د انګلستان او پاکستان ترمنځ شل اوریزه لړۍ مساوي پای ته ورسېده

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک
لیکنه: محمدصابر حمیدي

د انګلستان او پاکستان کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ تر ټیسټ سیالیو وروسته د دریو شل اوریزه سیالیو لړۍ ترسره شوه، چې یو ـ یو مساوي پای ته ورسېده.
د دې دوو هیوادونو ترمنځ لومړۍ شل اوریزه لوبه د باران له امله لغوه شوه، خو دویمه کوربه انګلستان او درېیمه بیا پرون ماخستن پاکستان وګټله.
یاران uncategorized 1475 د انګلستان او پاکستان ترمنځ شل اوریزه لړۍ مساوي پای ته ورسېده
په پرونۍ لوبه کې لومړی پاکستان توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو ۲۰ اورونو کي يې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره انګلستان ته د ۱۹۱ منډو هدف وټاکه.
د پاکستان لپاره محمدحافظ ۸۶ او حیدرعلي بیا ۵۴ منډې جوړې کړې.
یاران uncategorized 1474 د انګلستان او پاکستان ترمنځ شل اوریزه لړۍ مساوي پای ته ورسېده
کله چي انګلستانۍ لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو د لوبې په ټاکلو اورونو کې يې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۵ منډې جوړې کړې او په دې سره یې د پاکستان څخه په ۵ منډو ماته وخوړه.
انګلستان ته معین علي ۶۱ او بینټو بیا ۴۶ منډې جوړې کړې.
یاران uncategorized 1476 د انګلستان او پاکستان ترمنځ شل اوریزه لړۍ مساوي پای ته ورسېده
انګلستان او پاکستان لوبډلو تر دې مخکې د دریو ټیسټ سیالیو لړۍ ترسره کړه، چې هغه دوې د باران له امله لغوه سوې، خو یوه لوبه بیا انګلستان وګټله.