د ځمکې اقلیمي وضعیت کېدای شي درې ملیونه کاله مخکینې حالت ته ستون شي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ژباړه/ شپنه سلګۍ
د یوې نوې څېړنې له مخې، د ځمکې د کورې د اوبو او هوا وضعیت کېدای شي په ۲۰۳۰ میلادي کال کې درې ملیونه کاله وړاندې د دې سیارې له اقلیمي شرایطو سره ورته شي.
په هغه سروې کې چې تېره دوشنبه د دسمبر په لسمه نېټه د امریکا د ملي علومو د اکاډمۍ ((PNAS په تخصصي اوونيزه کې راغلي دي چې په اقلیم کې د کاربونیک غازو د تولید د اوسنۍ کچې دوام سره، حتی ممکنه ده چې په ۲۱۵۰ میلادي کال کې د ځمکې د کورې د اوبو او هوا شرایط، د لومړنیو پستان لرونکو د بڼې خپلولو دوران یعنې ۵۰ ملیونه کاله پخوا ته ورسېږي.
د اقلیمي مسایلو کارپوه او د ویسکانستین پوهنتون استاد جک ويليامز، وايي؛

((موږ په ډېره کمه موده ډېر ستر بدلونونه رامنځته کوو.))

د ځمکې کورې؛ کابو درې ملیونه کاله مخکې د پلیوسن په دوره کې، له وچې آب و هوا سره یو تود او وچ دوران تجربه کاوه. په دې دوران کې شمالي او جنوبي امریکا دواړه لا هم د ځمکې له لارې سره وصل شوي نه وو. ګرینلند لا یخ وهلی نه و او د ازادو اوبو کچه له نن څخه ۱۸ متره لوړه وه. همدارنګه په دې دوران کې د ټولټال د ځمکې تودوخه د ۸ / ۱ او ۶ / ۳ ترمنځ سلسیوسه د نننۍ خاکي کورې له تودخې پورته وه.
جک ویلیامز د فرانسې خبري اژانس ته ويلي دي، له هغه ځایه چې طبیعي یخچالونه او یخ نیولي غرونه د اوبه کېدو لپاره ډېر زیات وخت ته اړتیا لري، ګرینلند [ د شنې ځمکې په معني] په روانه پېړۍ کې به شین نه پاتې کېږي. د دغه اقلیمي کارپوه په وينا، په هغه وخت کې د اقیانوسونو سطح به هم له ۱۸ متره پورته نه راځي.
په ورته وخت کې د ځمکې ژر تودینه به ځينې بڼې چې د ملیونونو کلونو په اوږدو کې خپلې نننۍ بڼې ته اوښتې دي، غافلګیره کړي.
د دې څېړنې همکار لیکوال ټینګار کوي چې په داسې شرایطو کې: (( ډېری طبیعي بڼې یا شکلونه به له منځه ولاړ شي.))