راپور: نسیمه محمدي
متحده عربي امارات د شنبې ورځ د الکولو د مصرف په اړه د اسلامي قوانینود محدودیت، د ناموسي وژنو سزا او د نامحرمه نارینهوو او ښځینهوو د اوسېدلو اجازې څخه خبر ورکړ.
د فارس په حواله، متحده عربي اماراتو د اسرائیل سره د اړیکو د عادي کولو له تړون وروسته، د شرابو څښلو او د نارینهوو او ښځینهوو د ګډ اوسېدلو اسلامي قوانینو کې په یو لړ بدلونونو لاس پورې کړ.
د اسوشټیډپرس د راپور په حواله، اماراتو پرون د شنبې په ورځ د دغه هېواد په ځینو اسلامي قوانینو کې د بدلون خبر ورکړ، چې پر اساس هغه جوړې چې ودونه یې نه وي کړي، د یو ځای اوسېدلو اجازه لري، د الکولو د شرابو څښلو اړوند محدودیتونه او ناموسي وژنې، جرم ګڼل کېږي.
دا خبرپاڼه ادعا کوي: د شخصي آزادیو پیاوړي کول د دغه هېواد د څېرې د بدلون ښکاروندوی دی؛ هغه هېواد چې هڅه کوي، چې ځان غربي شوی او د سیلانیانو لپاره یوه چمتو وښيي.
د اماراتو رسمي خبرپاڼه، په خپل راپور کې د قوانینو د بدلون په اړه مدعي شوه، چې دا اقدام په عربي اماراتو کې د اصولو د نرمولو او د ټینګښت په خاطر دي.
اسوشتید پرس په خپل راپور کې لیکلي دي:
د اماراتو بیانیه د امریکا په منځګريتوب، د اماراتو او اسرائیلو د اړیکو د عادي کولو تر تړون وروسته، تمه کېږي چې دا توافق اماراتو ته د اسرائیلي سیلانیانو د ورتګ او د پانګېاچونې سبب شي.
د شرابو لپاره سزا او جریمې لرې کول، د ۲۱ کلونو لوړ عمر لرونکو ته د شرابو او الکولو اختیار کې ورکول د اعلان شویو بدلونونو څخه دي.
تر دې وړاندې، د شرابو کارول په ورزشي لوبغالو او خرڅول یې په سواحلو کې تر سره کېدل، خو لېږد رالېږ او لرلو یې قانوني مجوز ته اړتیا درلوده، خو د نویو قوانینو سره سم، اړوند کسان نور مجوز ته اړتیا نه لري. د نامحرمو د ګډ ژوند د قانون بدلون د دغه اعلان شویو قوانینو د محتویات څخه دي.
تر دې وړاندې، د ناواده شوې ښځې او سړي ګډ ژوند جرم وو. اماراتو همدارنګه د « د ښځو د حقونو څخه دفاع» په ګڼلو، پرېکړه کړې، چې د ناموسي قتلونو ملاتړ لغوه کوي.