د انګلستان او هند یو ورځنۍ لوبې پیلیږي

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د انګلستان کرکټ لوبډله له هندوستان سره د درې یو ورځنیو لوبو لپاره چمتووالی نیسي.

د یاد هېواد کرکټ بورډ د یو ورځنیو لوبو لوبډله اعلان کړې، چې جوفرا ارچر او جو روټ پکې نشته.

د انګلستان چټک توپ اچوونکی جوفرا ارچر له هندوستان سره د شل اوریزو لوبو جریان کې د څنګلې برخه کې ټپي شوی او لوبډلمشر اېوېن مورګن ویلي، چې هغه ارام او بیا جوړېدو ته اړتیا لري.

همدارنګه د لوبډلې د ټېسټ لوبو مشر جوروټ هم انګلستان ته تللی.

د انګلستان د یو ورځنیو لوبو لوبډله

اېوېن مورګن لوبډلمشر، معین علي، جونتن بېرسټو، سام بېلېنګز، جاس بټلر، سام کورن، ټام کورن، لیام لېوېنګ سټون، ماټ پارکېنسن، عادل رشید، جېسن رای، بېن سټوکس، ریس ټاپلي او مارک ووډ.

په بېک اپ یا چمتو لوبغاړو کې بیا جېک بال، کرېس جورډن او ډېوېډ مېلن اخیستل شوي دي.

ارچر به انګلستان ته ولاړ شي او هلته به د خپل ښي بازو یا څنګل علاج وکړي.

د انګلستان کرکټ بورډ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ارچر ښایي د آې پي اېل لومړۍ لوبې هم ونه کړي، ځکه ټپ یې رغېدلو ته اړتیا لري.

یاد کرکټ بورډ ویلي چې دوی به لوبغاړو سره په ګډه د تداوۍ لارې چارې بحث کړي.

د جوفرا ارچر پر ځای د انګلستان نوي لوبغاړي پارکېنسن ته وخت ورکړل شوی دی او هغه به د انګلستان لپاره نړیوالې لوبې پیل کړي.

د انګلستان او هندوستان لوبې

انګلستان، هندوستان سره د څلورو ټېسټ، پنځه شل اوریزو لوبو لړۍ د فبروري په ۵ مه نېټه پیل کړې وه.

د ټېسټ او شل اوریزو لوبو لړۍ هندوستان وګټلې او د راتلونکې سه شنبې په ورځ د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ پیلوي.

لومړۍ یو ورځنۍ لوبه په پونه ښار کې د مارچ په ۲۳ مه پېلیږي، دویمه یو ورځنۍ لوبه د مارچ په ۲۶ مه او وروستۍ هغه یې د مارچ په ۲۸ مه ترسره کېږي.

د انګلستان کرکټ لوبډله د یو ورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې لومړۍ ده او د هندوستان دویم ځای کې ده.

خو که هندوستان دا لوبې وګټي، په یو ورځنیو لوبو کې هم لومړی مقام اخلي او ټېسټ لوبو کې تر دې دمه په لومړي مقام کې ده.

په شل اوریزو لوبو کې هم د هندوستان کرکټ لوبډله دویم مقام کې ده او انګلستان لومړی ځای خپل کړی دی؛ خو ښایي د بیا ځل درجه بندۍ لړ کې هندوستان په شل اوریزو لوبو کې هم لومړی مقام خپل کړي.