هغه تېروتنې، چې په کاري چاپېریال کې یې کوئ

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ژباړه: عطا محمد میاخېل
موږ ټول ښایي په خپل کاري چاپېریال کې تېروتنې وکړو، خو د ځینو تېروتنو تکرار کولای شي، نه یوازې د خپلې دندې راتلونکې ته مو، بلکې ټول سیسټم او د نورو کارمندانو هڅو ته هم زیان واړوي. په دې شرایطو کې باید یوه لاره چاره پیدا کړئ، ترڅو د دې ستونزو له شر څخه خلاص شئ. که چېرې تاسو د خپلې دندې په اړه اندېښنه کوئ او نه غواړئ، چې په ډېرې آسانۍ سره یې له لاسه ورکړئ، لاندې مو، چې په کومو تېروتنو باندې رڼا اچولې، ترې ډډه وکړئ.
ډېر زیات مسؤولیتونه په غاړه اخلئ
ښایي تاسو د دې لپاره، چې خپل مدیر ته مو ځان ثابت کړئ، ډېر زیات مسؤولیتونه په غاړه واخلئ، خو پام مو وي، ځکه دا کار نه یوازې ستاسو د پرمختګ سبب نه ګرځي، بلکې په کار کې مو هم د تېروتنو احتمال ډېروي. کله چې تاسو څو مسؤولیتونه په غاړه اخلئ، نو تمرکز مو له لاسه ورکوئ، له دې پلوه کاري کیفیت مو راټیټېږي، نو له دې امله، دا تېروتنه مه کوئ او په ځان باندې د کارونو او مسؤولیتونو ګڼه ګوڼه مه جوړوئ. دا چې تاسو وکولای شئ، په هغه وخت کې څو کړنې یو ځای ترسره کړئ، نو ستاسو دا کار د ستاینې وړ دی، خو غوره ده، چې له خپلې خولې څخه ستره مړۍ را پورته نه کړئ، ځکه د دې احتمال تر سترګو کېږي، چې په خپل کار کې به تېروتنه وکړئ، نو خپلو پولو او بریدونو ته درنښت وکړئ او په کاري چاپېریال کې د خپل توان په کچه مسؤولیتونه ومنئ.
له پوښتنې کولو څخه تېښته کوئ
په ډاډ سره ویلی شم، چې تاسو د کار پرمهال، په ځانګړې توګه، که تازه کاري چاپېریال ته ننوتلي یاست، نو له ډېرو پوښتنو او ستونزو سره مخ کېږئ، چې باید په خوله یې راوړئ. که چېرې فکر کوئ، چې په پوښتنې کولو سره مو خپله پوهه او وړتیا تر پوښتنې لاندې راوستې ده، نو تېروتنه مو کړې ده. البته په دې کار کې هم افراط مه کوئ، ځکه په خپلو ډېرو پوښتنو سره نه یوازې نور ګنګسوئ، بلکې تمرکز یې هم له منځه وړئ، تر ټولو غوره کار دا دی، کله چې په ذهن کې مو کومه پوښتنه رامنځته شوه، د څو ثانیو لپاره، له ځان سره فکر وکړئ. آیا واقعاً د دې پوښتنې د ځواب لپاره هېڅ لاره نه لرئ؟ که چېر واقعاً ځواب مو منفي وي، نو غوره ده، چې له نورو څخه مرسته وغواړئ. په پوښتنې کولو سره، نه یوازې ستاسو ارزښت نه کمېږي، بلکې د دې سبب ګرځي، چې د خپل مدیر په وړاندې په کار کې جدي معلوم شئ.
له جدي او سر سختو کسانو څخه لرېوالی اختیاروئ
ښایي تاسو په دوستانه چاپېریال کې دا غوره وګڼئ، چې له جدي او سر سختو کسانو سره اړیکه ټینګه نه کړئ، خو په کاري چاپېریال کې نباید داسې وي، په حقیقت کې تاسو کولای شئ، له دا ډول کسانو سره د اړیکې په ټینګښت سره، له هغو څخه ډېر څه زده کړئ. د بېلګې په توګه: تاسو نباید یوازې له هغو کسانو سره په اړیکه کې واوسئ، کوم چې ستاسو په موقعیت کې دي، له هغو کارمندانو سره اړیکه ټینګول، چې بېلابېل تخصصونه لري یا حتا په لوړو مقامونو کې کار کوي، کولای شي، تاسو ته نوې آیډیاوې ( نظریې ) درکړي؛ له دې امله هغه خنډونه، چې خپلې شاوخوا ته مو جوړ کړي دي، له منځه یوسئ او له نویو افرادو سره په اړیکه کې واوسئ. په کاري چاپېریال کې همدا اړیکې، کولای شي، نوي فرصتونه ستاسو په واک کې درکړي.
د نورو په څېر جامې اغوندئ
ښایي تاسو هم د نورو ډېرو افرادو په څېر، د خپل کاري چاپېریال جامو ته ډېر زیات ارزښت ورنه کړئ، خو په دې باندې ځان پوه کړئ، چې په کاري چاپېریال کې ستاسو ډول او سټایل هم کولای شي، ډېر زیات اغېز وښندي. که څه هم نور په تاسو باندې د جامو له مخې قضاوت نه کوي، خو هغه جامې، چې تاسو یې په کاري چاپېریال کې اغوندئ، په نورو باندې ډېر، په ځانګړې توګه په مدیر باندې مو اغېزه کوي. هغه څه، چې تاسو باید ورته پام وکړئ، دا دي، چې هڅه وکړئ، له نورو څخه توپیر ولرئ. همدا توپیري اوسېدنه د دې سبب ګرځي، چې تاسو ته ډېر زیات پام وشي او د توجه په مرکز کې ځای ونیسئ، سر بېره پر دې، د خپل مدیر په ذهن کې دا تصور رامنځته کوئ، چې تاسو جزئیاتو ته ارزښت ورکوئ او په یو نه یو ډول کولای شئ، په خپل کار کې ځیرک او خلاق واوسئ.
هڅه کوئ، چې بشپړ واوسئ
هېڅوک بشپړ نه دی، نو له دې امله که تاسو د هغو کسانو له ډلې څخه یاست، چې خوښېږي مو په ټولو برخو کې بشپړ واوسئ، نو په دې باندې ځان پوه کړئ، چې غلطه لاره مو ټاکلې ده. ښایي هر فرد په خپل کار کې غلطي وکړي، دا چې تاسو له بریده زیات په ځان باندې فشار راوړئ، ترڅو ټولو ته یې ثابته کړئ، چې بې عیبه او بې نیمګړتیا یاست، نو دا یوه ستره تېروتنه ده. په دې اړه کارپوهانو وړاندیز کړی دی، دا چې هڅه ونه کړئ، کوم کار په غاړه واخلئ، وروسته مو ورسره مینه او لېوالتیا پیدا شي، د دې پرځای په هغه کار پسې شئ، له کوم سره، چې مینه لرئ. د دې پرځای هڅه وکړئ، چې په ټولو برخو کې ځان ښه ښکاره کړئ، یو مسلک وټاکئ او هڅه وکړئ، چې پکې وځلېږئ.
په کاري چاپېریال کې په خپل ارزښت باندې پوهېږئ
تاسو د خپل شرکت لپاره څه ارزښت لرئ؟ په رښتیا شتون مو په یوه ټولګه او یا یوه ټولنه کې څه اغېز لري؟ که تاسو د دې پوښتنو په ځواب باندې پوه شئ، نو په ډاډ سره ویلی شم، چې په خپل کار چاپېریال کې به ګټور ثابت شئ. په پیل کې د خپلو دندو په پاڼه باندې هغه کارونه ولیکئ، چې تاسو ته له نورو سره توپیر ورکوي. د هغو کارونو په اړه فکر وکړئ، چې کولای شي، تاسو اغېزمن ښکاره کړي. که په ټولنه کې مو خپل مقام او ارزښت پیدا کړئ، نه یوازې د ځان لپاره مو د پرمختګ لاره پرانیستې ده، بلکې کولای شئ، په اوږد مهال کې خپلې موخې پیدا او پر بنسټ یې پروګرام جوړ کړئ.
د خپلو کارونو لپاره هېڅ آیډیا ( نظریه ) نه لرئ
شرکتونه په هغو کارمندانو باندې میین دي، چې په خپل خلاقیت سره، نوې نظریې وړاندې کړي. که تاسو کېنئ او یوازې هغه کار ترسره کړئ، کوم چې رییس مو یې درسپاري، یا په بله وینا، که له ځانه هېڅ آیډیا ونه لرئ، نو د نورو له نظره، له یو روبوټ پرته بل څه نه یاست؛ له دې امله هڅه وکړئ، چې په خپل کار کې خلاق واوسئ او که چېرې ذهن ته مو کومه آیډیا راغله، نو هغه په ژبه راوړئ، البته باید د خپل کاري چاپېریال شرایط په پام کې ونیسئ او په مناسب وخت کې یې مطرح کړئ. هڅه وکړئ، چې خپله انرژي لوړه وساتئ او په ځان باندې په ډېر باور سره کړنې ترسره کړئ. کله وخت ځان وننګوئ، د همدې ننګونو په مرسته کولای شئ، خپلې وړتیاوې وپېژنئ او په سمه توګه وده ورکړئ.