دا خبره خدایزده له څه سرچینه اخلي، خو خلک سره وایي چې د پاچا درې شرطونه ازمایم.
پخوانۍ پاچایۍ/پاچاهۍ اوس تر ډېره ختمې او ځای یې د ولسمشرۍ په نوم مقامونو نیولي.
افغان سیاستوال ډاکټر عبدالله عبدالله بیا د راتلونکي کال په ولسمشریزو ټاکنو کې په درېیم ځل د پاچایۍ لپاره ځان ازمایي.
د عبدالله ژوند لیک
ډاکټر عبدالله په ۱۳۳۸ لمریز کال، چې له۱۹۶۰میلادي کال سره سمون خوري، په کابل کې دنیا ته سترګې غړولي.
پلار یې “غلام محی الدین خان زمریانی” نومېږي چې د شاهي دولت د پارلمان په وروستۍ دوره کې د کندهار انتصابي وکیل و.
عبدالله، دوه کلن و چې پلار یې له کابله کندهار ته تبدیل شو. له همدې امله یې په کندهار کې ښوونځي ته لومړی ګام واخیست. لومړی ټولګی یې په هغه ولایت کې پای ته ورساوه. خو کله چې یې پلار بېرته له کندهاره کابل ته تبدیل شو، نو غازي محمد ایوب خان لومړني ښوونځي کې داخل او لومړنۍ دوره یې همالته پای ته ورسوله.
په ۱۳۵۵ کال کې له ” نادریي لېسې” څخه فارغ او د کانکور ازموینې په ورکولو سره یې کابل طبي پوهنځي ته لاره ومونده.
عبدالله د ۱۳۶۲ لمریز کال په ژمي کې له پوهنتون نه فارغ او د کابل په “نور روغتون” کې د څو میاشتینۍ علمي دورې له پای ته رسېدو وروسته د پاکستان په لور د کډوالۍ لاره ونیوه.
هغه د مجاهدینو له لیکو سره د یو ځای کېدو لپاره په ۱۳۶۴ کال کې پنجشېر ته ولاړ او د احمدشاه مسعود تر څنګ یې په جهاد کې ونډه واخیسته.
دی لومړی د مجاهدینو ډاکټر و، خو زر د احمد شاه مسعود سکرتریت ور له غاړې شو.
په ۱۳۷۱ کې د مجاهدینو په حکومت کې له مسعود سره په دفاع وزارت کې ویاند شو.
په ۱۳۷۵ کال کې چې طالبان حاکم او استاد رباني له شماله ځان د افغانستان ولسمشر باله، عبدالله یې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وټاکل وشو.
البته پر کابل د طالبانو د واکمنۍ باوجود ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې د رباني حکومت په رسمیت پېژانده.
عبدالله په ۱۳۷۷ کال کې د دغه ګرځنده حکومت د بهرنیو چارو وزارت پر غاړه واخیست.
د طالبانو له سقوط وروسته، د ۱۳۸۰ کال د وږي په ۳۱ مه، د بن د مذاکراتو پر اساس ډاکټر عبدالله د حامد کرزي په مشرۍ د موقتې ادارې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه وټاکل شو، چې دا دنده یې تر۱۳۸۵ پورې سرته ورسوله.
د ولسمشرۍ خوبونه
عبدالله په لومړي ځل په ۱۳۸۸(۲۰۰۹) کې ولسمشرۍ څوکۍ ته کاندید شو.
د ده ټاکنیز ټیم ( هیله او بدلون) نومیده او د وخت د ولسمشر او بیا ځلي نوماند حامد کرزي ترټولو سیال ټیم و.
د دغو ټاکنو پایلې ناندریزې شوې او عبدالله پکې د کرزي په پلوۍ د سترو درغلیو ادعا وکړه.
امریکا فشار راوړ، چې ټاکنې دویم پړاو ته لاړې شي، خو عبدالله له دې پړاوه تېر او وویل، چې پرټاکنو کمیسون د بې باورۍ له کبله د ټاکنو له دوامه لاس په سر کیږي.
ترهغې وروسته کرزي د بیا ځلي ولسمشر په توګه خپل کار وغځوه او عبدالله د ملي ایتلاف په نوم د حکومت اپوزیسیون رامنځته کړ.
په ۱۳۹۲(۲۰۱۴) کې عبدالله بیا ولسمشرۍ ته نوماند شو، چې په لومړي پړاو کې یې څه باندې ۴۶ سلنه رایه وګټله.
په دویم پړاو ټاکنو کې ډاکټر اشرف غني د څه باندې ۵۰ سلنه رایو په خپلولو سره ګټونکی اعلان شو، خو عبدالله یې توند مخالفت وکړ.
بالاخره د امریکا د بهرنیو چارو د وخت وزیر جان کیري مداخله وکړه او غني او عبدالله یې د ملي یووالي په نوم ګډ ایتلافي حکومت ته راضي کړل.
دا حکومت د اساسي قانون خلاف رامنځته شو، چې غني یې له ۵۰ سلنه واک سره ولسمشر او عبدالله له ۵۰ سلنه واک سره اجرایه ریس شو.
عبدالله اوس بیا ولسمشرۍ څوکۍ ته نوماند شوی، چې دا یې د درېیم شرط ازمایل دي.
د عبدالله شخصي ژوند
ډاکټر عبدالله واده کړی، درې لوڼې او یو زوی لري. هغه په دري، پښتو او انګلیسي ژبو روانې خبرې کولای شي او په عربي او فرانسوي ژبو هم تسلط لري.
وېل کیږي چې د هغه کورنۍ په هند کې اوسیږي.
د عبدالله په اړه قضاوتونه
ډاکټرعبدالله سره له دې چې د څوکۍ سخت شوقي ګڼل کیږي او له دې کبله د یوه جنجالي او ناکامۍ نه منونکي محصل ( ګل مرجان) نوم ور پورې شو، خو له دې سره بیا هم حوصله ناک او نرم مزاجه سیاستوال ګڼل کیږي.
عبدالله ته څو میاشتې مخکې خپل مخکیني سیاسي متحد ( عطامحمد نور) د رسنیو پر وړاندې توند او توهینونکي ګواښونه وکړل، خو ده یې په اړه یوه خبره هم ونه کړه.
عبدالله د پلویانو لخوا یې ملي شخصیت ګڼل کیږي، خو منتقدین یې د بهرنیو چارو وزارت او اجرایه ریاست کارونه د یوه قوم او یوې خاصې سیمې په ګټه ګڼي.
دا چې د پاچا درېیم شرط به دا سړی وګټي کنه، وروسته به معلومه شي.
خو څه چې معلوم دي دا ده، چې ممکن دا یې په وروستي ځل شرط ازمایل وي.