ژباړه: عطا محمد میاخېل
په عاطفي اړیکه کې شک طبیعي دی، ښایي هر فرد د خپل ژوند په شریک باندې شک وکړي، خو که چېرې دا شک کنټرول نه شي، نو کولای شي، له ځانه سره بدې پایلې ولري.
که ستاسو شک د کینې یا په ځان باندې د نه باور له امله وي، نو باید د دې کمزوري ټکي د له منځه وړلو لپاره ځانته ډېر وخت په پام کې ونیسئ، خو که چېرې ستاسو شک د خپل ژوند په شریک باندې د نه باور له امله وي، نو له داسې یوې ستونزې سره مخامخ یاست، چې نباید په آسانۍ ترې تېر شئ، خو د عاطفي اړیکې تر ټولو دودیز شکونه کوم دي؟ د لا ډېرو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره، له یاران وېب پاڼې سره ملتیا وکړئ:
د خپل ژوند د شریک په رښتینولۍ باندې شک لرئ
که چېرې تاسو د خپل ژوند د شریک په رښتینولۍ باندې شک لرئ، نو دا شک ستاسو د اړیکې تېر یا د هغه اوسنیو چلندونو ته ور ګرځي. آیا د ژوند شریک مو په تېر کې تاسو ته دروغ ویلي دي؟ آیا د هغه چلندونه داسې دي، چې ستاسو زړه ته یې دا شک غورځولی دی؟ که چېرې دا اندېښنې په تاسو کې په پرله پسې توګه پیدا کېږي، نباید په ډېرې آسانۍ ترې تېر شئ. تاسو باید د خپل ژوند له شریک سره خبرې وکړئ، خو که چېرې هغه تاسو ته قناعت بښونکی ځواب درنه کړ او اندېښنې مو را کمې نه کړې، نو تاسو په حقه یاست او باید په رښتینولۍ باندې یې شک وکړئ.
په اړیکه کې په خپل خوندیتوب باندې شک کوئ
یو له هغو لاملونو څخه، چې د دې سبب ګرځي، تاسو په اوږد مهالې اړیکه کې پایښت ولرئ، په هغې اړیکه کې د خوندیتوب احساس دی. په حقیقت کې باید تاسو هم له جسمي پلوه او هم له اروایي پلوه، په خپله اړیکه کې د خوندیتوب احساس وکړئ. که چېرې د ژوند شریک مو په تاوتریخوالي، شور ماشور او غوسې سره، دا احساس له تاسو څخه اخلي، نو وخت یې را رسېدلی دی، چې خپلې اړیکې ته د پای ټکی کېږډئ. تاسو باید له یوازېتوب څخه د لرې والي او د خوندیتوب د رامنځته کېدو لپاره، یوې اړیکې ته داخل شئ، که چېرې ونه شئ کولای په دې اړه، په خپل مقابل لوري باندې تکیه وکړئ، نو ستاسو اړیکه د دوام ورکولو ارزښت نه لري.
په وفادارۍ باندې یې شک لرئ
خیانت یو له هغو مواردو څخه دی، چې هر څوک ترې وېره لري، خو که چېرې تاسو بې دلیله د خپل ژوند د شریک په وفادارۍ باندې شک لرئ، نو باید ریښه یې په خپل تېر کې پیدا کړئ، خو که چېرې د خپل دې احساس لپاره دلیل لرئ، د بېلګې په توګه خاوند مو په ځنډ سره کور ته راځي، یا دا چې تاسو ته په بېلابېلو مواردو کې دروغ وایي، نو باید په وفادارۍ باندې یې شک وکړئ.
په خپلې خوشالۍ باندې شک لرئ
هره اړیکه خپلې ځانګړې سختیانې، ستونزې او کړاوونه لري، حتا هغه جوړې، چې له یو بل سره ښه او خوشاله عاطفي اړیکه لري هم کله نا کله په خپل منځ کې لانجې او شخړې کوي، خو دا د دې سبب نه کېږي، چې هغوی په خپلې نېکمرغۍ او خوشالۍ باندې شک وکړي. که چېرې تاسو داسې احساس کوئ، چې په خپله اړیکه کې خوشاله نه یاست، یا دا چې لانجې مو په دې کچه دي، چې خوښي مو تر اغېزې لاندې راوستې ده، نو غوره ده، چې په خپله اړیکه باندې له سره کتنه وکړئ.
له لانجې وروسته، په خپله اړیکه باندې شک کوئ
په هره اړیکه کې لانجې شتون لري، حتا کولای شي، ستاسو د اړیکې له ښه والي سره هم مرسته وکړي، دا چې له هرې لانجې وروسته، په خپله اړیکه باندې او یا دا چې مناسبه ټاکنه مو کړې ده او که نه، شک وکړئ، په بشپړه توګه طبیعي خبره ده. ښایي تاسو په هرې لانجې سره داسې فکر وکړئ، چې اړیکه مو پای ته رسېدلې ده، یا دا چې هېڅکله به پخوانی صمیمیت ونه لرئ، خو په دې باندې ځان پوه کړئ، چې د دې لانجو ژوره، ستاسو د اندېښنو له ژورتیا سره تړاو نه لري؛ نو له دې امله، له لانجې وروسته په خپله اړیکه باندې شک مه کوئ او هغه د اړیکې یوه له طبیعي پېښو څخه وګڼئ، نه د جدایئ لامل.