له مینې زړه تورې غزال عنایت؛ په طلاق اخیستو ولې خوشاله ده؟

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د افغانستان مشهوره ښځینه سندرغاړې غزال عنایت، چې غږ او ښایست یې دواړه ګڼ مینه وال لري، په یوه تازه مرکه کې ومنله چې مخکې یې واده کړی و او بیا یې طلاق اخیستی.
په دې لیکنه کې به د غزال د شخصي ژوند د دغو معلوماتو ترڅنګ له نورو هغو خبرشئ.
له کاکتوس سره مرکه

غزال عنایت د تېر اختر په ورځو کې د یک ټلویزون له مشهورې تفریحي خپرونې ( کاکتوس) سره مېلمنه وه.
په دغه مرکه کې غزال عنایت په لومړي ځل ومنله، چې مخکې یې مېنتوب او واده دواړه کړي وو.
هغې د مېنتوب او واده په اړه یې نور جزیات ورنه کړل، خو دومره یې وویل چې اوس د مینې په نوم څه نه پېژني او باور نه پرې لري.
غزال عنایت دا هم وویل، چې واده یې کړی و، خو بیا د ژوند ملګري نه جلا شوه.
دغې سندرغاړې د مینې او ژوند ملګري یا د طلاق په اړه نور جزیات ورنه کړل.
دې پوښتنې ته په ځواب کې، چې د طلاق غوښتنه چا وکړه: همدومره یې وویل: دا غوښتنه ما کړې، ځکه اوس په یوازې ژوند کولو خوشاله یمه!

پیسې که شهرت ګټي؟
غزال عنایت وایي په سندرو کې یې خپله دا سندره ډېره خوښیږي:
من انتظار آمدنت تو نبودی یار
هغه ځان ۲۹ کلنه ګڼي او وایي په لغمان ولایت کې زیږیدلې ده.
د پیسو او شهرت ګټلو په انتخاب کې شهرت خوښوي او دلیل راوړي، چې شهرت پسې پیسې خپله راځي.
په تاجکستان کې ژوند

غزال عنایت وروستي درې کاله په تاجیکستان کې تېر کړي وو، چې په خبره یې د مینه والو خوا یې په دغه کار بده شوې ده.
هغه وایي: د خوابدۍ دلیل له تاجیکستاني سندرغاړي صدرالدین سره سندرې ویل نه، بلکې دا و چې هم به مې آرایش، هم د جامو ډیزاینونه، هم د سندرو کلیپونه او هر څه تاجیکستاني شوي وو.
غزال نه که افغان مینه وال خوابدي شوي وو، خو تاجیکستانیان ورنه خوشاله وو.
هلته د ژوند پر وخت یې دومره شهرت ګټلی و، چې ان د تاجیکستان ولسمشر امام علي رحمان اوریده او د خوښې سندرغاړې یې ګڼلې وه.
که هنرمنده نه وای؟
غزال عنایت د دې پوښتنې په ځواب کې چې که هنرمنده نه وای، څه به یې کول، وویل: ما په کابل کې تر جګړو مخکې د دري ادبیاتو څانګه لږه لوستې، خو نوره رانه پاتې شوه.
هغه وایي اوس په کاناډا کې ژوند کوي او غواړي د دري ادبیاتو پرځای انګلیسي ادبیات ولولي.
غزال عنایت، چې څه موده په یک ټلویزون کې د هنري خپرونو مخته وړونکې وه، وایي که سندرغاړې نه وای، لېواله به وه، چې د تلویزون ویانده شوې وای، ځکه هم ورسره علاقه لري او هم یې استعداد ځان کې ویني.

د ولسمشر غني منتقده ده!
غزال عنایت په دغه خپرونه کې د یو شمېر سیاسي او هنري شخصیتونو په اړه نظر ورکولو ته وبلل شوه.
هغې د ولسمشر غني په اړه وویل: هیله ورڅخه لرم، چې ولس او غوښتنو ته یې ډېره پاملرنه وکړي.
په دې خبرې سره یې وښوده، چې دا هم د غني سیاسي منتقده ده.

د اریانا سعید په اړه یې هم نظر ښه نه و، ویل ورنه غواړي، چې د نورو عیبونو ته د پاملرنې پرځای خپلو عیبونو ته پاملرنه وکړي.
د ولسمشریز نوماند او ناندریز سیاستوال عبدالطیف پدرام په اړه د غزال عنایت ځواب حیرانونکی و، ویې ویل: نوم مې یې نه دی اوریدلی، نه یې پېژنم.
عطامحمد نور ته د غزال پيغام دا و، چې مزار کې دې پاتې شي، کنه راوتو سره به یې خپل پلویان له لاسه ورکړي.
د جنرال دوستم په اړه یې وویل: اوس چې راغلی، ښه ده چې له زړه نه کار وکړي.
د مشهورو سندرغاړو فرهاد دریا او امیرجان صبوري په اړه وایي، چې د دوی په انتخاب کې د فرهاد دریا هنر زیات خوښوي.
غزال او اسلامي سندرې
غزال عنایت وایي پر نورو نیوکه نه لري، چې ولې نعتونه او اسلامي سندرې وایي، خو دا خپله د داسې سندرو لېواله نه ده.
د غزال په وینا داسې سندرې ډېری سندرغاړي په دې موخه وایي، چې خپلو مینه والو ته ځانونه مسلمانان او دین پرسته وښيي.
خو دا وایي: د انسان او خدای تعالی رابطه مستقیمه ده، ریاکاري باید پکې ونه شي!
له دې سره غزال عنایت زیاتوي، چې تر هر څه ډېر له مرګه زیات وېریږي، ځکه چې زیاتې هیلې یې نېمګړې پاتې دي.
د کابل بانک تور لیست

غزال عنایت دا هم ومنله، چې مخکې یې کابل بانک کې دنده لرله او د بانک له بحراني کیدو وروسته د هغو کسانو په نوملړ کې وه، چې بهرني سفرونه یې منع شوي وو.
وایي دا عادي کارمنده وه او په دې ورنه پلټنې کیدې، چې ۳ زره ډالره معاش یې ولې اخیست؟
د غزال په وینا هغه ستونزه اوس حل شوې او دا ډاډه سفرونه کولای شي.
یادونه: د غزال عنایت د ژوند او هنر په اړه لا ډېر څه د یاران وېب پاڼې په دغه مخکیني مطلب کې لوستی شئ.
https://yaraan.com/old/ghazal-e%DB%8C777ya5t6/