ژباړه: عایشه حیدري
ام په نړۍ کې د ډېرو خلکو د خوښې وړ مېوه ده، دغه مېوه چې په ټولیز ډول په ګرمو سیمو کې موندل کېږي، په ټوله نړۍ کې خوښوونکي لري، خو دا چې څه ډول امونه د خوراک لپاره مناسب دي او څه ډول امونه باید و پېرل شي نو ډېر خلک په دې نه پوهېږي چې څه ډول امونه وپیري.
همدارنګه د ام خوراک هم خورا ستونزمن کار دی، ځینې خلک کله چې ام خوري خپل لاسونه، مخ او ان خپلې جامې ناولې کوي.
په دې لیکنه کې تاسو ته د دې په اړه مالومات درکوو چې څه ډول امونه وپېرئ او په کومو لارو یې وخورئ.
لومړی- کله چې غواړئ ام و پېرئ، لومړی دغې مېوې ته ښه ځیر شئ پام وکړئ چې صاف او یو ډول پوستکی ولري، که چېرې د دغې مېوې پر پوستکي سره، شنه او یا هم زېړ رنګونه شتون ولري کوم توپیر نه کوي، ځکه چې دا رنګونه د ام د خام والي نښې دي او که تاسو دغه ډول امونه د څو ورځو لپاره په خپل کور کې وساتئ دغه امونه پخېږي.
دوم- د اخیستلو پر مهال ام په لاس کې واخلئ او ټینګ یې کړئ، کله چې د ام پوستکی پوست (نرم) وو نو دغه ډول ام وپیرئ، ځکه چې دا ډول امونه ښه پاخه او خوندور وي.
تاسو کولای شئ وروسته له پېرلو څخه د دوو اونیو لپاره امونه په یخچال کې وساتئ، او که امونه مو خام وي او غواړئ چې پاخه شي نو ټول امونه په یوې کاغذي ټوټې کې واچوئ او په تودې خونه کې یې کېږدئ، د خونې حرارت او یا ګرمي د امونو د پخېدو لامل کېږي.
اوس د امونو د خوړلو د لارو چارو په اړه مالومات درکوو!
لومړی- د ام د خوړلو تر ټولو اسانه لاره دا ده چې لومړی له ام څخه پوستکی لېرې کړئ او بیا یې په چاقو ټوټې ټوټې کړئ او و یې خورئ، د ام دا ډول خوراک هم د ام ټولې ګټې په مستقیمه بڼه بدن ته رسوي او هم د دې لامل کېږي چې د ام د خوړلو پر مهال مو جامې، لاس او مخ پاک پاتې شي.
دوم- که غواړئ د وجود ګرمي مو له منځه لاړه شي نو د ام اوبه د لیمو د اوبو سره یو ځای کړئ او و یې خورئ، د ام دا ډول جوس ستاسو د بدن هر ډول ګرمي له منځه وړي او له تاسو سره مرسته کوي چې په ډېرې منظمې بڼې ام وخورئ او خوند ترې واخلئ.
درېيم- تاسو کولای شئ ام له شیدو او شاتو سره یو ځای کړئ او په سهارنۍ کې ترې ګټه واخلئ، د دې ترڅنګ چې دغه جوس غوره خوند لري، تر څنګ یې کولای شي ستاسو ورځنیو کړنو لپاره وړ کالوري انرژي هم برابره کړي.
حیرانونکې خبره خو لا داده چې د هند او مکسیکو وګړي ام له سرو مرچو او مالګې سره خوري، د دې سربېره په هند کې يو شمېر خلک ام له يو ډول خوراکي روب سره خوري چې له میګو کبانو څخه جوړ شوی دی او بګونګ نومېږي.
باید یادونه وکړو چې ځینې کسان د ام له پوستکي سره حساسیت لري او کله چې ام پوستوي نو په لاسونو یې يو ډول بخارونه را برسېره کېږي، دغه خلک کولای شي له هغو امونو څخه ګټه واخلئ چې نری پوستکی ولري او خواږه وي، ځکه خواږه امونه په هېڅ ډول د انسان له پوستکي سره حساسیت نه کوي.
هېر مو نه شي، که د ام د خوړلو مینوال یاست او په هغو موسمونو کې چې د ام وخت نه وي ام ته مو زره کېږي نو تاسو کولای شئ هغه وخت چې د ام موسم وي امونه ټوټې ټوټې او وچ یې کړئ او هغه مهال چې امونه نه موندل کېږي، وچ شوي امونه و خورئ.
تاسو کولای شئ ام د میوو په سلادونو کې وکاروئ، مربا او چکنۍ ورڅخه جوړه کړئ او همدارنګه په ډول ډول جوسونو کې یې وکاروئ او له خوړلو څخه یې خوند واخلئ.
دا یادونه هم اړینه ده چې هېڅکله په تشې معدې ام مه خورئ، ځکه چې دغه میوه اسیدي مواد لري، غوره دا ده چې وروسته له ډوډۍ وخوړل شي، ځکه چې دغه مواد د پروټين په هضم کې مرسته کوي، نو هڅه وکړئ چې ام له درنو خوړو وروسته وخورئ