فوټبال؛ اسپانیا او ایټالیا هیوادونو نیمه پایلوبې ته لاره پيداکړه

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د اروپا فوټبال اتلولیو په کواټر پاینل لوبو کې تېره شپه اسپانیا د سویزرلینډ او ایټالیا بیا د بلجیم فوټبال لوبډلې پر وړاندې سیالي ترسره کړه، چې اسپانیا او ایټالیا خپلو سیالانو ته ماتې ورکړه او نیمه پایلوبې ته یې لاره پيداکړه.

 

د اسپانیا او سویزرلینډ لوبه

 

دا لوبه تېره شپه ۸:۳۰ بجې پيل شوه، چې پکې ۹۰ دقیقي یو ګول په مقابل کې د یو ګول په مساوي ډول پای ته ورسېده، چې وروسته ۳۰ دقیقې نور وخت ورکړل شو، چې په هغه کې ګولوهنه ونه شوه او لوبه پینالټیو ته ووته.

په پینالټیو کې اسپانیا فوټبال لوبډلې ۳ پر ۱ بریا خپله کړه.

 

https://youtu.be/-efOmUfHf7M

 

د ایټالیا او بلجیم لوبه

 

دا لوبه تېره شپه ۱۱:۳۰ بجې پيل شوه، چې پکې ایټالیا ۲ ګولونه پر ۱ بلجیم ته ماتې ورکړه.

د ایټالیا لپاره نیکولو باریول په ۳۱مه او لورینزو اینسیجاین په ۴۴مه دقیقه کې ګولونه ولګول، خو د بلجیم لپاره بیا رومیلو لوکاکو په ۴۵مه دقیقه کې د پینالټۍ په وسیله ګول ترسره کړ.

 

https://youtu.be/7bmNJv3NDmU

 

د نن شپې لوبې

 

 

ددې لیګ څلور لوبډلې نن لوبیږي، چې د درېیمې او څلورمي لوبډلې په توګه نیمه پایلوبې ته لاره پيداکړي.

نن شپه ۸:۳۰ بجې په لومړۍ لوبه کې د چک جمهوریت لوبډله د ډینمارک پر وړاندې په او په دویمه لوبه کې بیا نن ماخستن ۱۱:۳۰ بجې انګلستان د اُوکراین فوټبال لوبډلې پر وړاندې لوبیږي.

 

 

نیمه پایلوبې

 

تر ننیو لوبو وروسته ددې لیګ لومړۍ نیمه پایلوبه راتلونکې سې شنبه د اسپانیا او ایټالیا هیوادونو ترمنځ ترسره کیږي او دویمه نیمه پایلوبه بیا د نن شپې د دوو ګټونکو لوبډلو ترمنځ راتلونکې چهارشنبه ترسره کیږي.

له هغه وروسته به بیا اروپا فوټبال اتلولیو ټورنمنټ پایلوبه ترسره شي.

 

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.