لیکنه : عبدالله عادل
د هند مخکنی لوبډلمشر او په روان ۲۰۱۹ کال یو ورځنیو لوبو نړیوال جام کي د هند لوبډلي سره مل ویکټ کیپر توپ وهونکی مهیندر سینګ دهوني تر دا مهاله په روان جام کي چي ورڅخه څومره توقع وه هغومره ښه ندئ ځلېدلی پدې سره ورباندي نیوکي هم زیاتي سوي او د هند هیواد ځیني کرکټ مینوال او مبصرین ورڅخه دا هیله لري چي نور نړیوال کرکټ پرېږدي.
یوازي څو ورځي وړاندي خپله دهوني د استعفا په اړه ویلي وه چي نه پوهیږي کله به استعفا ورکړي.
خو پر همدې مهال د سریلانکا باتجربه او مخکښه چټک توپ اچونکی لسیت ملینګا وایي چي دهوني باید د راتلونکو یو یا دوو کلنو لپاره له لوبډلي سره پاته سي کوم څه چي د هند د لوبډلي په ګټه دي.
د مهیندر سینګ دهوني د لوبي پای ته رسولو وړتیا د تیر په شان نده ورسره سم د منډو په جوړولو کي هم څه نا څه ستونزه لري ، توپونه میس کوي او پر هغه سربېره یې د مخکي په څېر ښه ویکټ ساتنه هم نده کړې.
نن د هند لوبډله په نړیوال جام کي د سریلانکا سره لوبیږي پر همدې مهال د سریلانکا لوبډلي پیاوړي چټک توپ اچونکي ملینګا د دهوني په اړه خپل نظر څرګند کړئ چي په وینا یې نوموړی باید د یو یا دوو نورو کلنو لپاره هم د لوبډلي سره پاته سي.
د ملینګا په نظر دهوني په تیرو لسو کلنو کي د نړۍ بهترین لوبه پای ته رسونکی یا فینیشر پاته سوی او همدا راز په لوبډله کي د هغه شتون نویو لوبغاړو ته یو ډول ډاډ او مرسته ورکوونکي دي چي ورسره په مورال لوړولو کي پوره ګټور ثابت کېدلی سي.
لسیت ملینګا:
”زه فکر کوم دهوني باید یو یا دوه کاله نور هم ولوبیږي ، هغه په تیرو لسو کلنو کي یوه ښه فینیشر پاته سوی ، زه فکر نکوم چي هیڅوک دي د هغه تشه ډکه کړي ، هغه باید خپلي تجربي او د سختو حالتونو کنترول کول ځوانانو ته انتقال کړي ، دا چي هند یوه بریالۍ لوبډله ده یو لامل یې دهوني دی او زما په فکر هند په روان نړیوال جام کي د هري لوبډلي د ماتولو قابلیت لري “
کله چي د ملینګا څخه د اوسني لوبډلمشر ویرات کوهلي په اړه پوښتنه وسوه په ځواب کي یې نوموړي وویل چي د هند کفتان د ډیر څه کولو ته اړ ندئ دا ځکه چي ورسره ډېر ښه لوبغاړي سته.
”هند ښه لوبغاړي لري کوم لوبغاړو چي خپلي وړتیاوي په ای پي ایل کي ښودلي دي د دوی هر لوبغاړی په دې پوهیږي چي څه ډول ولوبیږي نو وروسته کفتان کوهلي ته اړتیا نسته چي ډېر څه وکړي “.
ملینګا پر داسي مهال د هند او په خاص ډول د دهوني په اړه ږغیږي چي دا مهال د هند لوبډله په ټولو برخو کي ښه ځلېدلي او تر نیمه پایلوبي یې ځان رسولی.
څه موده وړاندي د هند اوسني لوبډلمشر ویرات کوهلي هم د دهوني په اړه ویلي وه چي په لوبډله کي یو خورا مهم لوبغاړی دی او د هغه تجربه د لوبډلي د بریا یو راز دی.