ژباړه: محمد عزيز پردېس
۱) ته دې نړۍ ته يوه ډالۍ يې. ته بې نظيره او بې سارې يې. ژوند دې کولی شې هغسې کړې چې غواړې يې. ورځې پيدا کړه او په شېبو کې ژوند وکړه.
۲) د ستونزو په پرتله دې لاسته راوړنو ته ارزښت ورکړه. هره ستونزه دې چې مخ ته راځي، په سړه سينه يې پر وړاندې مبارزه وکړه. ستا په وجود کې ډېر څه شته! درک او جرائت ولره او غښتلی واوسه.
۳) ځان دې مه محدودوه. ډېری خوبونه دې په انتطار دي چې واقعيت ومومي. کومې پرېکړې چې نيسې ډېرې مهمې دي او هغو ته بايد د چانس او بخت په سترګه ونه ګورې. خپل غوره ټکي پيدا کړه، موخې ته دې ځان ورسوه او وياړونه وزېږوه.
۴) له دې هېڅ بل بېکاره او بېهوده څه نه دي چې ژوند دې په تشويش تېر کړې. هرڅومره مو چې ځان په يوې ستونزه کې بوخت وساتئ، نو هغومره هغه ستونزه سخته کېږي. مسائل جدي مه نيسئ. ژوند دې په آرامښت سره تېر کړه، نه د افسوس او پښېمانۍ سره.
۵) کله کله ناکله احساس کوې چې همغږی او هماهنګه نه يې، نو د يوه بهير او يا ټولنې سره يوځای شه. خپله د دننه غږ غلی مه پرېږده او وايې وره. د خپل وجود او ذهن غږ سره دې مل شه.