
کېنېنګټن اوول لوبغالی
لومړی لوبغالی، چې د نړیوال جام پرانیست لوبه پرې د افریقا او انګلستان له خوا کېږي، هغه کېنېنګټن اوول لوبغالی دی، دا لوبغالی په لندن ښار کې موقیعت لري او د ۲۵ زره ننداره کوونکو د ځایدو وړتیا لري.
دا لوبغالی په ۱۸۴۵ م کال کې جوړ شوی دی.
ټرېنټ برایج لوبغالی
دا لوبغالی په نټېنګهم سیمه کې موقیعت لري، نوموړی لوبغالی د ۱۷ زره ننداره کوونکو ظرفیت لري، په ۱۸۴۱ کال کې جوړ شوی دی او په دې لوبغالي پاکستان او ویسټ انډیز د نړیوال جام په دوهمه لوبه کې د می په ۳۱ مه نېټه مخ کېږي.
سوفیا ګارډېنز یا کارډېف ویلز لوبغالی
دا لوبغالی په کارډېف سیمه کې موقیعت لري د ۱۵ زره او ۲۰۰ ننداره کوونکو ظرفیت لري، دا ګراونډ په ۱۸۵۴ کال کې تاسیس شوی دی، افغان لوبډله، له سریلانکا سره د جون په ۴ مه نېټه په دې لوبغالي کې مخ کېږي.
د رایور سایډ لوبغالی
The River Side Ground
دا لوبغالی په دورهم سیمه کې موقیعت لري، نوموړی لوبغالی په ۱۹۹۵ م کال کې جوړ شوی او د ۱۴ زره ننداره کوونکو د ځایدو وړتیا لري.
د جون په ۲۸ مه نېټه پرې سریلانکا او سهیلي افریقا لوبه کوي.
اولډ ټرافورډ لوبغالی
د انګلستان په مانچېسټر ښارکې موقیعت لري، په ۱۸۵۷ کال کې جوړ شوی، د ۲۴ زره او ۶۰۰ ننداره کوونکو وړتیا لري، دا لوبغالی د جون په ۱۶ مه او ۱۸ مه نېټه د دلچسپو لوبو کوربه دی، پاکستان او هندوستان په ۱۶ مه نېټه او افغانستان او انګلستان د جون په ۱۸ مه نېټه پرې لوبې کوي.
لارډز لوبغالی
لارډز لوبغالی د کرکټ د کور په نامه هم مشهور دی، کرکټ لوبې له دې ځایه سرچینه اخېستې، دا لوبغالی په ۱۸۱۴ م کال کې جوړ شوی دی، د ۲۸ زره او ۵۰۰ ننداره کوونکو وړتیا لري.
نوموړی لوبغالی په لندن ښار کې موقیعت لري.
هېډېنګلي لوبغالی
هېډینګلي لوبغالی په لیډز سیمه کې جوړ شوی دی، دا لوبغالی په ۱۸۹۰ کال کې تاسیس شوی او د ۱۸ زره ۳۵۰ کسانو د جذب ظرفیت لري.
د جون په ۲۹ مه نېټه پرې دوه سرسختې لوبډلې افغانستان او پاکستان لوبه لري.
همپشایر بوول لوبغالی
Hampshire Bowl Ground
دا لوبغالی د انګلستان په ساوتمټن سیمه کې ځای لري، ۲۰۰۱ کال کې جوړ شوی، د ۱۷ زره کسانو د ځایدو وړتیا لري.
افریقا او هند پرې د جون په ۵ مه نېټه لوبه کوي.
ایګ باسټن لوبغالی
دا لوبغالی د انګلستان برمېنګم سیمه کې موقیعت لري؛ په ۱۸۸۶ کال کې جوړشوی دی، د ۲۴ نیم زره کسانو د جذب وړتیا لري.
نیوزیلېنډ او سهیلي افریقا پرې د جون په ۱۹ مه نېټه لوبه کوي.
کاونټي ګراونډ (لوبغالی)
کاونټي لوبغالي د انګلستان په ټاونټن سیمه کې جوړ شوی دی، د تاسیس کال یې ۱۸۸۲ م دی، د ۸ زره کسانو د ځایدلو وړتیا لري او د جون په ۸ مه نېټه پرې افغان لوبډله، له نیوزیلېنډ سره مخ ده.
برېسټول کاونټي ګراونډ
د انګلستان په برېسټول سیمه کې موقیعت لري، په ۱۸۸۹ کال کې جوړ شوی دی او د ۱۱ زره کسانو د جذب وړتیا لري.
افغان لوبډله پرې د جون په لومړۍ نېټه له اسټرالیا سره بخت ازمایي.
دا ټول لوبغالي خورا شنه او سمسور دي؛ خو د اورښتونو له اټکلونو هم خالي نه دي.