او درملنه وکړئ.