کابل ته د دوستم سفر؛ ولې له یونیم کلن ځنډ وروسته راستون شو؟

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

مارشال دوستم له شا او خوا یو نیم کلن ځنډ وروسته کابل ته راغلی او له مشرانو سره یې لیدنې او ملاقاتونه یې درلودلي دي.

هغه چې پرون په کابل کې ښکته کیده، د ملي پخلاینې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله او د ولسمشر غني سلاکار محمد محقق یې په هوايي ډګر کې هرکلی وکړ.

مارشال دوستم له اوږده ځنډه وروسته ولې کابل ته راغی؟

دوستم پرون کابل ته له راتګ سره یوه خبري کنفرانس چې ډاکټر عبدالله هم ورسره ګډون درلود، راښکاره شو او خبرې یې وکړې.

نوموړي ویلي ددې لپاره راغلی چې له ولسمشر اشرف غني سره وویني او سلا مشورې وکړې.

هغه پرون په خپلو خبرو کې زیاته کړې چې اوس لپاره باید ټول کوچني مسایل یو طرف ته کړي او په یووالي او اتفاق سره د سولې له پروسې سره مخته ولاړ شي.

نوموړي وویل:

«موږ ټولو په کلکه تصمیم نیولی چې له اوسني جمهوریت، سیستم، نظام دفاع وکړو.»

مارشال دوستم بهرنیو هیوادونو او په خاص ډول پاکستان ته د سیاسي مشرانو وروستیو تنها سفرونو ته هم اشاره وکړه. نوموړي وویل چې په یوازې یوازې ډول یو هیواد او بل هیواد ته د سیاسي مشرانو له تګ سره مخالف دی او باید داسې ونه شي.

هغه وايي له داسې سفرونو او تګلارو ښه تجربه نه لري، نو پر همدې اساس نه غواړي چې د اتفاق پرځای جلا جلا لارې خوښې کړي. د هغه په وینا که تیرې تجربې تکرار کړو، نو کندهار، کابل، پکتیا یا بل څه له لاسه نه ورکوو، بلکې جغرافیه له لاسه ورکوو، نو ځکه په وینا یې اړتیا ده چې داسې حالاتو ته سره یو شو.

مارشال عبدالرشید دوستم پس از دو سال وارد کابل شد - BBC News فارسی

دوستم وايي، کابل ته یې د سفر یوه موخه دا وه چې له ولسمشر غني سره وویني او ورته ووايي چې لاس بري یوو او که سوله هم ونه شي، نو چاته اجازه نه ورکوو چې بیا هر څه خراب کړي.

د ارګ او دوستم اړیکې

وروسته له هغه چې د سیاسي تفاهم له لارې ښاغلي دوستم ته د مارشالۍ رتبه ورکړل شوه، ښکاري چې د ارګ او د دوستم د ډلې ترمنځ اړیکې ښې شوې دي.

مارشال دوستم له دې سفر وړاندې هم په یو شمیر تلویزیوني مرکو کې وویل چې له ولسمشر غني سره ښه اړیکه لري، ترڅنګ یې ولاړ دی او په خوښه یې مخته ځي.

نوموړي له دې وړاندې دا هم ویلي ول چې ډیر کله غواړي له غني سره وویني خو زمینه ورته نه برابریږي چې څو ځانګړي ملاقاتونه ورسره وکړي.

له دې سره پرون د جنرال دوستم د راتګ سره سم د دولت عالي شورا هم خپله غونډه ترسره کړه. د ملي پخلاینې عالي شورا ویلي چې دې شورا کې ۲۰ تنه سیاسي مشرانو ګډون درلود او ارګ ویلي چې دوی دا کسان دعوت کړي دي.

د پخلاینې شورا ویلي چې ددې شورا هدف دا دی چې ولسمشر غني ته د سولې اړوند مسایلو په اړه سلا مشورې ورکړي.

 

 

 

 

 

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.