ژباړه: نسیمه محمدي
وړاندې له دې چې په سترګو لاس ووهئ، دا مطلب په خلاصو سترګو ولولئ. د سترګو د خُشکۍ او مېکروب په اړه په څه پوهېږئ؟
لاس ونیسئ! ولې دومره خپلې سترګې موښئ؟ آیا د سترګو سوي او خارښت احساس کوئ؟ سترګې مو سرې دي؟ هیله کوو دا نښه جدي وګڼئ! کېدای شي تاسې د سترګو خُشکي ولرئ. یا هم کېدای شي د سترګو دا ناروغي د ککړې هوا له امله پېښ شوي وي. نن په یاران کې د سترګو د خُشکۍ د درملنې په اړه درته وایو. له مونږ سره اوسئ.
د سترګو خُشکي څه شی ده؟
د سترګې په نامه د بدن یو حساس غړی! ولې زمونږ سترګې وچېږي؟ د سترګو خُشکي( Dry eye syndrome) یوه عامه ستونزه ده او هغه وخت پېښېږي، چې اوښکې د سترګو په لندو او غوړو ساتلو بریالۍ نه وي.
د سترګو د وچوالي په نوم سندروم! د دې سندروم له څرګنده نښو څخه د سترګو سوی او خارښت دی. کېدای شي تاسې د سترګو خُشکي په خاصو موقعیتونو کې تجربه کړئ، لکه په ډېره سړه الوتکه کې سفر لرئ، د بایسکل چلولو په مهال یا حتی دفتري کارمندان، چې د کمپیوتر مانیتور ته بې حده ځیر یئ.
د سترګو اوښکې، د سترګو سطحه د مېکروبونو څخه ساتي؛ که واضح ووایو، که چېرې ستاسې سترګې په کافي اندازه اوښکې ونه لري، نو ډېر ژر به په دې ناروغۍ اخته شئ او له دې بدتر دا چې که د دې ستونزې درملنه ونکړئ، د سترګو التهاب، د قرنیې د سطحې سولېدل، د قرنیې زخم او د لید ستونزې ترې ولاړېږي.
د سترګو د خُشکۍ نښې
لکه څرنګه چې مو وویل دا ستونزه کېدای شي د سترګو د التهاب او مېکروبي کېدو سره مله وي. په پای کې ممکن سترګې مو خارښت ولري، سرې شي او داسې نور…… نو دا نښې جدي وګڼئ:
- د سترګو د خارښت احساس
- سوی
- د سترګو سولېدل
- د سترګو د لید تتوالی، په خاص ډول د شپې د موټر چلولو پر مهال
- د سترګو ستړیا
که چېرې پورته یادې شوې نښې او علایم د اوږد مهال لپاره لرئ لکه د سترګو سوروالی، ستړیا یا د سترګو درد، نو حتما روغتیا پال ته لاړ شئ.
د سترګو د خُشکۍ لاملونه
- د سترګو د وچوالي یو لامل د اوښکو کمښت دی، ډېر لاملونه شتون لري، چې د سترګو اوښکې کموي:
زړښت، د عمر زیاتوالی او ناروغي: خاص روغتیایي شرایط لکه شکر، د مفصلونو التهابي کېدل، د تایراید غُدې ستونزې، ژور خفګان او …… د دې ناروغۍ لامل ګرځي.
- د وېټامین A کموالی
- د ژور خفګان او لوړ فشار ضد درمل
- ځوانکې او د پوستکي التهاب
- اومېندواري، هورموني ستونزې او زنانه ناروغۍ( Menopause)
د سترګو د خُشکۍ طبي حلللارې
شاید د لومړي ځل سترګو سوروالي، سوځېدل او سترګو خارښت وروسته د مصنوعي اوښکو پسې لاړ شئ تر څو وکولای شئ دا ناروغي مدیریت کړئ، خو غوره ده پوه شئ دا یواځنۍ حللاره نده.
بصري فعالیتونه د سترګو د استراحت سره
که د کتاب په لوستلو یا بصري کړنو لکه ټایپ کولو او د مانیتور صفحې ته ځیر یئ، مناسب واټن په پام کې ونیسئ. سترګوې مو د څو دقیقو لپاره پټې کړئ یا څو ځلې په تکراري توګه سترګې پټې او خلاصې کړئ، تر څو اوښکې په سم لوري هدایت شي.
نورې ګټورې لارې چارې
- د کمپیوټر صفحه د سترګو له سطحې باید ښکته وي.
- له سګرټ او دود څخه په کلکه ځان وساتئ.
- د مصنوعي اوښکو په پرلپسې او منظم ډول ګټه واخلئ.
- د ماشومانو په شامپو سره د سترګو وینځل.
- د ګرمو اوبو کامپرس( ټکور)
د سترګو د خُشکۍ کورنۍ درملنه
که چېرې ستاسې د سترګو مېکروب ډېر وي، یواځنۍ حللاره روغتیا پال ته ورتګ او د درملو کارول دي. مګر لږه خُشکي د درد سره، کم سوزش کولای شئ په کور کې هم کنترول کړئ؛ پام مو وي چې ومو ویل فقط کنترولای یې شئ! څرنګه چې سترګه یو حساس غړی دی او ژر زیان ویني، نو د درملنې لپاره حتما روغتیا پال ته ورشئ.
ګیاهي غوړي وکاروئ
د خالصو او عضوي غوړو، د کرچکو غوړي د هګزا پرته د قطره چکان په واسطه د هرې سترګې په بڼو کې د ورځې دوه ځله د سترګو د رطوبت او د سوروالي د کمېدو لپاره وکاروئ. همدارنګه کولای شئ یوه اندازه پنبه د ناریال په غوړو کې خیشته کړئ او د ۱۵ دقیقو لپاره په مستقیم ډول په بڼو کېږدئ.
د امېګا ۳ غوړ اسید
دا ډله په خوړو کې دغوړو غني اسیدونو امېګا ۳ غوړ دي، د دې موادو ښې سرچینې عبارت دي له: غوړ کبان، د کبانو غوړي، د کتان د دانو غوړ، د کونځلو دانې، بادام او غوزان… نو د دې خوړو څخه د سترګو د روغتیا لپاره ډېره ګټه واخلئ.
سترګک ووهئ؛ هم تفرېح او هم ورزش
په منظم ډول سترګک وهل شاید په ښکاره یو خندوونکی ورزش وي، مګر کولای شي په سترګو کې د اوښکو جریان ته ښه والی وبښي او لندې یې کړي؛همدارنګه اوښکې د سترګې شاوخوا ته وغځوي.
د آلوئه ورا ژل
د آلوئه ورا یوه پاڼه واخلئ او ځوښه یې وباسئ، دا ځوښه د یوې ټوټې پنبې پر مخ هوار کړئ او په آرامۍ سره یې په بڼو او سترګو تېر کړئ، حتما د سترګو شاوخوا د یخنۍ احساس وکړئ.
ګلاب
یوه اندازه پنبه د ګلابو په ځوښه کې خیشته او چې سترګې مو پټې وي ، کېږدئ. پرېږدئ دا محلول د ۱۰ دقیقو لپاره پاتې شي، دوه تر درې ځلي دا کړنه تکرار کړئ تر څو په خپله یې ښه اغېز ووینئ.
خپلې روغتیا ته مو پام وي، په دې ککړه هوا خصوصا د مني او ژمي په دې ورځو کې چې د ګازونو، اسیدونو، مېکروبونو حملې ستاسې سترګو ته ګواښونه دي. تل هڅه وکړئ سترګې او لاسونه مو ووینځئ تر څو مو سترګو ته کم ګواښ متوجه وي.