کرونايي ماحول او اختر؛ د څو ولایتونو له رواجونو مو خبروو

رنګین تجريدي ډیزاین

د یوې میاشتې پرهیزګاري، عبادت او د تندي او لوږي ختمېدو سره د بلې ورځې پیل ته اختر وایي، چې اختر د ورور ګلوي نښه ده، د انسانانو جسمي او روحي غوښتنه پوره کوي، د یووالي پیغام راوړونکی دی.
لکه څنګه چې سږکال کوچنی اختر د کرونا ویروس د خپرېدو پر مهال راورسېد. او د ویروس له کبله له مخکنیو اخترونو څخه بېل دی او لمانځل یې هم په ولایتونو او هم په کابل کې کم‌رنګه کړي دي.
اخترونه زموږ د ولسونو یو لرغونی او مذهبي رسم او رواج دی چې د پیړیو راهیسي په خاصو او سیمه ییزو مراسمو سره لمانځل کیږي، د وخت او حالاتو سره سم د افغانستان په مختلفو سیمو کې د هرې سیمې د اوسېدونکو د دود او دستور سره سم لمانځل کیږي.
ځینې یې په یو ډول لمانځي ځینې یې په بل ډول لمانځي.مثلاً: کندهاریان چې د تاریخ په اوږدو کې د مېلو او ساعتیري لېوال پاته شوي، اختر ورځو ته ډېر خوشحاله وي. د اختر ورځو ته به یې مخکې له مخکې چمتوالی نیوه. ځکه کندهار کې تل نارینه سره یوځای کیږي او د شپې ورځې بانډار جوړوي. او ډېري وګړي یې د خاکریز ولسوالۍ ته د شاه اغا زیارت په جوړو مېلو کې ګډون کوي یا هم ارغنداب یا بابا صاحب زیارت ته ځي.
ماشومان هم په دې ورځ کې خپلې نوې جامې اغوندي او د شپې یې نکریزي هم کړي وي ځکه خپل جامو او نکریزو ته ډېر خوشحاله وي. او د اختر په اوله ورځ کوچنۍ انجونې او هلوکان یو ځای کیږي په ګډه ګاونډیانو کورونه ته اختر مبارکۍ ته ځي. د مشرانو لاسونه مچوي او مشران ورته اختر مبارکۍ کې خواږه توکي او نوي پیسې ورکوي.
ډېری وخت په ځینو ولسوالیو کې ولسي موسیقۍ او دودیزي لوبو چمتوالی هم نیسي، چې په دې مېلو کې ان د سویلي پښتونخوا د چمن، کوټ، کچلاک، پښین او د نورو پښتنو سیمو خلک ګډون پکي کوي.
د اختر په اوله ورځ نارینه د خپلو ماشومانو سره مبارکۍ ته خپلو خپلوانو کره ځي خو ښځي نه ځي وروسته له دې چې دوی راشي بیا د ښځو وار رارسیږي.
همدارنګه په ننګرهار کې هم اخترونو ته خلک ځانګړې پاملرنه لري. د اخترونو رارسېدو سره خلک ځانګړې تیاریانې نیسي، نوي جامې، رنګارنګ وچي او تازه مېوې دا هغه څه دي چې د ننګرهار ولسونه یې د اختر په ورځو شپو کې ترسره کوي.
کله چې اعلان وشي چې سبا اختر دی نو د کلي ځوانان او ماشومان بیرون راوځي او اورجنګیاني او ډول ډول لوبي ترسره کوي.
سهار بیا لومړۍ مسجد ته ځي د اختر لمونځ لپاره له هغه وروسته همالته مسجد کې مبارکیانې ورکوي. د کور ته راستنېدو وروسته ټوله لوی او واړه په ګډه د کلي په مهمانخانه یا حجره کې سره راټولیږي. او په ګډه سره تیار شوي خواړه لکه وریجي، غوښه، چپس خوړي. او بیا هر ډول په انفرادي ډول هر ځای مبارکي ته ورځي.

وچه میوه؛ افغانستان کې د اخترونو پرمهال وچه میوه ډیره کاریږي

ښځي او پیغلي د اختر په شپه لاسونه سره کوي. هغه انجوني چې نامزادي وي خپل خسرګنی له لوري ورته د اختر په مناسبت اختری وړل کیږي. او ځلمي هلوکان خپل ملګرو سره د مېلو ځایونو ته ځي او هلته خپلې دودیزي لوبي ترسره کوي لکه خوسئ کول، تیږه یا ګټ ویشتل، ټوپ ډنډه او یا هم کرکیټ کوي.
په ځینو کورونو کې چې د اختر نه مخکې مړي شوي وي نو په سهار کې ښځې په ګډه سره هدېرې ته ځي او هلته مړي ته دعا کوي، او له غرمې وروسته نوموړي کور ته خلک غمشریکي ته ورځي.
د اختر په دوهمه او دریمه ورځ د کلي انجونې سره راټولیږي او دودیزي لوبې لکه د غوزانو یا چهار مغزو لوبه او د جنګت په نوم دودیزه لوبه ترسره کوي.
په مزار او شبرغان کې هم همداسې لمانځل کیږي یوازې شبرغان کې په لوبو کې توپیر وي چې د مبارکۍ وروسته هلته مرغ جنګي او د هګیو جنګېدل ډېر دود دي او د اختر په سهار کې ډېري وګړي یې چې پاچه ورته وایي هغه خوري او بودنه جنګي کوي. په مزار کې ډېر وګري د لمونځ لپاره روضه شریف ته ځي او له هغه وروسته یو ځای د دشت په نامه چې ډېري وګړي مېلې لپاره ځي.
خو د سږکال اختر تر هر اختر توپیر لري نه یواځي په کابل کې په ولایتونو کې هم. ځکه دې کرونا د ټولو خلکو په ژوند اقتصادي او روغتیایي اغېزه کړې.
که د چا صحت ښه نه وي یا هم پیسې ونه لري نو اختر به ځنګه ولمانځي؟ ډېری وګري اختر نه لمانځي ځکه دې اختر کې هغه د پخوا اختر خوند نشته ډېري ناروغ دي ډېر خلک د غم په ټغړ ناست دي نور يې هم اقتصادي ستونزي لري نورو اخترونو کې انجونو په شوق نکريزي او کالي کول، خو اوس هغسې نه دى یوازې هغه کسان یې لمانځي چې خپل صحت او د نورو صحت ورته ارزښت ونه لري.
ځکه اختر ته نیږدي په رسنیو کې ښکاره کول چې بازارونو کې څومره ګڼه ګونه وه او اختر لپاره چمتوالی نیول کیده. ځینې وګړي قرنطین مراعات کوي خو ځینې یې نه کوي. خو ټول خلک باید سږکال د اختر لمانځلو څخه ډډه وکړي. یو د بل کور ته باید لاړ نه شو ځکه یو نفر که کرونا نیولی وي ټوله خلک نیسي. نو موږ ته دا اړینه ده چې خپل د کورنۍ سره اختر ولمانځو او هیله ولرو چې دا ورځ به هم یوه ورځ ختمیږي بیا به هغه وخت خپلې خوشحالیانې د نورو سره شریک او ولمانځو.