ژباړه: نسیمه محمدي
د خولې وچوالی یوه ناروغي ده. معمولا د خولې د لعاب د کموالي له وجې پيدا او پرې اخته شخص په سختۍ خبرې کوي او ممکن د ناسمې تغذیې لامل شي. د خولې وچوالی د عصبي ناروغیو، نارامیو، استرس او ژور خفګانونو ، د بدن د اوبو د کموالي او ځینو درملو د خوړو له امله وي.
د راپورونو پر اساس، ډېری لوړ عمر لرونکي د خولې وچوالي لري او دا د طبیعت برخه نده، ۱۰ سلنه وګړو کې د خولې وچوالی اغېز لري، چې په ښځینه وو کې نسبت نارینه ووته ډېر دی.
د خولې اوبه د خولې د لندې ساتلو، د غاښونو له رژېدو د مخنیوي او د خولې د زخمونو د رغېدو سره مرسته کوي او د باکتریاوو، ویروسونو او فنګسونو سره د خولې د مېکروبي کېدو څخه مخنیوی کوي. لعاب د خوړو له هضم سره مرسته کوي او د څکلو د حس، د ژولو او د خوړو په تېرولو کې مهم رول لري. همدا د خولې لعاب د خولې د وچېدو مخنیوی کوي.
دا ستونزه ممکن ناراموونکی اوسي، ځينې خلک د خولې د وچوالي احساس، په خوله کې د سوځېدو او یا د خوړو د خوړلو پر وخت د ستونې ستونزو ته متوجه شي. د ډېر وچوالي په صورت کې ممکن د خوړو د تېرولو ستونزې حتی د خفک کېدو سبب شي. له دې ناروغۍ
سره مخ وګړي شاید د خولې زخم، وچې او چاودلې شونډې، بد شکله ژبه ولري. کله چې د لعاب تولیدونکې غُدې ښه فعالیت ونکړي، لعاب نه تولیدېږي، چې د خولې د وچوالي لامل ګرځي.
د خولې د وچوالي نښې
د خولې وچوالې، د لعابي غُدو پېړوالی، د خولې د پوستکي شاوخوا د زخمونو او درزونو شتون، چاودلې شونډې، د خولې بد بوې، په خوړلو او خبرو کولو کې ستونزه، د ستوني درد، د خوند د حس بدلون، په خوله کې فنګسي مېکروبونه او د غاښونو سولېدل او د وریو شړېدل، د دې ناروغۍ ښکاره نښې دي.
د لعابي غُدو ناسم فعالیت لاملونه
له ۴۰۰ څخه زیات د درملو ډولونو کارول د دې غُدو د ترشح کموالي سبب ګرځي. د بېلګې په ډول د (ادرارو د بې اختبارۍ ضد درمل، آلرژي ضد درمل، ادرار ډېروونکي درمل، د التهاب ضد غېر استروئیدي درمل، د وبنې لوړ فشار او ژور خفګان ضد درمل ) اکثرا د خولې د وچوالي لامل ګرځي.
ځینې ناروغۍ لکه شکر، شوګرن سندروم ( د بدن د دفاعي پوښښ او اوښکو د کمښت ناروغي) د خولې د لعاب کچه کموي.
د سرطان ناروغۍ هم پر دې غُدو اغېز کوي.
کیمیاوي درملنه ممکن د غلیظ لعاب تولید لامل شي، چې له امله یې خوله وچه او سريښناکه کېږي.
درملنه
درملنه یې د علت پورې اړه لري. که د خولې وچوالی لرئ د عاښونو یا هم بل ډاکټر ته لاړ شئ. هغوی به د دې لامل پیدا او یا هم که د درملو له امله وي ، درمل بدل کړي یا یې هم ډوز تنظیم کړي.
که د خولې وچوالی لرئ غاښونه مو ښه وساتئ. د خولې لعاب د رژېدو څخه د غاښونو ساتنه کې مرسته کوي، خو د دې لعاب پرته ډېره شونتیا شته، چې د عاښونو په سولېدو او رژېدو اخته شئ.
له هر ځل ډوډۍ خوړو وروسته او د خوب پر وخت په خورا نرم برس یا مسواک غاښونه پاک کړئ. مسواک د ګرمو اوبو سره نرم کړئ.
د ژاولې ژول هم د لعابي غُدو د تحریک سره مرسته کوي. خو په ژاوله کې شته خوږه د غاښونو لپاره ښه نده.
د خولې د لعاب زیاتولو لپاره نور درمل لکه پیلوکارپین ( Salagen) او سویملین ( Evoxaac) مرسته کوي. د نفس تنګۍ لرونکي ناروغان باید د دې درملو له کارولو ډډه وکړي.
د خوږو او سريښناکه خوړو له خوړلو ډډه وکړئ، خو که مو وخوړل هم ، سمدلاسه غاښونه برس یا مسواک کړئ.
شاید د خولې د لوندوالي لپاره مصنوعي لعاب کارولو ته اړ شئ.
تنباکو یا الکول د خولې د وچوالي لامل کېږي.
تل فلوراید لرونکي غاښونو کریم وکاروئ.
د ورځې په جریان کې باید ډېری اوبه وڅښئ.
هر ورځ په منظم او آرامه توګه غاښونه نخ کړئ.
سرچینه: بیتونه