راټولونه: مهمه هڅه
د مصر دولت غواړې چې تر پخوا زیات له لمرینې انرژۍ ګټه واخلي او د همدې هدف لپاره ددې هیواد په جنوب کې د نړۍ د ستر لمرین پارک د جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي.
ټاکل شوې ده چې راتلونکي ميلادي کال کې به د لمریزې انرژۍ د تولید دا لمرین پارک په کارپيل وکړي.
په 1913م کال کې امریکايي څیړونکي فرانګ شومن د لمرینې انرژۍ له لومړنیو دستګاوو څخه یوه یې د قاهرې په المعادي سيمه کې ولګوله او ویې ويل شمالي افريقابه په راتلونکي کې دلمرينې انرژۍ په تم ځاى بدله شي.
اوس داسې ښکاري چې د مصر دولت ژمن دی چې ددې امریکايي مخترع او څیړونکي وړاندوینې ته عملي شکل ورکړي.
په همدې خاطر د مصر د لمرینې انرژۍ د تولید په دې پارک انجنران او کارګران شپه او ورځ کار کوي. دا د نړۍ د لمرینې بريښنا تر ټولو لوی پارک ګڼل کیږي چې د بريښنا د تولید اندازه به یې 1650ميګاواټه سره برابره وي. د انرژۍ دا اندازه د یوې لویې اتومي بټۍ څخه تر لاسه کیدونکي انژژۍ سره برابره ده .
امریکا او هندوستان هم اعلان کړی چې د لمرینې انرژۍ د پیاوړو دستګاو د رامنځ ته کولو په مقدماتي پړاوونو کې دي.
ویل کیږي چې مصر د لمرینې انرژۍ د تولید لپاره په طبیعي توګه مناسب شرایط لري ځکه دا هیواد په لمرین کمربند پروت او د لمر څخه د انرژۍ د تولید لوړ توان لري.
دا مهال مصر په سلو کې لس بريښنا له لمرینې انرژۍ برابروي. خو ویل کیږي چې تر2022 کال پورې به دا اندازه په سلو کې شل او تر ۲۰۳۵ م کال پورې به ددې هیواد په سلو کې 37 مصرفي بريښنا له لمرینې انرژۍ څخه وي.
افغانستان هم د لمرینې انرژۍ د تولید لپاره مناسب شرایط لري او څیړونکي باور لري که دولتي او خصوصي سکتور د لمرینې انرژۍ په برخه کې پانګونه وکړي، په دې هیواد کې د بریښنا د کمي ستونزه تر ډیره هواریدای شي.