لیکنه: عبدالله عادل
په نړیوال جام کي هند په نیمه پایلوبه کي د نیوزیلنډ پر وړاندي ماته منلې وه چي په جام کي یې د سفر پای ته رسېدو سبب سوه ، وروسته تر هغه نن د هند لوبډلي د ویسټ انډیز د سفر لپاره چي پکښي شل اوریزه ، یو ورځنۍ او ټسټ لوبي شاملي دي د لوبډلي نوملړ خپور کړ.
د هند مخکښ لوبغاړی مهیندر سینګ دهوني ویسټ انډیز ته سفر نه کوي ځکه نوموړي ته په هيڅ نوملړ کي ځای ندئ ورکړل سوی . د هند غوراوي کمېټې مشر ویلي چي ویکټ کيپر توپ وهونکی دهوني د ویسټ انډیز سفر ته اماده نه وو ځکه لوبډله کي ورته موقع نده ورکړل سوې.
همدا راز هارډیک پنډیا او بومرا هم د سپین توپ له لوبو څخه بهر سوي ، پنډیا د دریو سرو لوبیزو فارمټونو په نوملړ کي شامل ندئ بلخوا چټک توپ اچونکی جسپریت بومرا یوازي په ټسټ لوبډله
کي اخیستل سوی.
ټسټ لوبډلي ته وریدیمان ساها تر یو کلن ځنډ وروسته بیرته راستون سوی ورسره په څنګ کي یې ورو توپ اچونکی اشوین هم لوبډلي ته داخل سوی.
د ټسټ لوبډلي نوملړ:
ماینک اګروال ، لوکېش راهول ، پوجار ، ویرات کوهلي لوبډلمشر ، اجینکې رهانې ، هانوما ویهاري ، روهیت شرما ، ریشب پنت ویکټ ساتونکی ، وریدیمان ساها ویکټ ساتونکی ، اشوین ، رویندرا جدیجا ، محمد شامي ، ایشانت شرما ، کلدیپ یادو ، جسپریت بومرا او امېش یادو .
د یو ورځنیو لوبو نوملړ کي دا ځلي دوه نوي لوبغاړي د هند لپاره خپل بخت ازمایي چي یو چټک توپ اچونکی سایني او بل لیګ سپین اچونکی راهول چاهر دی چي په اي پي ایل لوبو کي یې ښې لوبي نندارې ته وړاندي کړې او په لوبډله کي یې ځان ته ځای خپل کړی.
د یو ورځنیو لوبو لوبډلي ته شریس ایر ، منېش پنډې او خلیل احمد هم بیرته راستانه سوي او د نړیوال جام لپاره د هند په لوبډله کي شامل لوبغاړی دنېش کارتیک له لوبډلي ویستل سوی.
شیکر دهون چي د نړیوال جام د لوبو پر مهال د ګوتي د ماتېدو له امله له لوبډلي پاته سوی وو یو ځلي بیا لوبډلي ته راستون سوی .
د یو ورځنیو لوبو د لوبډلي نوملړ
ویرات کوهلي لوبډلمشر ، روهیت شرما ، شیکردهون ، لوکېش راهول ، شریس ایر ، منېش پنډې ، ریشب پنت ویکټ ساتونکی ، رویندرا جدیجا ، کلدیپ یادو ، چاهل ، کیدر جادو ، محمدشامي ، بهونېشور کمار ، خلیل احمد او سایني.
هند لوبډلي د ویسټ انډیز سفر ته د شل اوریزو لوبو بهترینه لوبډله انتخاب کړې چي تر ډېره یې ځوانو لوبغاړو ته پکښي موقع ورکړې.
د شل اوریزو لوبو د لوبډلي نوملړ:
ویرات کوهلي ، روهیت شرما ، شیکر دهون ، لوکېش راهول ، شریس ایر ، منېش پنډې ، ریشب پنت ویکیټ ساتونکی ، کرونال پنډیا ، رویندرا جدیجا ، واشینګټون سوندر ، راهول چاهر ، بهونېشور کمار ، خلیل احمد ، دیپک چاهر او سایني.
ویسټ انډيز ته د هند کرکټ لوبډلي سفر د اګسټ له دریمي څخه پيل او د سپټمر پر دریمه پای ته رسیږي په یاد سفر کي به دواړه لوبډلي یو د بل پر وړاندي ۳ شل اوریزي ، ۳ یو ورځنۍ او ۲ ټسټ لوبي ترسره کړي.