درونګر که بېرونګرا؛ کوم یو یې ښه، کوم یو یې ښه نه دی او د دوی ستونزي څه دي!

سپینه تجريدي ډیزاین

ژباړه: نوراحمد فضلي
یو له خورا جالبو تصادفاتو چي کله د جوړو په مورد رامنځ ته کېږي، د متضادو کسانو سره مخامخ کېدل او یو وبل ته جذبېدل دي. د تضاد او ټکر له دې قاعدې څخه یو هم د درونګرا او بیرونګرا جوړو سره یوځای کېدل دي. دا ډول کسان معمولاً داسي ځانګړني لري چي شونې ده د دوی له پاره هغه د: د ځمکي او آسمان ترمنځ توپير) مقوله وکاروو، خو بیا هم تصادف دی چي پېښېږي او ډېری جوړې د شخصیتي اختلافاتو سره سره، بیا هم یو د بل په څنګ کي ژوند کوي. آیا غواړئ چي ددې جوړو د ګډ ژوند د پایښت او ساتني په راز باندي پوه سئ؟ همدا مطلب درسره مرسته کولای سي!
د درونګرا او بیرونګرا اصطلاحات د لومړي ځل له پاره په کال ۱۹۲۱ کي د کارل ګوستاو یونګ له لوري وکارول سول. اوس ددې اصطلاحاتو معنا څه ده؟ د یوه فرد د درونګراتوب څخه د یونګ منظور دا وو چي درونګرا شخص تر ډېره تمایل لري چي پر خپلو نظرياتو تاکید وکړي او د خپل تفکر تابع وي.
دا ډول کسان معمولاً خپل احساسات او افکار تجزیه او تحلیلوي او په یوازيتوب کي د خپلي انرژۍ سرچینه ترلاسه کوي؛ په دې معنا چي د دوی حال ښه نه دی او داسي احساسوي چي د قوې تجدید ته اړتیا لري، یوازيتوب ورته د قوې د تجدید د سرچینې حکم لري. دوی کاملاً د درونګرا انسانانو برخلاف دي؛ هغوی همېشه مرتباً بهرنۍ دنیا ته راوځي او د ژوند د دوام انرژي د نورو انسانانو سره په یوځای واله کي ترلاسه کوي.
بیرونګرایان هم د نورو سره یوځای اوسېدو ته د داسي مسلې په سترګه چي یوازي و یوازي د هغوی د خاطر د رضایت سبب کېږي، نه ګوري؛ بلخوا د نورو شتون او حضور په بشپړه توګه ورته مهم دی او په یو ډول خپل شخصیت هغو افرادو ته په پاملرني سره چي د دوی پر شاوخوا دي، تعریفوي.
رسنۍ معمولاً درونګرا کسانو ته کمه توجه کوي او تر ډېره د بیرونګرا هغو مثبتو سببونو او بریالیتوبو ته توجو کوي. که بیا هم کومه تصویري رسنۍ وغواړي چي د یوه درونګرا فرد ژوند انځور کړي، معمولاً هغه په خورا غمجن، او ډېر منزوی بڼه ښکاره کوي، نه داسي یو څوک چي تحلیل ګر او ژور فکر کوونکی دی. اوس اوس د ارواپوهني د برخي څېړونکو ښودلې ده چي نه بیرونګرایان د درونګرایانو په پرتله بهتر دي او نه درونګرایان د بیرونګرایانو په نسبت بهتري لري. دا دواړي ډلي خپلي خاصي او په فرد پوري تړلي ځانګړتیاوي لري او په مناسبو شرایطو کي مناسب عملکرد هم لري.
کله چي یو وبل سره عاشقان کېږي
شونې ده تاسی به پر خپلي شاوخوا داسي جوړې ليدلې وي چي یو یې ډېر شرميندوک او بل یې خندروی او ټولنيز وي. شونې ده تاسي او ستاسي د ژوند ملګری/ملګرې هم ورته شخصیتونه درلودلي وي. تر هرڅه دمخه په دې پوه سئ چي ډېري جوړې د خپلو متفاوتو شخصیتونو په وجه یو وبل سره جذبوي او دا کومه نوې خبره نه ده.
تر دې چي ډېری په دې آند دي چي د یادو کسانو متفاوتي ځانګړني کولای سي د یوه وبل بشپړوونکي اوسي او د دوی د شخصیت په وده باندي تمام سي، خو په دې مابین کي ځیني حقيقتونه هم سته؛ هرکله چي جوړې په خپل مېنځ کي زیات شخصیتي اختلافات ولري، شوني دي داسي اختلافات یې هم په مېنځ کي پېښ سي چي سره ورته جوړې یې هم ډېر کم تجربه کوي.
ځکه نو دا دوهم ټکی په تاسي او ستاسي د ژوند ملګري په مهارت پوري اړه لري چي څنګه د خپلي اړیکي د پرمختګ له پاره له دې متفاوتو ځانګړنو څخه ګټه پورته کوئ.
کولای سئ بل ډول اوسئ؟
مخکي مو هم وويل چي برونګرا او درونګرا افراد یو پر باندي برتري نه لري. نو همدا لحظه یو بنسټیز و اساسي تصمیم ونیسئ او په خپلو ذهنو کي مو د( موږ بیرونګرایان) او (تاسي درونګرایان) عبارتونه له منځه یوسئ. همدا د زموږ و ستاسي آند کولای سي ستاسي او ستاسي د ژوند د ملګري ترمنځ واټن رامنځ ته کړي او په لاشعوري ډول تاسي د هغو کسانو په وړاندي چي د شخصیتي لحاظه ستاسي د ژوند ملګري/ملګرې ته ورته دي، راوپاروي. هرکله چي مو د زموږ و ستاسي واټن له منځه ختم کړ، اوس نو پر یوه خورا په زړه پوري رښتیا و حقيقت د پوهېدو وار دی؛ موږ یو هم ۱۰۰ په سلو کي بیرونګرا یا درونګرا نه يوو. هر څوک کولای سي چي په ژوند کي داسي وختونه تېر کړي چي کاملاً بې ( به یې) د عادي یا معمولي شخصيت خلاف عمل کړی وي.
یو وبل څه توپير سره لري؟
بیرونګرایان او درونګرایان سربېره پر هغو مواردو چي تر دې ځایه مو ولوستل، ځیني نور بنسټیز تفاوتونه هم لري. د بېلګي په ډول: هغه بیرونګرا کسان چي په ټولنه کي په (ټولنيز/اجتماعي) هغو سره پېژندل کېږي معمولاً د خبرو کولو سره زیاته علاقه لري. دا خلک د خلکو په حضور کي زیاتي خبري کوي او ډېری وخت هم له نورو څخه په خبرو کي مخکي کېږي. دوی ډېری وخت اړتیا لري چي د نورو له خوا ومنل سي.
دا ډول کسان په کور کي د پاته کېدو حوصله نه لري. پر مسائلو یې تمرکز زیات نه وي او ګړۍ په ګړۍ له یوې څخه بلي موضوع ته اوړي او په ورته وخت کې (کي یې) ځینو تازه او نوو ټکیو ته پام کېږي.
درونګرایان ددې کسانو برخلاف دي. دوی د زیات لوړ تمرکز څښتنان دي. د دوی د رهبرۍ او مشرتوب توانايي بې سارې ده. پرته له دې چي عميق فکر وکړي، کولای سي تازه او نوي ټکي کشف کړي او تصمیم ونیسي. دا کسان معمولاً تجمع یا د ډېرو خلکو یوځای کېدا نه خوښوي او چېري چي ډېر کسان وي، دوی هلته ډېر نه تر سترګو کېږي.
بیرونګرا یا درونګرا؛ کوم یو غوره دی؟
مخکي به چي کله د بیرونګرا او درونګرا بحث کېدی او چي کله به یوه ته له دوی څخه د برترۍ وار را رسېدی – بیرونګرا ته به زیات امتیاز ورکول کېدی. اوس هم شونې ده چي د خلکو په عامه افکارو کي یاد حالت شتون ولري او داسي به ورته ایسي چي بیرونګرایان د درونګرایانو په پرتله بهتره دي. ددې له لاملونو څخه هم یو یې پر رسنیو باندي ورته تبلیغات دي.
د درونګرا او بیرونګرا جوړو په اړه د مکث او تاکید ټکی دا دی چي پوه سي پر څنګه لازم وخت د یوه وبل له حاله استفاده وکړي. هرکله چي یوازي یاست او د ژوند ملګری/ملګرې مو درسره نه وي، همدا مو وخت دی چي خپل پر طبعه ولاړ سئ یا کاملاً ټولنيز اوسئ، خو کله چي د خپل ملګري سره یاست دا نو هغه وخت دی چي کوشش باید وکړئ د خپلي اړیکي د ساتلو له پاره نوي څیزونه تجربه کړئ.
تېروزئ مه! داسي نه ده چي یو دبل له پاره تمثيل وکړئ! ستاسي د ژوند ملګري تاسي چي څنګه یاست همداسي خوښ او انتخاب کړي یاست، خو هیڅ بده نه ده چي په اوږدمهال کي د خپلي اړیکي د ساتلو په خاطر – کله یو د بل له پاره د هغه پر لار او ليکه ورسره ولاړ سئ. که درونګرا ياست ځیني وخت د خپل ژوند له شریک سره په مېلمستيا ولاړ سئ او هڅه وکړئ چي نړۍ د هغه له لیدلوري وګورئ. که بیرونګرا یاست هم بده نه ده چي ځیني وختونه کوشش وکړئ د خپل ژوند شريک ته هم د مجلس کولو او نظر څرګندولو موکې ورکړئ. هڅه وکړئ چي ذوق یې کشف کړئ او په يوه برخه کي ورسره شریک سئ.
د دوه ګانه چکرونو (ساتیریو) موندل
یو له هغو موقعیتونو څخه چي زموږ تر بحث لاندي جوړې ورسره په مشکل اخته کېږي، هغه وخت دی چي باید جوړې یې یو د بل سره یوځای تېر کړي. البته زموږ هدف د ټول عمر ګډ ژوند څخه نه دی، بلخوا په مشخص دول اوږدمهالو رخصتیو ته نغوته کوو! دا ډول فرصتونه د دوه طرفه ساتېریو او تفرېح موندلو له پاره بهترین کار دی. د بېلګي په ډول: د ساحل يا سمندر غاړي ته تګ په نظر کي ونيسئ. بیرونګرا کس کولای سي چي د خپلو اولادونو سره په لامبو وهلو او واليبال کولو مشغول سي همدارنګه درونګرا کس کولای سي چي د خپلي کورنۍ په څنګ کي اوسي او خپل نوی پېرودلی کتاب مطالعه کړي. دا ډول تفرېح او چکرونه لږ نه دي او په پيداکولو سره یې کولای سئ په آسانۍ سره یو وبل سره یوځای سئ او د دواړو له پاره نه هېرېدونکي لحظې و شېبې وي.
د تغیرولو هڅه مه کوئ
رښتیا دا دي چي درونګرا انسانان په هغو شرایطو کي چي دوی پکښي راګيرېږي کولای سي په بیرونګرا هغو تبدیل سي، وخاندي، خبري وکړي، ټولنیز اوسي او د نورو په حضور کي له تجمع څخه خوند واخلي، خو دا افراد چي ذاتاً درونګرا دي یوازې (یوازي یې) د شرایطو پر اساس وضع تغیر کړې ده.
ستاسي شخصیتي ډول چي هر یو دی، کوشش وکړئ چي ځان هغسي ومنئ چي څنګه ياست او پر څنګ یې، د خپل ژوند ملګری/ملګرې چي څنګه دی/ده هماغسي ومنئ. مه غواړئ چي هغه تغیر کړئ او شخصيت یې د خپل ځان په رقم کړئ. همدا د تغیرولو هڅه کېدلای سي چي د جوړو د اذیت او آزار سبب وګرځي او د دواړو په اختلاف تمام سي.
په خپل مېنځ کي خبري وکړئ
تر هرڅه دمخه دا په ياد ولرئ چي د ټولو جوړو ترمنځ اختلاف یو طبیعي امر دی خو هغه جوړې بریالۍ دي چي په خپل مېنځ کي د اختلاف پر ټکیو بحث او کار وکړي او کوشش وکړي چي خپلو ګډو ټکیو ته ورسېږي. بله خبره دا ده چي د یوه وبل د پېژندلو او درک کولو بهترینه لاره مجلس او خبري کول دي. دا ټکی په خاص ډول درونګرایان باید په نظر کي ونیسي؛ تر هغو چي مو خپل افکار پر ژبه نه وي راوړي نه سئ کولای د ژوند ملګري مو له خپلو غوښتنو یا هغو څیزونو چي خوښوئ یې – خبر کړئ. که په خبرو کولو کي ماهر نه ياست، کولای سئ چي خپل افکار او احساسات د کاغذ پر مخ ولیکئ.
داسي مه کوئ چي درسره وې لیکئ خو د ځانو سره یې وساتئ، نه، بلکي باید خپل لیکلي احساسات مو د ژوند ملګري ته ورکړئ او له هغه/هغې وغواړئ چي مطالعه یې کړي. بیرونګرایان هم باید په ياد ولري چي خپلي تېزي او پرله پسې خبري راکمي کړي، د دوئ له پاره به دا بهتره وي چي یو نفس خوشحاله کړي او د خپل ژوند درونګرا ملګري خبرو او عکس العملونو ته پاملرنه وکړي. بیرونګرایان معمولاً له ډيرو خبرو کولو انرژي اخلي او درونګرایان شوني دي چي انرژي او سېک له لاسه ورکړي. ځکه نو باید د دواړو طرفونو حواس یو وبل ته متوجه وي.
یو بل باندي باور وکړئ
منفي اخذ او تعبیر یو له ډېرو ساده پېښو او تصادفاتو څخه دی چي د شخصیت له لحاظه متفاوتو جوړو ترمنځ رامنځ ته کېږي. په همدې خاطر یو دبل احساساتو ته متوجه اوسئ او درنښت ورته وکړئ. همدا چي ګورئ د ملګري مو ستاسي له پراخو اړیکو و ارتباطاتو سره جوړه نه ده او خوښيږي یې چي ډېر وخت باید یو دبل سره یوازي اوسئ، بده نه ده چي له ځانه وپوښتئ چي ستاسي له پاره کوم یو اولیت لري؟ د ژوند ملګری/ملګرې مو که دوستان؟
کله چي مو دې پوښتني ته ځواب ووایه دلته متوجه کېږئ چي پلانونه مو راکمول او خپلي دوه نفریزي اړیکي ته مو زیات وخت وقفول سخت کار نه دی. له بله اړخه دا چي درونګرا یاست، بده نه ده چي خپله غېږه مو ځیني نوو تجربو ته خلاصه کړئ او پر خپلي شاوخوا تصادفاتو ته د داسي ننګونو په نظر چي کولای سي ستاسي د شخصیت په وده تمام سي؛ وګورئ.