د ډیرې مینې بده پایله؛ مینه باید یو طرفه ونه اوسي

سپینه تجريدي ډیزاین

که چېرته يو څه مو سترګو ته ډېر نږدې کړو نو بالاخره هغه شى مو سترګو ته نه ښکاري. انسانان هم همداسې دي، که چېرې تل يې تر څنګ اوسو او ډېره مينه ورسره وکړو نو د دې لامل کېږي چې مونږ يې نور له سترګو ولوېږو.

د نړۍ په پيدا شويو اړيکو کې، د هرې اړيکې دا خاصيت دى، چې که تل احساسات ورته بيان کړو او دا ورته ښکاره کړو، چې څومره ډېره مينه ورسره لرو،نو د دې لامل کېږي چې زمونږ مينه او احساسات ورته تکرار او ستړې کوونکي شي.

په يوه اړيکه کې تل تاسې مينه مه کوئ، مينه وکړئ خو نورو ته هم د دې وخت ورکړئ، چې خپل احساسات او مينه تاسې ته ښکاره کړي.

دا په یاد ولرئ،که مينې ښکاره کوونکى کس يوازې په اړيکه کې تل يو نفر اوسي، نو پر دې پوه شئ، چې ستاسو اړيکه ناکامه اړيکه ده.

بهترینه او غوره اړیکه هغه ده چې یوه وړه فاصله مو په خپلو مینو کې وساتئ، نورو ته د دې وخت ورکړئ چې ستاسو په قدر پوه شي.

هېڅ کله په يو چا پسې ډېر مه نښلئ. چې تل هغه خپل څنګ کې وغواړئ او خپله ټوله انرژي مو د هغوى په مينه مصرف کړئ.

فاصلې هېڅ کله اړیکه له منځه نه وړي بلکې ددې سبب کېږي چې یو څوک تاسې له زړه نه وغواړي. البته دا فاصله باید دومره لرېتوب نه وی چې یو نفر ستاسو په نه شتون کې عادت شي. او دا فاصله باید خپګان هم ونه اوسي چې خدای مه کړه نورې ستونزې راولاړې کړي.

ښه چلند وکړئ، د یو بل زړونو لاسته راولو کې هېڅ ځنډ مه کوئ، خو هر څه په یو حد او چوکاټ کې ترسره کړئ. ددې لپاره نه چې ستاسو مینه کې غرور شتون ولري، بلکې د ده لپاره چې مخامخ کس ته مو د مینې ارزښت څرګند اوسي.