تمه وه، چې د انګلستان او افریقا ترمنځ له درې شل اوریزو لوبو وروسته د ډېسمبر په ۶ مه د تېرې یکشنبې په ورځ د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ پیل شوې وای؛ خو دغه لوبې د کرونا ویروس د وېرې له امله لغوه شوې.
د شل اوریزو لوبو لړۍ چې درې د صفر پر وړاندې انګلستان وګټله، لومړۍ لوبه یې د افریقا په کپټاون کې ترسره شوه او دوه نورې یې په بولانډ سیمه پارل لوبغالي کې ترسره شوې.
خو دا چې یو ورځنۍ لوبې هم همدغه پارل لوبغالي کې ترسره کېدې؛ بالاخره د کرونا ویروس له وېرې لغوه اعلان شوې.
د لوبو د لغوه کېدو په اړه دواړه کرکټ بورډونو سلاح کړې او د لوبغاړو د خوندیتوب لپاره یې لوبې تس نس کړې.
د انګلستان کرکټ لوبغاړو انتقاد
د انګلستان کرکټ لوبغاړو او رهبرۍ غړو ویلي چې په افریقا کې د تمریناتو لپاره اسانتیاوې برابرې نه وې.
د کرونا ویروس له امله د لوبو ډېر امکانات وځپل او کم شول، په همدې حال کې د افریقا کرکټ بورډ له اقتصادي بحران سره هم مخ شو او د کرکټ بورډ ډېری رهبرۍ غړو استعفاوې هم وکړې.
نو ښایي د مالي بحران له امله د افریقا کرکټ بورډ نه وي توانېدلی، چې ډېر تمریني پیچونه، کېمپ لپاره ځای او امکانات برابر کړي؛ نو په دې اساس د انګلستان کرکټ ډلې یې په اړه غبرګون ښودلی دی.
د انګلستان کرکټ لوبډلې دا لومړی ځل و، چې د ۲۰۲۰ کال په اوږدو کې یې سفر وکړ او دا سفر یې هم نیمګړی پای ته ورسېد.
د انګلستان نیمګړی؛ خو له لاسته راوړنو ډک سفر
د انګلستان کرکټ لوبډلې درې شل اوریزې لوبې وګټلې او دې چارې د انګلستان کرکټ لوبډله د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې د شل اوریزو لوبو په نوملړ کې په لومړي مقام ودروله.
بل پلو د پاکستان کرکټ لوبډلې ته هم د نیوزیلېنډ کرکټ بورډ وروسته له هغې د تمریناتو اجازه ورکړه، چې د ټولو لوبېدونکو لوبغاړو د کرونا پایلې یې منفي شوې او هغه کسان چې پایلې یې مثبتې وې له سکواډ څخه بهر شول.